دیني، سیرت او تاریخ

داسلام له نظره د عالمانو مقام

مولوي عبد الحکیم حمدي

الله تعالی په انساني جامعه کښې د صفاتو او ځانګړنو له مخې مختلف خلک پیداکړی دي خو الله ته نژدي او غوره انسانان هغه ریښتوني عالمان دی،چې د علماء حق په نوم هم تعبیر ترینه کولی شو، په حقیقت کښې د عالمانو غوره والی د شرعي علم له غوروالي او فضیلت څخه سرچینه آخلی ځکه شرعي علم له قرآن او سنت څخه عبا رت دی بیا نور علمونه له دغو دوو څخه راآخیستل شوی دي، په مجموعه کښې هغه واړه علمونه چې له الهي وحي سره تړاؤ لری هغه غوره اوعالم ئې په نورو خلکو غوره دی.

دا زمونږ دعوا نه ده بلکه الله تعالی دغه ګواهي کوي چې زما په بنده ګانو کښې غوره خلک عالمان دي، او داسې فرمائي: قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِ ينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِ ينَ لَا يَعْلَمُونَ:) بل ځای الله تعلی د عالمانو په حق کښې داسې شاهدي وائي: شَهِدَ اللَّـهُ أَنَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ ۚ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) کله چې د یوه بنده د غوره والي په هکله الله تعلی ګواهي کوي نو له دغه څخه زیات غوره والی به لا د بل چا وي؟

الله تعالی ته ولې عالمان خوښ دي او غوره ئې بولي، الله ئې په خپله لامل بیان کړی دی او داسې فرمائي: إِنَّمَا يَخْشَى اللهَ مِنْ عِبَادِهِ العُلَمَاءُ. د عالمانو د شان او د مقام د لوړوالي نسبت الله تعلی ځانته کړی دی او فرمائلي دي زه یم چې أهل علم مي لوړ کړي دي او هغو ته مې لوړ درجات وربښلي دي، او په قرآن کریم کښې فرمائي: يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِ ينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِ ينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِير)

کله چې د الله په دربارکښې د نورو خلکو په نسبت عالمان لوړ او غوره خلک وو نوذالله تعالی نورو خلکو ته د هغو د تابعداری أمر کوي او داسې فرمائي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الأَمْرِ مِنكُمْ) د تفسیر پوهان وائي له ـ أوالی أمرـ څخه مراد مسلمان واکمن او عالمان دی.

د عالمانو قدر او احترام د شعائر الله احترام دی علامه شیخ عبدالرحمان ابن سعدي (رح) فرمائي: شعائر الله د د ین څرګندو نښوته وائي او له تعظیم څخه ئې مراد د هغو لوی ګنل دی او هر هغه شی چې الله تعالی د هغو په حق کښې د فضیلت شاهدی کوي هغه شعائر الله دی، نو درعلماو په حق کښې هم الله تعالی د فضیلت ګواهي کړې فلهذا عالمان هم په شعائر الله کښې داخل دي، او د شعائر الله د تعظیم په هکله الله تعلی داسې فرمائي: – ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ حُرُمَاتِ اللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ عِندَ رَبِّهِ/ الحج۳۰]، و قال -جل وعلا-: {ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ/ الحج:۳۲].

نو که څوک د عالمانو احترام ونه کړي دغه کس د شعائر الله له احترام څخه مخ واړوه او د الله د دین له نښو څخه مخ ګرځول هلاکت دی علماء لیکي چې د علماو سپکوونکي د جنهم دذیوې کندې په غاړه ولاړدي، نو په خلکو لازم دي چې د عالمانو قدر وکړی او هغه تحقیر نکړی، ځینې خلک د عالمانو سپکاوی کوي د هغودپه شان کښې ګستاخانه توری کاروی دا په حقیت کښې دذشعائر الله سپکاوی دی او د شعائر الله توهین کفر دی، دادځکه چې که د عالمانو شان سپک شي خلک به بې علمه فتنه ګرو ته ورځي او له هغو څخه به لارښونه غواړی او هغه به ئې ګمراه اوذد شیطان په لارهذروان کړي.

له عبدالله بن عمرو بن العاص (رض) څخه روایت دی چې رسوالله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: : « إِنَّ اللَّهَ لَا يَقْبِضُ الْعِلْمَ انْتِزَاعاً يَنْتَزِعُهُ مِنْ الْعِبَادِ وَلَكِنْ يَقْبِضُ الْعِلْمَ بِقَبْضِ الْعُلَمَاءِ، حَتَّى إِذَا لَمْ يُبْقِ عَالِماً اتَّخَذَ النَّاسُ رُءُوساً جُهَّالاً، فَسُئِلُوا فَأَفْتَوْا بِغَيْرِ عِلْمٍ، فَضَلُّوا وَأَضَلُّوا» (رواه البخاريومسلم) ژباړه: بی له شکه الله تعالی علم یو دم نه لری کوی چې له بنده ګانو څخه ئې واخلې ، بلکه علم به د عالمانو په اخیستلو یعنې د عالمانو په مرګ سره پورته کړی شي، تردې پورې چې یو عالم به هم پاتې نشي نو خلک به خپل مشران ناپوهه وټاکي او له هغو څخه به پوښتنې کوي نو هغه به بې له علم او پوهې څخه فتوا ورکوي نو ځان او خلک به ګمراه کړي.

امام أحمد(رح) علیه فرمائې :د أهل علم په حق کښې ګستاخي او تمسخر له لویو ګناهونو څخه یوه ګناه ده بل دا چې د علماو غوښې زهرجنې دي چا چې بوی کړې مریض شوی دی او چا چې خوړلې دي مړشوی دی، عبدالله ابن مبارک فرمائې: چاچې د علماو سپکاوی وکړ د هغه قیامت خوار شو، امام ابن قیم (رح) فرمائې: علماء په ځمکه کښې د ستورو په شان دي د دوی په لارښونه د سمو لارو ورک لاره پیدا کوي او علماو ته د خلکو أړتیا له خوراک اوذڅښاک څخه هم ډیره ده، امام طحاوي په عقیدة الطحاوي کښې فرمائې : مخکیني او ورستني چې علماء حق دي د هغو یادونه په خیر سره کوئ او که چا په بدودسره یاد کړل دا کس ګمراه دی، ده.

امام بخاري (رح) یوحدیث قدسي رانقل کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَن عادى لي وليًّا فقد آذنته بالحرب [رواه البخاري] څوک چې زما له دوست سره عداوت کوي هغه ته زما د جنګ اعلان دی امام احمد او ترمیذي د سند په ملتیا روایت رانقل کړی دی هغه فرمائې: چې رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ليس منا من لم يجل كبيرنا ويرحم صغيرنا ويعرف لعالمنا حقه ) له مونږ څخه ندی هغه څوک چې د مشرانو مو قدر نکوي او په کشرانو مو شفقت نکوي او د عالمانو موذحق نه پیژني.

خطیب بغدادي رانقل کړي دي چې امام ابوحنیفه او امام الشافعي رحمهما الله فرمائې: که فقهاء ددالله تعالی دوستان نشی نو بیا د الله دوستان اصلا شتون نلري، حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما فرمائې : مَن آذى فقيهًا فقد آذى رسول الله -صلى الله عليه وسلم-، ومَن آذى رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فقد آذى الله -عز وجل- چاچې فقاو ته ضرر ورساوه نو بې له شکه هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ضرر ورساوه او چا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ضرر ورسول نو بې له شکه هغه الله ته ضرر ورکړ. داراز علماء فرمائې چا چې د علماو په ګستاخي کښې ژبه وچلوله الله به ئې له مرګ څخه وړاندې زړه مړ کړي.

فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ. [النور:۶۳) بنیادي خبره دا ده څوک چې د علماو په حق کښې بد رد وائې هغه په اصل کښې د دین په هکله سم نظر او عقیده نلري چون په دین مستقیمه نیوکه نشی کولی نو د علماو په هکله توهین آمیزه ژبه بې واګې کړي تر څو وکولی شي چې بیا د دین په احکامو کښې تاویلات او باطل تفسیرونه وړاندې کړي، او له دین څخه د خلکو نظر بدلوي او په علماو پسې بد ځکه وائې چې علماء د هغوی د دغې کړنې مخته مانع دي، او د دین په هکله ئې د سوء ظن لامل هغه د زړه مړینه ده او د زړه دذمړینې لامل ئې د علماو توهین او نه احترام دی.

د علماو سپکاوی یو سبب له اسبابو دذکفر اوذارتداد څخه دی ، دذتبوک په غزا کښې یوه منافق د قرآء صحابه کرامو سپکاوی او تمسخر وکړداودددهغو په حق کښې ئې سپک الفاظ وکارول الله تعلی دغه آیت رانازل کړ: وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنلْعَبُ قُلْ أَبِاللَّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ لا تَعْتَذِ رُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ إِن نَّعْفُ عَن طَائِفَةٍ مِّنكُمْ نُعَذِّبْ طَائِفَةً بِأَنَّهُمْ كَانُوا مُجْرِمِين) التوبة/۶۶/۶۵) .

له دې واقعې او آیت څخه معلومیږي چې د علماو توهین او تمسخر د منافقینو شیوه ده پرون د رسول الله ددمهال منافقینو دغه غیر اسلامي کړنه ترسره کوله نن ئې د موجوده مهال منافقین ترسره کوي، د تیر دور منافقینو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپکاوی او مقابله د اسلام په جامه کښې کوله، د نن دور منافقین د رسول الله د وارثانو توهین او مقابله د اسلام په جامه کښې کوي الله تعلی د انبیاو علیهم السلام او علماو په هکله داسې فرمائې: : وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا} [الأنبياء:۷۳]، كما قال في العلماء: {بَلْ هُوَ آَيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا العِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِآَيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ} [العنكبوت۴۹].

دغه پورته الهي احکام ، نبوي احادیث او د علماو اقوال د علماو د مقام د لوړوالي په هکله بسوالی کوي او د هغه چا د اصلي شکل د رسوائې او حکم په هکله هم بسوالی کوي چې د علماو توهین او سپکاوی کوي، الله تعلی دې مونږ د علماو ریښتوني مینه پال او خدمتګاران جوړ کړي، آمین ثم آمین. په درنښت

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close