نظــر

سياسي ائتلافونه

ماته داسي معلوميږي لکه کوچنيان چې کورکي جوړ کړي او لږ ساعت وروسته يې بيا خرابوي، څو ورځي وړاندي ښاغلي محقق په پارلمان کې خپل لړزيدلی کور خراب کی، او له عبدالله عبدالله سره اوس اخته شو چې بل د خټو او يا خاورو کور جوړ کړي، البته کرزی صاحب به يې په يوه لغته ورخراب کړي، که وتوانيدی، کرزی صاحب ستراتيژيک تړون له دي امله نه ځنډوي چې د افغانان پر زيان دی، له دي امله يې ځنډوي چې د امریکايانو لکۍ ورسره بنده وي، خو چګ هيګل پرون اخطار ورکی

څو ورځي مخکې اشرف غني احمدزي هم خپله کوډله خرابه کړه او د خټو او خارو ديوال یې د عبدالله عبدالله په څنګ کې شروع کړی، کرزی يې د کور يو لور ته او عبدالله عبدالله بل لورته دی، دواړه يې په پښو وهي
نن ښاغلي استاد سياف رهبر معظم هم په پارلمان کي خپل نيم نړيدلی د خاورو کور خپله وران کی، او له تورن اسماعيل خان سره يې د کرزي او عبدالله عبدالله په څنګ کې په شريکه د خارو د بل کورشروع وکړه. ده خوارکې ته بيا ټول له خشم څخه ډک دی
که استاد معظم، تورن اسماعيل خان، او ویل کيږي چې دريم به يې جنډال دوستم وي، که دوی سره يوځای شول، درې سره پهلوانان دی، نو خلک به د تره کي ارمان وکړي، مني چې په لومړی ورځ خو دانيم افغانان مړه او نيم افغانستان به وران کړی، نور مو خوښه ده چې دعا ورته کوئ که ښيرا
نن يو بل ښاغلي شيرزی هم په ننګرهار کې نيمه لړزانده جونګړه ونړوله، او خپل د ساعت تيري سامانونه يې ورڅخه راټول کړل، هغه هم غواړی چې داځل د کوچنيانو د درواغو کور په کابل کې د کرزي، عبدالله عبدالله او استاد سياف ترڅنګ د احمدضياء مسعود او انوري په مرسته جوړ کړي، کرزی ته به تر ټولو لومړی هدف ګل اغا شیرزی وی، چې د بهرنيانو په مټ يې کور ورته خراب کړی، او ورته وبه وایې چې دا وار دی نه په کندهار او نه هم په جلال آباد کي پريږدم، البته که په خپله خوښه زموږ په څنګ کې د کور جوړولو څخه تیريږي نو بيا په ننګرهار، هرات، او کندهار کي کار نه درباندي لرم، او
 مزار څخه خو غريب کرزی صاحب هم ويره لري.
په دي څو ورځو کې به قيوم کرزی هم سر راښکاره کړي، داسي معلوميږي چې زلمي رسول، او لږ تر لږه اشرف غني به د قيوم کرزي قرباني شي، حامد کرزی به له زلمي رسول او اشرف غنی څخه وغواړي چې د قيوم کرزي په ګټه له خپلې نوماندي څخه تيرشي، زلمی رسول به يې په ورين تندې ومني، خو اشرف غني بيا کينه ګر او احساساتي دی، ممکن چې يا خو له کرزي سره اړيکې خرابي کړي او يا کومه پټه معامله سره وکړي.
ماته خپل د کوچنيوالي د ساعت تیري وختونه راياد شول، چې د خټو او خاورو کورونه به مو جوړ کړل، يو زورو ملګری به ټول په يوه لغته سره ګډ وډ کړل، دا ټول له امريکا څخه ویره لري، او امريکا به يواځي دهغه چا کور پريږدي چې ددوی ټولي غوښتني ومني، او ددوی اوامرو ته تر بل هرچا مخکې لبیک ووايي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x