fbpx

ایا د بهرنیانو په بمباري سره به د حکومت واکمني ټینګه شي؟

نن ټکی اسياـ سرليکنه

په یوه تازه انکشاف کې د هلمند والي له امریکايي ځواکونو څخه غوښتي چې په یاد ولایت کې د دولتي حاکمیت د ټینګښت لپاره د هغوي پوځي او استخباراتي ملاتړ وکړي او پرمخالفینو يي هوايي بمباري زیاتې کړي.

د هلمند والي چې خپلې غوښتنې یې له رسنیو سره هم شریکې کړي ویلي (( که چېرې نړیوال ځواکونه له مونږ سره هوايي ملاتړ وکړي او د دې ترڅنګ استخباراتي معلومات راسره شریک کړي، زه ډاډه یم چې ډیرې غټې لاسته راوړنې به ولرو))
له ډیره بده مرغه چې حکومتي چارواکي د خپل ولس له حمایت نه په نهیلي سره غواړي خپل حاکمیت د پردیو د بمباریو او پوځي مرستو په زور پر ولس وتپي .

خو هغوی باید دا واقعیت درک کړي چې کوم حاکمیت چې د اجنبیانو دحمایت په زور پرولس تپل کیږي هغه هیڅکله د ولس په منځ کې له قانوني او ملي مشروعیت څخه برخمن نه وي .

که د تاریخ تیرو تجربو ته وکتل شي دلته ډیر حکومتونه د پردیو د پوځي زور په مټ راغلي خو ولس یې نه دا چې حمایت نه دي کړی ؛ بلکې د هغه په خلاف یې وسله را اخیستي و له خپلو خارجي حمایتګرو سره یوځای یې له هیواده شړلي چې د انګریزانو ترحمایت لاندې د شاه شجاع او روسانو ترحمایت لاندې د کمونیستي رژیم واکمنۍ یې ژوندۍ بیلګې دي .

دولتي چارواکو ته پر دې خبره غور کول په کار دي چې ولي هغوی د ولسي حمایت په ځای اجنبي حمایت ته اړیستل شوي ؟
كه واقعا د دوي حکومت د ولس د خوښې منتخب حکومت وي نو بیايي ولي له اجنبیانو څخه د پوځي او استخباراتي ملاتړ سوال کوي؟

پښتانه متل کوي چې په زور باندې کلي نه کیږي، دولتي چارواکي باید د خپلې واکمنۍ د ټینګښت لپاره د ولس غوښتنو ته تسلیم شي، نه له اجنبي اشغالګرو څخه د پوځي او استخباراتي مرستو غوښتل.

ځکه اجنبيیان چې له حکومت سره کومې مرستې کوي هغه د خپلو ګټو په خاطر کوي نه د ولس د ملي مصالحو لپاره.

د هلمند والي ښاغلی حیات الله حیات باید په دې حقیقت ځان پوه کړي چې تر ده وړاندې هم نورو چارواکو و د هلمندیانو د ځپلو لپاره له خارجي ځواکونو څخه پوځي حمایت غوښتنې و، خو د خارجيانو له ملاتړ او د هغوی له ټولو پوځي ، استخباراتي او مالي مرستو سره سره بیا هم هلمند ولایت د افغانستان په کچه تر ټولو نا آرامه سیمه او ډیري سیمې یې د دولت له واکه بهر د وسله والو طالبانو لخوا اداره کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د