fbpx
bagram jail

د بګرام محبس بیګناه زندانیان!

نن ټکی آسیا – سرمقاله: د بګرام زندان  د دوسيو څیړلو لپاره د ټاکل شوي پلاوي په څيړنيوکې ویل شوي  چې د نوموړي زندان  د۵۱۹ زندانیانو له څیړل  شویو دوسیوڅخه  د دې بندیانو ٤٣٣ کسان پرته له هیڅ جرم له تیرو ۱۲ کلونو راهیسې په بند کې پراته دي.

دغه احصایه یواځې دبګرام محبس  دزندایانو په اړه تر سره شوې ، دهیواد په ولایتونو کې د امریکایانو او نورو بهرنیانو په بیلابیلو سري محبسونو او د افغانستان دڅرخي پله  په لوي محبس کې  داچول شویو زندانیانو دوضعیت په اړه  لا تر اوسه هم  هیڅ معلومات نشته .

په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو دسري محبسونو او همداراز دکابل ادارې  په اړونده  زندانونو کې د محبوسینو  د ناوړه وضعیت او له هغوئ سره  د چارواکو له خوا د ترسره کیدونکي غیر اغلاقي چلند په اړه په سلګونو ځله  د بندیانو لخوا  دنه خوړلو  اعتصابونه  او ډیر ځله  دهغوئ له لوري  د اعتراض په توګه  پاڅونونه هم شوي چې  د امنیتي ځواکونو له لوري  یې دقانوني غوښتنو د منلو  په ځای  د وسلې په زور  دهغوئ د خاموشه  کولو هڅه شوې.

د بندیانو د اعتصاب وروستې پیښه د هرات ولایت  د عمومي محبس د۲۳۷۰ بندیانو ورځنی اعتصاب  دی چې په ترڅ کې  ۲۵ کسانو تر مرګوني حالت پوري دنه  خوړلواعتصاب ته دوام ورکړ .

دهرات دبندیانو اعتصاب او دهغوئ غوښتنې دبشري حقونو کمیسیون  هم قانوني بللې   وې او دهرات  ولایت له چار واکوڅخه یې غوښتنه  کړې  چې دهغوئ  قانوني غوښتنې ورپوره کړی .

تر هرات له مخه  ورته  پیښه  دفراه ولایت په عمومي محبس کې  هم  رامنځته شوې وه چې په ترڅ کې  یې د دې  محبس بندیانو د خپلو بشري حقونو  د ترلاسه کولو  او په ناقانونه توګه  د هغوئ په بندکې ساتلو په خلاف   پاڅون کړی وه .

د هیواد په زندانونوکې  له تیرو دولسو کلونوراهیسي  هم دبهرنیانو او هم دکابل ادارې  دامنیتي او عدلي چارواکو له لوري  داسې ناوړه چال چلند کیږي  چې په اړه   یې دبشري حقونو دساتنې نړیوالې کمیټې  (Human Rights ) اونورو  بشري سازمانونو په ځلو نو خپل رپوټونه ترتیب کړي او دبندیانو په حال یې اندیښنه ښکاره کړې ، خو تراوسه پوري نه دبهرنیانو او نه  هم دکرزي ادارې له لوري  د دغو سازمانونو دغوښتنو په اړه څه  مثبت اجراآت ترسره شوي .

دبګرام دمحبس دزندانیانو  د دوسیو څیړلو په غرض چې د پلټنې پلاوي کومې  وروستۍ څیړنې کړې  او دهغوپه ترڅ کې ۴۳۳ کسان بیګناه ثابت کړي دهغوئ په اړه هم تراوسه  دا پریکړه نه ده شوې چې هغوئ به نور له محبسه خوشي کیږي او که به نورهم  دقانوني مراحلو دطي کولو په غرض تر نامعلوم وخت پوري په زندان کې ساتل کیږي .

اوداځکه چې  دغه نتیجه  به  دپلټونکي پلاوي د یوې څیړنې په توګه  بهرنیو ځواکونو او دکرزي ادارې  ګډ هیأت  ته وړاندي کیږي ، او دبندیانو  دخلاصون  او یا په بندکې پاتي کیدلو  وروستی حکم به دهغوئ لخوا صادریږي .

په دغه حکم  کې به بیا هم  د ببګناه ثابت شویو بندیانو دهغو تلف شویو حقوقو په اړه  هیڅ  قانوني معاوضه  په پام کې نه نیول کیږي  چې  دا  څوکلونه  یې  بغیر له کوم  قانوني جرم څخه  په اسارت کې تیرکړي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د