نظــر

افغانستان د ډیمکراسۍ په لمبو کښي / دوهمه برخه (۲)

لیکوال:سیف الرحمن رحماني

د ډیمکراسۍ تعریف:
ډیمکراسي چي له دوو کلیمو څخه جوړه شوې ده اصلاً  دا دوې کلیمي د یوناني ژبي څخه اخیستل شوي دي چي په یوناني ژبه کښي “ډیمو “(Demo) د خلکو په معنٰی او “کرایس(cracy) د حکومت او یا هم نظام په معنٰی دی، د تعریف څخه دا ثابتولای شو چي ډیمکراسۍ د افرادو د اذهانو او فکر ثمره ده چي د خلګو لخوا د خلګو په خوښه یې لایحي ترمیم او تطبیق کیږي د ډیمکراسۍ لفظي ترجمې ته په کتلو سره ټول هغه تعریفونه هم صحیح ګڼلای شو چي په خپله د یونان  خلګو کړي دي

د یونان خلګو د ډیمکراسۍ تعریف په جلا جلا ډول کړی دی خو معنٰی یې بیا هم یوه راوزي چي د تعریف کونکو څخه یې یو هم د یونان له خلګو څخه د هغوي مشهور او نامتو فلیسوف او د خپل عصر لوی مفکور افلاطون په خپل مشهور سیاسي کتاب “Republic” ريپبلیک یعني ولسواکي کي د ډیمکراسي تعریف داسي کړی دی:
(Democracy: it is a government of the people by the people for the people)
ترجمه (ژباړه) ډیمکراسي د خلګو خپل جوړ کړی حکومت، پر خلګوباندې، د خلګو لپاره. یعني په ډیمکراسۍ نظام کي هرڅه د خلګو د اکثریت په خوښه وي. چي همدا تعریف د امریکا شپاړسم جمهور رئیس ابرهام لنکن هم کړی دی .

د ډیمکراسۍ د تعریف څخه دا څرګندیږي چي د ډیمکراسۍ نظام د خلګو (زنا کاران، فاحیش، عیاش، سود خواره، شراب خواره، لواطت کاران، او داسي نورو) د رایو په اکثریت رامنځته کیږي  کوم ثابت، بشپړ او پایداره قانون نه دی، په دې غیري اسلامي نظام کښي هرڅه د خلګو په خوښه اظافه کیږي او یا هم کمیږي، هرڅه د ولسونو په ذوق او شوق پوري تعلق او ارتباط لري، د وختونو بدلون او واقیعات د ډیمکراسۍ نظام ته ستر ستر بدلونونه ور کولای شي، د ډیمکراسۍ په نظام کي د تغیر راوستولو واک د ولسونو په لاس کي دي هر وخت چي د ولسونو اکثریت وغواړي په دې قانون کي تغیر او تبدیل را وستلای شي

نو نظر په دغه پورتني تعریف د ډیمکراسۍ اعظم رکن عوام دي یعني ولس حاکم اعلٰی او مطلق ګڼل کیږي، چي په اسلام کي دغه تصور ډاګیز کفر دی، ځکه چي حاکم اعلٰی او مقتدر اعلٰی یوازي د اللّٰه تعالٰی مقدس ذات دی. د اللّٰه تعالٰی قانون او حکم ناقابل تنسیخ دي او څوک چي د غیر اللّٰه قانون ته دغه حیثیت او مقام ورکوي په اسلامي شریعت کي داسي معتقد مشرک او کافر دی،.

خو نن د مسلمانانو ژبي، اذهان، اعمال، سکنات او افعال د غربي ځناورو د روزل شویو لخوا د ډیمکراسۍ په تورو ځنځیرونو تړل شوي دي، د دې کرغیړن نظام په لمن کي د خوښۍ شپې او ورځي تېروي، لاهم د ډیمکراسۍ منحوس نظام ته د وفاداری سینه ډبوي او خپراوی ته یې کار کوي چي دا هرڅه د اسلام د مبارک دین د ښکلي شرعي نظام سره ستره جفاء او بې غوری ده
نوربیا…….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اافغان

رحمانی صاحب ، ستاسی خبره [چه زمونږ هیواد د کمونستی له اور وروسته دا ځل د دموکراسی په هغه اور کی لو لپه کیږی کوم چه د نمرود له خوا د ابراهیم ع د سوځولو د پاره جوړ شوی وو . ] سمه او په ځای ده ، زه به هم ورسره یو څو جملی ورزیاتی کړم : کمونستی او دموکراسی دوه غبرګونی خویندی یو مور او پلار لری چه هغه انګریزی یهودان یا یهودی انګریزان دی ، دوی د مظلوم بشریت د استثمارولو او مهارولو د پاره لمړی د کمونستی او بیا د دموکراسی الحادی فلسفی یا اقتصادی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x