دیني، سیرت او تاریخ

د ږیری پریښودلو فواید

    الله جله جلاله په سورة اسراء کښی فرمایی : لَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ (الایة ) – یعنی یقینا په رښتیا سره مابنی ادم ( انسان ) په نورومخلوقاتوباندی مکرم ګرځولی او په بل ایت کریمه کښی فرمایی : وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ – یعنی الله جل جلاله تاسوته شکل درکړی پس ډیر ښاءیسته شکل یی درکړی – اوپه بل ایت کریمه کښی وایی : لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ – یعنی مایقیناً انسان پیداکړی په ډیر ښایسته قد وقامت باندی چه په تفسیر د ذکر شووایتونو کښی امام بغوی (رح ) وایی : المرادبتکریم الرجال بالمحی والنساء بالذواءب – یعنی دانسان مکرم والی څخه مراد دنرانو د پاره ګیره ده او دښځو دپاره دسرویښته دی –

او قرطبی (رح) هم دارنګه وایی : اکرم الرجال باللحی والنساء بالذواءب – یعنی مکرم ګرځیدلی په انسانانو کی نران په ګیروسره او ښځی په ویښتو دسر سره ، نو الله جل جلاله نرو پاره ګیره او ښځو دپاره دسر ویښته دنعمتونو په جمله کښی حساب کړی
    (۱) اوله فاءیده یی دا ده چه د پیغمبر علیه السلام او داصحابو او دټولو انبیا او نیکانو پسی اقتدا راځی
    (۲) فایده یی داده چه دقاضی په حضور کښی شهادت یی نه ردیږی
    (۳) فاءیده یی داده چه دخلکو لمونځ درپسی نه مکرو کیږی
    (۴) فاءیده یی داده جه دعلماو د تنقید لاندی نه راځی
    (۵) فاءیده یی داده چه دیهودانو، نصاراوء ، هندوانو ، انګریزانو ، روسانو ، مشرکانو څخه مخالفت راځی
    (۶) فایده یی داده چه کومی پیسی دږیری په خریلو کښی مصرفیږی دهغی بچ کیږی
    (۷) فایده یی داده کله چه په پاکی سره ګیره کله کړی مخ کله کله وړی وړی دانی ښکاره کیږی او دهغی په وجهی سره سپیره شی او دمخ غوړ ورک شی او چه ګیره پریدی مخ غوړښکاره کړی چه په هغی سره دمخ زیبایی زیاتیږی
    (۸) فایده یی داده چه ګیره پریښودل دمسلمانانو بدنی شعار دی
    (۹) فایده یی داده که چیری په مخ باندی زخم یا د دانو داغونه وی او یایی مخ کړوپ وی غوښه ونلری نو په ګیره پریښودلو سره ټول عیبونه پټیږی او مخ ورسره ډک ښکاریږی
    (۱۰) فایده یی داده چه دهر قسم ګنا څخه دګیری په برکت په برکت بچ کیږی
    (۱۱) فایده یی داده چه په ګیره سره عزت مند کیږی او اعتبار یی زیاتیږی
    (۱۲) فایده یی داده چه نورخلک دګیری په حرمت سره ددی څخه حیا کوی
    (۱۳) فایده یی داده چه دګیری پریښودلوسره قوة با زیاتیږی
    (۱۴) فایده یی داده چه تغیر دخلق الله څخه خلاصیږی
    (۱۵) فایده یی داده چه د فاسقتوب دنوم څخه خلاصیږی
    (۱۶) فایده یی داده چه مثله کیدونه ( بدنوری څخه خلاصیږی
    (۱۷) فایده یی داده چه پدی سره دنرښځیانو هجړاګانو چه فارسی کی ورته ایزک وایی دتهمت لګیدونه څخه هم خلاصیږی او نوری فایدی هم لری مکر پدی څوذکر شوی فایدو باندی اکتفا وشو

محمد طاهر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x