
ټولنیزه برخه
زه له څلویښتو کالو نه رزق ورکوم
قاري حکيم الله صابري
ابراهیم علیه السلام ته یو مجوسي راغئ ، ابراهیم علیه السلام ډوډۍ ورته راوړه ، نو پوښتنه یې تری وکړه چی آیا له اسلام سره رغبت لري ! هغه چي دا خبره واوریده نو د ډوډۍ له خوړلو یې لاس واخیست او روان شو.
اللّه جل جلاله ابراهیم علیه السلام ته وحي وکړي چي سره له دې چي دا مجوسي د څلوښت کالو راهیسي کافر دئ بیا هم زه رزق ورکوم او ته غواړې چي په یو ځل رزق ورکولو سره یې مسلمان کړي ..!
وروسته ابراهیم علیه السلام د هغه په لټون پسی ووت ، کله چي ورسره مخامخ شو نو هغه ته یې کیسه بیان کړه ، هغه چي دا کیسه واوریدل ډیر یې وژړل او اسلام یی قبول کړ .
(مجمع النوادر صـــ295)