ادبي لیکني

افغان کډوالو رب مو مل شه!!مشفق حريت مل

مشفق حريت مل

سخته ګرمي ده

هغه نازک نازک خلک بيخي له خپلو خونو څخه نه راوځي

ځکه چې بيا يې ګرمي کيږي او تکليف ورته رسيږي

په خونو کې يخې هوا ته ناست وي

او د خپل عيش ژوند يې خپل کړی وي

ښوونځي هم د ګرمۍ له امله رخصت دي

ځکه چې ماشومان نه شي کولای په ډیره ګرمۍ کې زده کړې وکړي

هر چا له ګرمۍ څخه د دفاع له پاره چمتو والی نيولی دی

څوک د ګرمۍ له امله د چينو په يخو اوبو کې پراته وي

او څوک بيا د ګرمۍ له سختیو يخو وطنونو ته لاړ دي

خو………

يو سپين ږيری سړی او څو تنه ځوانان

په ګردو خړ د خپل کور د بامونو په سر ولاړ دي

بيلچې او کولنګان ورسره دي

او د خپل کور له بامونو څخه خاورې لرې کوي

سپين ږيري بابا په خپل څادر ملا تړلې ده

او د بدن جامې يې له خولو څخه داسې اوښتي

ته به وايي چې په ځان يې اوبه اړولي دي

خو دا اوبه نه دي مګر د ستړي بدن خولې دي

د کور ملنګانې ميرمنې په خپل انګړ کې لالهانده ګرځي

او د خپل کور هغه زاړه او د غريبۍ لوښي راټولوي

هغه لوښي چې له سابو او الوګانوپرته يې په کې بل څه نه دي خوړلي

د کور کوټې او ابادۍ ونړېدې

نور هيڅ سيوری نه دی پاتې

ماشومان د دیوال سوري ته ناست دي

سپين ږيري پلار په خپلې کوچنۍ لور غږ وکړ

وا نجلۍ فلانۍ…….

بچۍ لږ اوبه خو راکړه چې سخت تږی شوم

لور يې په منډه له پلاستيکي ترماس نه اوبه ورکړې

پلار يې اوبه وڅښلې او اه يې له خولې وويست

دا خو ډيرې تودې دې ځویه……..!!!!

بيا يې خپل کار ته دوام ورکړ

کور يې په چې ونړاوه لرګي او سامانونه يې تيار کړل

په موټر کې يې واچول

د موټر سر ته وخوت او خپل بچیان يې هم پورته کړل

او د يو ټاکلي خو نامعلوم سفر په لوري يې پیل وکړ

د تورخم په پوله ور واوښت

د موټر له سره يې بيرته شاته راوکتل

په شونډو يې څه وخوځېدل

بيا يې اسمانه ته سر پورته کړ

او لاسونه يې لپه کړل

خو داسې ښکارېده چې

په خپل خواږه هيواد کې  د الله ج څخه د ښه ژوند دعاګانې غواړي

هغه هلته نه ځمکه لرله

نه يې کور او نه يې هم پیسې لرلې

له ښار نه لرې يې په يوه دښته کې واړول

د نورو همدغه شان خلکو تر څنګ ده هم خيمه ووهله

او خپل ژوند ته يې دوام ورکړ

سهار به ښار ته تلو او خپلو بچيو ته به يې نفقه ګټله

کله به په ښار کې څه مزدوري وشوه کله نه

ماښام به بيرته راته او په دې خيمه کې به يې ژوند تيراوه

وختونه ډير تير شول

مګر هيچا ددغه افغان کډوال پوښتنه ونه کړه

خو د هغه همدا يوه هيله وه

چې سر پناه ولري

که د سرپناه ځای ولري نو ژوند به يې ډیر ښه شي

خو مودې وشوې چې دا بابا د سرپناه د غوښتلو

او حکومت  کډوالو ته د سرپناه د ورکولو خبرې کوي

مګر په دغو دواړو کې تر اوسه هيڅوک هم

د خپل هدف په ترلاسه کولو کې بريالي شوي دي

خو يوازې فرق دادی چې

حکومت د قصرونو په منځ کې يخو اطاقونو کې ژوند کوي

او دغه افغان کډوال د دشتو سره لمر ته

تر يوه ترپال لاندې سختې ګرمۍ ته

په نهاره ګېډه

له خپلو بچيانو سره ژوند تيروي…….

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close