افغانستان

نورستانيان : د دهمزنګ څلور لاري د شهيدانو په نوم نومول په هيڅ صورت نشو زغملای

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمری ۵مه، ۱۳۹۵ل):لسګونه کابل ميشتو نورستانيانو د ولسمشر هغه فرمان چې دهمزنګ چوک به له دې وروسته د شهيدانو په نوم ياديږي مخالفت کړی ، د ولسمشر فرمان يې باطل ، له نفاقه ډک او غير قانوني بللی.

ولسمشر اشرف غني ياد فرمان هغه وخت صادر کړ کله چې د دهمزنګ پر څلور لاري د چاودنو په پايله کې د جنبش روشنايي لاريون کوونکو ۸۲ تنه مړه او ۲۳۱ نور ټپيان شول.

نورستانيان وايي چې ولسمشر په دې حکم سره له ملت سره جفاء کړې.

کابل ميشتو نورستانيانو په غونډه کې زياته کړه چې ولسمشر د شاه د فرمان پر بنسټ د نايب سالار عبدالوکيل خان نورستاني په نوم نومول شوي تاريخي ابدې ته د بل نوم د ورکړي حق نلري.

د نورستان استازې پروين وايي له هزاره قوم سره مخالفت نه لرو خو دا چې ولسمشر د يوه سپاه سالار په نوم ثبت شوې ابده د يو چا د غوصې را کمولو په خاطر په بل نوم نوموي حق نه لري.

نورستانيان غواړي ولسمشر د بل فرمان په صادرولو سره ياد فرمان باطل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

نورستانيان دي د كوته سنگي چوك كي مظاهره راوباسي تر يي دا چوك په نوم شي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x