نړۍ

فرانسه: بريدګرو په کليسا کې د څو تنو تر يرغمل وروسته پادري حلال کړی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمری ۵مه، ۱۳۹۵ل): د فرانسې د پاريس ښار ۱۲۵ کيلومتره ليري شمال لويديځ ته په يوه کليسا کې دوو بريدکوونکو د کليسا زيارت کوونکي او پادري يرغمل کړي .

يرغمل شوي کسان شپږ تنه وو چې د هغو له جملې يې پادري ، زيارت کوونکي او د پادري دوې خوندي وې.

بريدکوونکو پادري حلال کړی.

د فرانسې پوليسو پر خپل ټويټر اعلان کړی چې سيمي ته بايد نژدې خلګ رانشي ، ويډيو او عکسونه وانخلي او ويلي يې دي چې دواړه بريد ګر ددوی له لوري وژل شوي.

د بريد مسؤليت داعش ډلي منلی خو د بريدګرو د هويت اړوند معلومات لا تر اوسه نه دي خپاره شوي.

د فرانسې ولسمشر او د کورنيو چارو وزير د پيښي ځای ته ځانونه رسولي.

څو ورځي وړاندي د فرانسې د ملي ورځي لمانځني په مهال د ټرک موټر په واسطه يو تن ۸۴ تنه ووژل چې وروسته په ټول هيواد کې د دريو مياشتو له پاره بېړنی حالت اعلان شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x