افغانستان

کندهار : شاوليکوټ کې نفوذي کسانو پوليس وژلي او ۵ نور بيا طالبانو نيولي

 

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمری ۵مه، ۱۳۹۵ل): تېره شپه د کندهار ــ روزګان پر لويه لار د کخي د سيمي د کمر بند په پوستې کې څلور پوليسو خپل درې ملګري وژلي او له وسلو او مهماتو سره تښتېدلي.

ويل کيږي ياد کسان د دولت د مخالفو وسله والو له لوري له وړاندي د پوليسو په ليکو کې په دنده ګمارل شوي وو.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک ياده سيمه د روزګان ولايت مربوط بولي ځکه يې د پيښي د جزئياتو اړوند څه نه دي ويلي.

سرچينې زياتوي پېښه هغه مهال شوې چې دپوستې قومندان په رخصتۍ روزګان ولايت ته تللی وو.

طالبانو د نفوذي بريد په اړه څه نه دي خپاره کړي خو وايي بېګاشپه يې په البک سيمه کې پر دوو پوستو د بريد په پايله کې ۵ تنه عسکر وژلي او ۵ تنه نور يې له ځان سره اسيران نيولي.

د يادوني ده چې د يادي ولسوالۍ په بوري سيمه کې داخلي او خارجي عسکرو د شپې مهال چاپې وهلي ، موټرسايکلونه يې سوځلي او د سيمي څو تنه اوسېدونکي يې له ځان سره وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x