نړۍ

په افغانستان کې د ترکیې د پوځ مشر او لوړ رتبه ضابط د کودتا په تړاو نیول شوی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمری ۵مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د ترکیې د پوځ عمومي قومندان «جاهد باقر» په متحده عرب اماراتو کې هغه وخت ونیول شو، کله چې نوموړي د یوه بل لوړ رتبه ضابط په شمول هڅه کول د افغانستان څخه وتښتي.

نوموړی د دبۍ په هوايي ډګر کې د اماراتي پولیسو له لوري نیول شوی او بیا د ترکي حکومت په غوښتنه هغوی ته سپارل شوی دی.

د نوموړي سره بل ملګری ضابط «شنر طوبشو» نومیدی او په کابل کې د روزني، کومک او همکاري دفتر مشر وو.

د ترکیې خبري اژانس «اناضول» ته دیپلوماتیکو سرچینو نن د سې شنبې په ورځ ویلي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت او د استخباراتو وزارت هغه وخت د متحده عرب اماراتو د حکومت سره اړیکه ټینګه کړه کله چې خبر شول، دواړه پوځي مشران د دبۍ پر لاره له افغانستان څخه د تيښتي هڅه کوي.

لس شپې وړاندي په ترکیه کې د اردوګان پر حکومت د پوځ له لوري د کودتا ناکامه هڅه وشوه چې له هغه وروسته په ترکیه کې په لوړه سطحه د پوځ، پولیسو، قاضیانو او لوړ رتبه چارواکو نیول پيل شوي او تر اوسه لا دوام لري.

ترکیه وايي چې ددې کودتا تر شا د «فتح الله ګولن» تنظیم لاس وو چا چې په پوځ، پولیسو، محکمو او تعلیمي ادارو کې خپل اتباع ځای پر ځای کړي او غواړي چې په دغه طریقه د ترکیې منتخب حکومت نسکور کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x