افغانستان

سیاف د راتلونکو ټاکنو له پاره خپل د پارلمان دنده پرېښوده

نن ټکی آسیا: راپورونه وايي چي استاذ سیاف خپل د پارلمان د دندي څخه استعفاء ورکړې، تر څو په راتلونکو ټاکنو کي ګډون وکړي، او ځان کاندید کړي.

نوموړی د حزب وحد اسلامي د مشرحاجي محمد محقق وروسته د پارلمان دوهم غړی دی چی د پارلمان د دندي څخه استعفا ورکوي، تر څو په د کال 2014 په ولسمشریزو ټاکنو کي ګډون وکړي.

تیره ورځ ډاکټر عبد الله په رسمي توګه خپل ځان کاندید کړ، او دادی نن استاذ سیاف هم د انتخاباتو لپاره استعفاء ورکړه، او کیدای شي ډیر ژر رسما خپل د کاندیدۍ اعلان وکړي.

د استاذ سیاف تر څنګ کیدای شي ډیر ژر  نور احتمالي کاندیدان لکه ډاکټر اشرف غني، ، قیوم کرزای، زلمی رسول، او احمد علي جلالي په راتلونکو ورځو کي خپل د کاندیدۍ رسمي اعلان وکړي.

سیاف ویلي چي لومړی مرستیال به یی اسماعیل خان وی، او د دوهم مرستیال په اړه یی تر اوسه فیصله نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x