چارواکي : د داعش ډلي نظامي مرستيال وژل شوی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمری ۵مه، ۱۳۹۵ل):حکومتي چارواکي په ننګرهار ولايت کې د داعش ډلي د نظامي مرستيال د وژل کېدو خبر ورکړی.

د داعش ډلي نظامي مرستيال سعد امارتي له خپل دريو ساتونکو سره د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ په کلای سنګي سيمه کې وژل شوی.

ويل کيږي نوموړي وړاندي د طالبانو په ليکو کې جګړه پر مخ وړل خو وروسته له داعش ډلي سره يوځای شو.

حکومتي چارواکو په ننګرهار ولايت کې د داعش ډلي په وړاندي عمليات پيل کړي او ډېر ځله د زيات شمېر داعشيانو د وژل کېدا خبرونه خپروي.

نن د ننګرهار ولايت سيميزو چارواکو له کوټ ولسوالۍ څخه د داعش ډلي د بشپړ ورکېدا او د ۱۲۲ تنو وژلو ادعاء کړي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې د داعش ډلي د نظامي مرستيال د وژل کېدا تر څنګ وايي په اچين ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري ۲۲ تنه داعشيان ژوندي نيول شوي.