نظــر

د لړمې برخليک

مجاهد پښتون:

مقدمې ته اړتيا نشته، زما په اند حزب اسلامي نه، خو انجنير ګلبدين حکمتيار د دې منلو ته نه دى چمتو چې ګوندې له حزب اسلامي مخکې دې چا په افغانستان کې اسلامي مبارزه کړې وي، هغه په دې ټينګ ولاړ دى چې حزب اسلامي د افغانستان د اسلامي بيدارۍ لومړى ګوند او منظم خوځښت دى.

دا په داسې حال کې چې ډېرې يې ورسره نه مني، او حتى په بنياد کې يې ورسره اختلاف لري، په دې اړوند د هغه په مخالفت کوونکو کې به داسې څوک هم پيدا کړو، چې د عمر په نسبت انجنير صيب هغوى ته د زوى يا لمسي ځاى لري، او که په خپل وخت کې يې پوهه پرتله کړو، نو انجنير صاحب به يې د شاګردانو د شاګرد ځاى ونيسي.

نه يوازې دا بلکې دا هم يوه ستره اختلافي موضوع ده چې د خوځښت پيل چا وکړ، پنځوونکي يې څوک، بيا پر مخ چا بوت؟ دغه راز ښاغلى انجنير صاحب په کوم بنياد حزب اسلامي د جوانان مسلمان ميراث خور بولي؟

دغه لانجې د کمونست رژيم له حاکمېدو دمخه دي، وروسته چي د جهادي تنظيمونو مشران پاکستان ته مهاجر شوي، او ګوندبازۍ پيل شوي، نو يو بل اختلاف زېږېدلى دى، حزب اسلامي وايي چې هغوى د جهاد د پيل تاج پر سر لري، خو نورو ورسره نه ده منلې، انجنير حکمتيار وايي چې زه لومړى مشر يم، خو د نورو تنظيمونو مشران او غړي يې ورسره نه مني.

خو که سترګې پټې کړو، په زړه ډبره کېږدو، دغه موضوع ونه شاربو چې څوک په حقه دى او څوک په ناحقه، او دا ومنو، يا فرض کړو چې حزب اسلامي په خپله خبره کې صادق دى، نو دا بيا د بشپړ پياوړي سيستم سره سره، په فکري لحاظ يو پاشلى تنظيم بللى شو، داسې يو ګوند چې غړي يې هيڅکله يو فکر ته معتقد نه وو، داسې يو ګوند چې مشر يې هېڅکله هم نه دى توانيدلى چې خپل پيروان په يو صف کې راغونډ کړي، او داسې يوه ډله چې د افرادو په لحاظ ډله ده، خو د موخو په لحاظ بيا هم سره بېل بېل دي.

دا ځکه چې د پيدا کېدو له ورځې د اختلافاتو ښکار، او د شړيدلو سره مخ شوى دى، که جوانان مسلمان د حزب اسلامي مور وبولو نو د مبارزې د پيل راهيسې دغه ګوند د انحصار طلبانو په لاس کې و، انجنير حکمتيار په خپل  يو کتاب (اسلامي نهضت د نادري کورنۍ له راوستو د روسانو تر ايستو) کې وايي (د مرحوم نيازى د جنازې د رارسېدو په وخت كې د كابل هوايي ډګر د يوې داسې سترې غونډې شاهد و چي مثال يې نه مخكې ليدل شوى و او نه وروسته او سبا ته د فارياب په لورې د ده د جنازې د لېږلو مراسم هومره شانداره و چي مثال ې نشو په ګوته كولى.

د همدې مراسمو په دوران كې يوه خاصه خبره د يادولو وړګنم: له وروستيو ليكو نه څوك په منډه راغى او په وارخطا لهجه يې راته وويل: مجددي له خپل موټر نه راكوز شو او غواړي په لاريون كې داخل شي، له هغه سره څه وكړو؟ ما ورته وويل: په لاريون كي د برخې اخيستو اجازه مه وركوئ او ورته ووايئ چي زموږ او ستاسو لار بېله ده، ورغى، هغه ته يې دا خبره وكړه. او په همدې سره خپل موټر ته وخوت او په خپله مخه ولاړ).

په همدې کتاب کې د (د اسلامي نهضت قيادت او د مشر ورور عبد الرحيم نيازي فراق) تر عنوان لاندې بيا د صبغة الله مجددي، برهان الدين رباني، انجنير احمدشاه او څو نورو سره د يوې غونډې يادونه کوي، او د هغوى څخه په دې توګه مشروطه مرسته غواړي چې وايي (دا ځوانان نه تجربه لري او نه كافى ديني پوهه، دوى لارښودنې ته ضرورت لري. خو موږ د ملګرتيا دوه شرطونه لرو….)،او په همدې ناسته کې چې مجددي يوه مشوره ورکوي نو ښاغلى حکمتيار يې ردوي، خو د بند پر مهال بيا د مجددي مشوره احساسوي، دا بيا ډېر ناوخته وي، او کېداى شي چې بيا انجنير صيب په خپل جذباتي طبعيت ملامتي هم ويلي وي.

حتى په جنازه کې د مجددي نه پريښودل که په هر دليل وي، او د مشورې نه منل، يا لږ تر لږه په اړه يې بحث ته مجال نه پريښودل که ريښتيا شوي وي، نو د همدې معنى لري چې ښاغلى حکمتيار د سر د پاسه سر نه مني، کېداى شي هغه د مجددي د نفوذ څخه وېره درلوده ځکه يې په جنازه کې نه پريښود، او مشوره يې چې نه ده منلې، دا د دې معنى لري چې ما لومړى د خپل مشر په توګه ومنئ، بيا به ګورو، کنه په جنازه کې ګډون خو د هر چا حق و.

زه بيا وايم دا به هغه مهال وي چې د حکمتيار دغه څرګندونې ومنو، کنه په هغه هاى هو، هجوم او دکابل د ښار په څېر ځاى کې د مجددي په څېر يو بانفوذه شخص هېچا هم په جنازه کې د ګډون څخه نه شو منع کولاى.

بيا کله چې په پاکستان کې مشران او مجاهدين سره راټوليږي نو هم يوازې حزب اسلامي د ګڼو ستونزو سره مخ کيږي، ځکه همدا ګوند دى چې درز پکې پيدا شوې، بيا پکې بل پيدا شوې، د وخت په تېرېدو سره بيا درزيدېلى، چاوديدلى او حتى دې اوسني حالت ته رارسيدلى دى.

برهاني الدين رباني، مولوي محمد يونس خالص، مولوي محمد نبي محمدي، او داسې نورو ډلې يې نه مني، خو حزب وايي چې دا له دوى څخه جلا شوي تنظيمونه دي.
وروسته له دې ګوند څخه د قاضي محمد امين وقاد په مشرۍ يو بل ګوند جلا شوى دى، او په خپل وخت کې نژدې وه چې مطرح هم شي، ځکه چې د شمشتو په کمپ کې د انجنير ګلبدين د مهاجر کمپ سره چې په نصرت مېنه ياديده، قاضي امين هم يو کمپ جوړ کړى و، او يو وخت پکې مهاجرو ژوند کاوه خو قاضي امين د چوکۍ طلبه خوى له کبله ونه توانيد خپل ګوند پر مخ بوځي.

له همدې ګوند څخه د جهاد پر مهال او وروسته بيا د تنظيمي جګړو پر مهال وخت په وخت قوماندان جلا شوي، او نورو ګوندونو ته اوښتي دي.

د طالبانو له راڅرګنديدو پس هم د حزب ملګرو او قوماندانانو دغه تنظيم پريښود او د طالبانو په ليکو کې منظم شول، دا داسې وخت و، چې په حالاتو خبرو خلکو د مخالفت ميدان نه نيوه، يا د طالبانو ملګري کيدل او يا غلي کېناستل، يوازې هغه کسان جنګيدل چې د پرديو ملاتړ يې درلود، حزب اسلامي هغه وخت ايران ته ولېږدېد کله يې چې په چهار اسيا کې  ماتې وخوړه.

د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال حزب د يو کمزوري جلا وطن ګوند حيثيت درلود، ځکه چې نه يې د طالبانو د خوځښت ملګرتيا کوله او نه د مخالفينو، په داخل کې يې هېڅ خوځښت نه محسوسېده، مرکې او بيانيې يې ورکولې، او په ځينو غونډو کې يې استازو ګډون کاوه، خو مثبته پايله يې نه درلوده.

د طالبانو په وړاندې د خپلو ځينو غوښتنو څخه د نه تېرېدو له کبله دغه ګوند نور هم ضعيف شو، غړو يې محسوس کړه، چې نور سر نه شي پورته کولاى، له يوې خوا يې پاليسۍ او سياستونه زاړه دي، او له بلې خوا يې مشر د نورو ګوندونو د مشرانو په څېر په دې نه پوهيږي چې ځان فعال ژوندى وساتي، د يو ګوند د مشر په حيث يې شتون ثابت دى، خو کار امد نه، له همدې امله يوازې په بيلا بيلو سيمو کې څو تنه استازي، او په شمشتو کې هغه مهاجر کمپ ورپاتې و، چې اوسيدونکي يې يا د بې وزلۍ او يا شخصي ګټو له کبله ترې نه بې ځايه کېدل.

د دې چانس و چې محترم حکمتيار يو ځل بيا له لاسه ورکړى نفوذ تر لاسه، او خلک پر ځان راغونډ کړي، دا هغه مهال چې امريکا افغانستان ته ګواښېده، خو په دې شرط چې حکمتيار صيب قندهار ته پر ايران ترجيح ورکړې واى، او د ملا محمد عمر په مشرۍ د اسلامي حرکت سره يو ځاى شوى واى، خو د ده لپاره له بده مرغه او د طالبانو لپاره له نېکه مرغه چې دا کار ونه شو، که چرته ښاغلى حکمتيار په اسلامي امارت کې تنظيم شوې واى نو لرې نه وه چې اوس به يې د افغانستان د خلکو، روان جهاد او نړيوالو لپاره که د ملا محمد عمر په څېر اهميت نه درلود نو په دوهمه درجه کې خو به يې درلود، اوس به داسې نه واى چې د څلور دېرشو ولايتونو له منځه به يې يوازې په څلورو ولايتونو کې څو په شمار ملګري او پلويان درلودل، بلکه اوس به يې په اسلامي امارت کې د اپوزيوسيون ځاى نيولى واى.

دا به د ښاغلي حکمتيار د ناسم سياست، کږو پاليسيو، بې ګټې دريځ او ديکتاتوري خوى نتيجه وي چې د افغانستان د اشغال پر مهال يې د سنګر ملګري د اشغالګرو ملګري شول.

عبد الهادي ارغنديوال د حزب اسلامي مشر، وحيد الله سباوون د متحد اسلامي حزب مشر، خالد فاروقي د يو بل حزب اسلامي مشر، او دا دى د دولسو کلونو په تېرېدو سره د حکمتيار صيب نژدى ملګرى او د سياسي کميټې پخوانى مشر انجنير قطب الدين هلال ځان ولسمشرۍ ته کانديدوي.

که په ښکته کچه د مجاهدينو خبرې واورېدل شي نو ډېرې يې پخوا هم د حزب اسلامي سره پر يو ځاى کېدو پښيمانه دي، دا په داسې حال کې ده چې د استاد محمد زمان مزمل په څېر وتلې څېره هم له حزب اسلامي څخه په نالان ده، هغه مزمل چې يو وخت يې د حزب لپاره سر په لاس کې ګرځاوه.

ما اوريدلي چې د لړمې بچي د زېږون پر مهال خپله مور خوري، مور يې له منځه ځي، خو ګڼ شمېر بچي ترې پيدا کيږي، دا به يا سمه وي يا نه، خو داسې ښکاري چې حزب اسلامي په همدې برخليک اخته کېدونکى دى، تر اوسه پورې د حزب برجسته برجسته غړي د نورو ګوندونو سره يو ځاى شوي، او يا يې په ازاد حيثيت د حامد کرزي په مشرۍ د اوسني حکومت سره ځان نښلولى دى، کوم چې حکمتيار ګوډاګى بولي.

يوازې څه چې حزب ته ورپاتې دي، هغه خپله د ښاغلي حکمتيار شخصيت دى، خو نه ده معلومه که خداى مه کا هغه په منځ کې نه وي، نو ګوند به د صلاح الدين حکمتيار لاس ته غورځيږي او که د حبيب الرحمن حکمتيار، او يا د هغه پرکټي فيروز حکمتيار ته؟

چې د مشر په شتون کې يې د ګوند غړي د خپلو شخصي ګټو لپاره په يو او بل لور روان دي، نو د نه شتون په صورت کې خو ډېره ستونزمنه ده، چې سره دې په يو راغونډ شي.

حزب ته ځکه ګوته نيول کيږي، چې بل هېڅ يو ګوند هم د دومره انشعابونو سره مخ نه شو، د جمعيت اسلامي د غړو لپاره خو دومره فرصتونه برابر شول، چې تصور يې هم نه شي کېدلاى، ډاکټر عبد الله عبد الله، عطاء محمد نور، تورن اسماعيل خان، او نور ډېر داسې مخکښان پکې وو چې کولاى يې شواى يو ګوند رامنځته او جوړ کړي، دا نه يوازې دا چې د هغوى صلاحيت ستر و، بلکې په ورته وخت کې برهان الدين رباني هم په اسانۍ سره ماتېدلاى شو، د رباني په نسبت نړۍ سره دى ښاغلو ښه پاللې شوه، خو جمعيت يې ټوټې ټوټې نه کړ.

کله چې رباني وکوچېد بيا لا ښه فرصت و، خو جمعيتيانو د خپل ګوند سره وفا وکړه، د زوى رباني سره راټول شول، هغه کشر ځوانکى يې له ځانه مخکې کړ، خو لسګونه کلونه وړاندې رامنځته شوې جوړښت يې مات نه کړ، خپل برى او ماتې يې په همدې ګوند پورې وتړله.

دغه راز د نورو ګوندونو غړي هم که په انفرادي توګه يو خوا بل خوا ولاړل تللي به وي، خو کوم ګوند نه دى رامنځته شوى، يا له منځه ولاړل، يا منحل شول، او يا اوس هم په خپل حالت دي، حزب دى چې د وخت په تېرېدو سره لنګيږي او بچى زيږوي.

د حزب اسلامي د راتلونکي په اړه پريکړه د انجنير ګلبدين په لاس کې ده، خو نه ده معلومه چې هغه د طالبانو په ځواکمن، واکمن او اسلامي امارت کې څه کمى ليدلى چې ورسره لاس نه يو کوي؟

حزب اسلامي د افغانستان د تاريخ د زرين باب يوه فقره ده، خو اوس د ماضي برخه ګرځېدلى، يو شعر وايي:

هغه ناوې چې په خپله ښايسته نه وي
څوک به يې څه کاندي ياست د مور او نيا

انجنير حکمتيار چې اوس څه ونه کړي، او د راتلونکې په اړه يوه داسې پريکړه ونه کړي چې ښه يې ياد شي، نو په دې دې ومه شه چې زه د نهضت سالار يم، او نور هسې لافې وهي.

همدا اوس اتيا سلنه دا فکر کوي چې په کابل کې په کار اخته د حزب اسلامي ټول غړي او ډلې د حکمتيار په لارښوونه کار کوي، که دا عار وي نو حکمتيار به يې له ځانه څنګه پاک کړي، او که تهمت وي نو بيا به يې څنګه پاک کړي؟؟

يوازې يوه لار لري لکه څرنګه چې د افغانستان د دولت پر کار کوونکو بريدونه کوي، او وژني يې، نو د دې اسلامي حزبونو پر غړو دى هم بريدونه وکړي، او بيا دى اعلان کړي چې دا يې د اشغال پر پلوۍ يا ارتداد وژلي دي، او دا د دوى لپاره اسانه هدف هم دى.

خو هېڅکله به داسې ونه کړي، ځکه چې د حکمتيار د حزب اسلامي د چارو مشر قاضي محمد حکيم نيمه مياشت په افغانستان کې تېروي، بهير يې په اسلام اباد کې ژوند کوي، او د کابل د ادارې سره نژدې اړيکې لري، د د حکمتيار د شمشتو مهاجر کمپ نيمايي ځوانان د کابل ادارې په امنيتي ځواکونو او نورو دولتي ادارو کې کار کوي، او زما د معلوماتو تر مخې د نشراتو مسئول يې هم اوس کابل ته راغلى دى.

د يوې ضميمې په توګه بله موضوع نن سبا په کابل کې د ارغنديوال د حزب اسلامي او صلاح الدين رباني د جمعيت اسلامي تر منځ  ايتلاف ته ډېره خوشبيني ښودل دي، داسې ګڼل کيږي، چې عبد الله به د حزب اسلامي او وحدت اسلامي په مرسته افغانستان ګل او ګلزار کړي، دا يو خوش ايند بولي چې د کلونو لپاره جنګيدلي ګوندونه سره يو ځاى شول، او دا د ديموکراسۍ نښه ده، د هيواد د ابادۍ علامه ده، او دوى به وتوانيږي چې د کورنيو جګړو پر مهال غمولي افغانان خوښ کړي.

خو زه وايم راځئ همدې ايتلاف ته له يوې بلې زاويې وګورو، دا ملګرتيا په ملي ګټو نه ده ولاړه، بلکې په شخصي ګټو ولاړه ده، د هغو خلکو لپاره ريښتيا هم خوشحالي ده، چې د دې ګوندونو غړي دي، خو هغه څوک چې ځان يو افغان بولي، او تر هېڅ يوې ډلې پورې تړلى نه دى، او يا هم د کومې بلې ډلې پورې تړلى دى، هېڅ ګټه نه لري.

له حزب اسلامي دمخه جمعيت د جنرال عبد الرشيد دوستم سره په معامله بوخت و، خو هغه معامله يې ناکامه شوه، جنرال عبد الرشيد دوستم يو کمونست دى، چې د کورنۍ جګړې پر مهال ورسره انجنير حکمتيار ايتلاف کړى و، احمد ضياء مسعود هم د انتخاباتي ايتلاف څخه ځان وتلى اعلان کړى دى، ضياء مسعود بيا عبد الله ته تر دوستم او ارغنديوال دواړو نژدى دى، خو هغه ويلي چې عبد الله يې کانديد نه دى.

دا چې دوستم د عبد الله په څېر د مقاومت برخه وه، او عبد الله بيا د ضيا مسعود د مشر ورور احمد شاه مسعود نژدى انډيوال، خو د راتلونکو ټاکنو په اړه سره جوړ رانغلل، همدا معنى لري چې ملګرتيا د ډېرو امتيازاتو په تر لاسه کولو ولاړه ده، په ملي ګټو نه.

په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په هېڅ اړخ کې هم ملي څرک نه ښکاري، حتى محقق د خپل يو رفيق امر الله صالح په اړه ويلي چې هغه د بهرنيو هيوادونو ملاتړ نه لري، نو ځکه يې ملګرتيا هم بې ګټې ده.

کله کله د يو چا په اړه داسې فکر هم وي، چې فکر به يې بدل شوى وي، خو د دې منحوسو څېرو په اړه داسې فکر هم نه شي کېداى، دغه ملګرتيا يوازې او يوازې د دوى اړتيا ده او بس، تمه دې ترې نه کيږي.

مجاهد ((پښتون))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x