افغانستان

ننګرهار: افغان ځواکونو په کوټ کې د داعش مرکزي دفتر نیولی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمری ۵مه، ۱۳۹۵ل): افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلي «داعش» هغه مرکزي دفتر نیولی چې له هغه ځایه یې خپلي جګړې تنظیمولې، محکمه یې فعاله کړې وه او فرهنګي فعالیت یې ځیني کوی.

د دفاع وزارت څخه په خپاره شویو انځورونو کې لیدل کیږي چې افغان ځواکونه د کوټ ولسوالۍ د سرای بازار په سیمه کې د داعش په مرکز کې دننه ولاړ دي، چیري چې د تور بیرغ تر څنګ پر دیوالونو «الخلافة الاسلامیه – ولایة خراسان» لیکل شوی او مجهز دفترونه جوړ شوي.

isis base kot nangarhar (1)

په دغه مرکز کې داسي کوټې هم شتون لري چې هغوی ته د شرعي محکمې نوم ورکړل شوی او پر دروازه یې «المحکمة الشرعیة» لیکل شوي.

ویل کیږي چې د داعش په مرکزي دفتر کې امنیتي ځواکونو ته ښه ډیر شمېر اسناد هم په لاس ورغلي چې د پلټني په موخه خوندي کړل شوي.

isis base kot nangarhar (3)

په یاده سیمه کې د داعش پر ضد په جګړه کې برخوال قومندانان وايي چې داعشیان له خپلو مرکزونو تښتېدلي، او پر خلاف یې اوس هم د فقیر بابا او الیاس بابا په سیمو کې عملیات روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak khan

داعشیان چیرته ولاړل دایوه بوښتنه ده؟ دابه سمه وي یابه سمه نوي چې کوټ دداعش ډلې پریښی دی خو دا دجنګ دقوت له أمله نه بلکې داعش پدغه سیمه کښې ډیر بدنام شو نوأتمر خادست اوس غواړي پدغه لوبې سره هغه بل ځای نقل کړي اوهلته یوځای ورته بیدا کړی اودبیا لپاره ئې غښتلي اکمالات وکړي، لمرپه د وو ګوتونه پټیږي اوس دا هرچا ته معلوم شول چې دا عش په افغانستان کښې دچا پیدا وار دی اودڅه لپاره را پیدا کړی شول، دا یومکر دی چې دجنګ په شکل کښې ئې استخبارتي کړی ترسره کوي، اولویدلي اجیران بیرته پښو… نور لوستل »

خپلواک اولس

حتی د غزنی که د زابل والی د افغانی تلویزون سره په یوه مرکه کی په ډاګه وویل چه زابل کی د داعش د دوه سوه کورنیو سره د کابل د غلامی اداری د امنیتی شوری له خوا مالی مرستی ویشل شوی ، همدارنګه څو میاشتی د مخه د غلام قدیر زوی ظاهر قدیر هم د دی خپری پخلی وکړو چه جلال اباد کی دا عشیان د ملی امنیت له خوا رامنځته شوی ، روزل شوی ، تمویل، تجهیز او قومانده ورکول کیږی ، هغه دا هم وویل چه که زه هغه اسناد په ډاګه کړم د اوسنی غلامی اداری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x