شعـــــرونه

غزل: هلال مهاجر

هلال مهاجر

زه یو ملنګ وم ملنګۍ ته مې چا پرې نه ښودم
خپلې خوارۍ او غریبۍ ته مې چا پرې نه ښودم

نه مې څه وو نه مې غو ښتل تنهاء ژوندون مې کاوه
خو ځان ځانۍ اوتنهایۍ ته مې چا پرې نه ښودم

بس یو کچکول مې و یو زه ومه د زمکې په سر
خو د کچکول سره دوستۍ ته مې چاپرې نه ښودم

څوک په محل کې دسرود په ازانګو ویده شي
زه خوار فقیر زړې کیږد ۍ ته مې چاپرې نه ښودم

نه مې یاري کړه نه خبر وم چامئین کړم په ځان
زریې ترې واخیستم یارۍ ته مې چاپرې نه ښودم

ډیربې بلنې یې میلمه کړمه د زړه حرم کې
خو بس دمینې زنده ګۍ ته مې چاپرې نه ښودم

نور نا ړامی کړم له نړۍ ځینې خپل غچ اخلم
ځکه چې خپلې مجبورۍ ته مې چاپرې نه ښودم

څوک بادشاهي کوي په حسن څوک په زور او دولت
خو هلال خپلې بې وسۍ ته مې چا پرې نه ښودم

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close