افغانستان

تورخم : پاکستان د نوې دروازې تأسيسات رسماً پرانيزي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمری ۵مه، ۱۳۹۵ل):پاکستانۍ ډان ورځپاڼه د پاکستان د د فاع وزارت د يوه لوړ پوړي چارواکي له قوله ليکي چې راتلونکې دوشنبه د پاکستان له لوري د تورخم سيمه کې د دروازې نوي تأسيسات رسماً پرانيستل کيږي.

پاکستاني چارواکي وايي افغان حکومت په جريان کې دی او دا ځل کېدای شي پرته له کومي لانجې دواړه لوري د دروازي د نوي تأسيساتو پر پرانيستل کېدا سره سلا او د دواړو هيوادو تر منځ روان تاوتريخوالي ته د پای ټکي کېښودل شي.

افغان حکومتي چارواکو تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی.

سرچينه زیاتوي پاکستان هيواد د مسافرو د ناقانونه تګ راتګ د کنترول په موخه په ياده دروازه کې څارونکې کامرې، د بګاژ او موټرو سکنرونه هم لګولي دي.

د يادوني ده چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډيورنډ پر کرښه تورخم سيمه کې څه موده وړاندي د غبرګولي پر ۲۳مه د يکشنبې په ورځ جګړه رامنځته شوې وه چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه .

ډان ورځپاڼه ياد راپور په داسي حال کې خپروي چې نن د بهرنيو چارو وزارت کابل ته د پاکستاني پلاوي د راتګ خبرداری ورکړی او زياتوي چې د ګاونډي هيواد له پلاوي سره به پر ګډو ګواښونو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او نورو موضوعاتو خبري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x