ټولنیزه برخه

زما مورې!

کله چې ستا دوعاګانې رایادې شي، یو ځل بیا خپل ځان پکې ونغاړم، داسې احساس وکړم، لکه په ساړه موسم کې، چې په ګرمو او نرمو جامو کې پټ شم او د بدن هډوکي مې بېرته د ګرمۍ له امله د نرم والي احساس وکړي.
ستا د مهربانۍ نظر دومره خوږ دی، لکه وړوکی ماشوم، چې خپله مور په غېږ کې ټینګ ونیسي او په دواړو اننګو یې په مینه ښکل کړي.

او ستا دعا ګانې د رحمت د هغه بارن په شان دي، چې نرم، واړه واړه څاڅکي له کوم شمال پرته راتویېږي، بیا لږ دمه وکړي او لمر ته وخت ورکړي؛ څو د ګلونو د مخ اوښکې وچې کړي او د څو شېبو لپاره یې په شونډو یوه خوږه موسکا وغوړوي.
دا منم، چې ته ریښتیا د تربیت زانګو یې، هغه زانګو، چې یوه سالمه پالنه پکې کېدای شي، خو چې څوک پکې وزانګي او په قدر یې پوه شي.
هغه څوک چې ستا د شفقت او مهربانۍ د زانګو په قدر پوهېږي، دا چې نن ستا د لورینو، او شفقت په زانګو کې زانګي، هغه به سبا د احترام او قدر په زاګو کې تا وزنګوي او په همغسې خواږه او مینه ناک نظر به درته ګوري، چې تا ورته کتل، په همغسې خوږه او د ناز په ژبه به در سره خبرې کوي، لکه تا به چې ورسره کولې او د آرامتیا په خاطر به دې په ډېره مینه ورته الاهو الاهو ویل؛ څو چې ویده به نه ؤ.
خو درېغی، چې ټول په دې پوهېدلی، دا مو له یاده وتلې، چې کومه ورځ ډوډۍ لږ راباندې زیاته شي، څومره ور سره په تنګ شو، څومره هلې ځلې کوو او هغه لارې په کار اچوو، چې په بیړه ډوډۍ هضم کړو او له ګېډې څخه مو دا دروند بار سپک شي، خو دې ته مو پام نه وي، چې ته مو په څومره مینه، لوړه حوصله او صبر سره نهه میاشتې په ګېډه کې ګرځوې او تل د سلامتیا دعا ګانې راته کوې.
زما مورې!
ته د کایناتو د لوی څښتن هغه لویه لورینه یې، چې ستا په شتون کې د هېڅ شي اړتیا نه احساسوم، ستا دوعاګانې د هغه فولادي دېوال په شان دي، چې له هر خطر نه د خوندي توب ډاډ راکوي او ستا په نېک نظر او ښکلو لارښوونو کې د خپلې هرې ستونزې حل وینم.
همدا شان د کایناتو لوی څښتن ستا په خدمت او احترام کې دومره لوی حکمت نغښتی، چې ستا تر قدم لاندې خاوره یې راته جنت او ستا مخ ته د مینې او درناوي په نظر کتل یې د خپل کور له زیارت سره برابر کړي دي.
زموږ ستر لارښود (ص) هم د هغه چا په حال افسوس یاد کړی، چې هغوی د زړبودۍ په حالت کې مور او پلار ولري، خو بیا هم جنت ته داخل نشي. الله مو دې د داسې کسانو له حال څخه وساتي.

لیکنه: مجیب الرحمن محمودي.

17-07-1392

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x