نظــر

له ازادۍ سره د غازي مرکه – (د پام وړ)

ازادي هغه ارزښتناک اوبې مثاله نعمت دی چې دخپلواک اوسرلوړي ژوندټول  دارومدار  ددې نعمت  تر شتون اونه شتون پوري اړ ه لري ،که ازادي وي  نو په ژوند کې خوندهم وي، اوکه ازادي نه وي نو بیا ژوند د یوه عذاب بل نوم دی .

کله کله اشخاصو  دازادۍ له برکته د قومونو او ولسونو حیثیت ترلاسه کړی ، او هم قومونه او ولسونه  د هغې د نشتوالي له امله هيڅ اهمیت نه لري.

ازادي هغه ښکلې او قدرمنه معنی ده چې سر لوړي ولسونه خپل ټول ماديات ترهغې قربانوي ، ازادي هغه ښکلې او پتمنه لیلا ده چې د ویښو  او خپلواکه  ولسونو میړونه دهغې دپالني او ساتني په لارکې له خپلو  سرونو تیریږي .

آزاد خبریال  (غازي) له مودو مودو  راهیسي لالهانده ګرځېده ترڅو  آزادي وویني ، اومرکه  ورسره وکړي ، په هغې پسې یې ډیر ښارونه، غرونه، هیوادونه او نظامونه ولټول، او دا دی په پای کې وتوانید چې له هغې سره  په یو داسې ځای کې وګوري چې نوم یې دامنیتي شرایطو له امله نشو څرګندولای، او له هغې سره یې دغه مرکه کړې چې ستاسو مخې ته یې ږدو:

غازي :په پیل کي که مهرباني وکړئ اوخپل ځان لوستونکو ته  معرفي کړئ .

آزادي :مننه !دځان دمعرفي خبره دې ښه وکړه، ځکه چې زه اوس په مسلمانه ټولنه کې یو ناپیژندل شوی اومجهول مفهوم کرځیدلې یم،ډیره موده وشوه چې چا ډیره نه یم لیدلې،له خلکو هیره شوې یم،ځکه مې څوک ډیره نه پیژني .که څه هم چې پخوا زه دمسلمانو ولسونو اوقومونو  ترټولو مشهوره پیژندګلوي وم .
زمانوم آزادي ده،زه په اصل کي یوه معنی یم ،خوکله کله په ژوندون کې مادي بڼه هم غوره کوم،زه اوآدم علیه السلام دواړه په یوه کال پیداشوي وو،وطن مې دزمکي پرمخ کوم خاص هیواد او سیمه نه ده،بلکې  زه هرچیرې اوسیږم،خو له ویښواو میړنيو ولسونو سره. او چې په هرځای کې زمکه راباندې تنګه شي اوخپل راته پردي شي،نوبیا هغه ځای پریږدم،اوبل چیرې ولاړه شم .
 زمااو دانسان ترمنځ فرق دادی چې هغه په خوراک  څښاک پایي،خوزه په غیرت،سرښندنې اوقربانۍ،هغه مري، خوزه مرم نه بلکې کمزروې کیږم، اوبیاشکل بدلوم .

غازي : د شکل له بدلولو څخه مو مطلب څه دی؟

آزادي :یعني که لویه یم نو وړوکې شم ،که په ژوندکې په یوې مادي بڼې  بدله شوې یم ، نوبیا بیرته  معنی شم،که مې حکومتونه  وشړي اویا مې دتړلوکوښښ وکړي،نو بیا دکوم  دردمن  با احساسه خوعظیم انسان په مغزوکې ترې ديو څه مودې لپاره پټه شم،اوهماغلته دهغه دفکر په دنیا کې خپله پاچاهي کوم . هغه دردمن با احساسه عظيم انسان دومره مست اوسرشاره کړم  چې دټولې دنیا زورور ورته کمزوري ښکاري. هغه دومره مست اوپیاوړی شي چې نه یې زولنې ایسارولی شي،اونه يې زندانونه عزم سستولی شي .

غازي :خلک خو تا په ښارونو کې لټوي، خو ته دلته په غرنو کې اوسېږې، موږ ددې مرکې لپاره په تا پسې ډیر ښارونه او ډيرې ماڼۍ ولټولې، خو هلته مو ونه لیدې،که زموږ لوستونکو ته  پدې هکله څه ووایاست ؟

آزادي : ډیره موده وشوه چې ما ښارونه اوقصرونه پرې ایښي دي،ځکه زه هلته دمسلطو خلکو نه  خوښېدم،زما د له منځه وړلولپاره یې ظالمانه قوانین جوړکړي ول،اوچې قوانینو یې هم زه ورکه نه کړای شوم ،نوبیا یې زما  د له منځه ورلولپاره پردۍ لښکرې راوغوښتې،ناتارونه اوتاړاکونه یې جوړکړل،زما ډیر پلویان یې ووژل ،اوډير نور یې دتورو تمبوشاته بندکړل،ما هم دښارونو ژوند پرېښود،او له ماڼیو راووتم،ځکه چې  پر زړه مې نه اواريده   چې لکه ددربار وینځه په ماڼیوکې دجابرانو اومستکبرانو په خدمت کې واوسم،او دهغوئ دهوسونو قرباني شم، نو دامې ښه وګڼله چې دکوه قاف دښاپیرۍ په څېر غرونو ته پنا یوسم .

غازي: پوښتنې خو مي نورې  هم ډیرې  دي چې وروسته به یې در څخه وکړم، خو ته اوس دا راته ووایه چې ته خو ماشاء الله  ډیره ښه پښتو وایې! ، دا دې چیرته زده کړېده ؟ او بل دا چي نورې دې کومې ژبې زده دي ؟

آزادي :پښتو خو مې په افغانستان کي زده کړې ده ،زه ډیره موده په افغانستان کې اوسیدلې یم،په سلګونوکلونه مې له افغانانوسره تېرکړي دي،زه دافغانانو دومره خوښه وم چې خپلې په لکونو ککرۍ به يې زما دساتنې او پالنې په لاره کې قربانولې. ما دهغوئ ټولې ژبې زده کړې دي،خو پښتو مې ځکه ښه زده کړې چې پښتنو به له ماسره بېسارې مینه درلوده. خو پدې وروستيو وختونوکې په دوئ کې هم  ځينې خلک پيدا شول چې (سيکولر) يې بولي،دوئ ډير بې غيرته  او بې دينه خلک دي،او له ما سره یې سخته دښمني ده. زه تر دغه څو کلونو دمخه هم په افغانستان کې له افغانانو سره اوسیدم خو…

غازي : نو بیا څه در پېښ شول ؟

آزادي : آه،خپلواکو مجاهدو افغانو زه دخپلو وینو په بیه وساتلم،خوپه دوئ کې یوڅو نا اهله اوغلام صفته خلک چې له ماسره یې فطري دښمني درولوده،او زه  یې په  افغانستان کې نه شوم زغملای،نو لاړل اوله غرب څخه يې زماتاریخي دښمنان  (دصلیبي جګړویرغلګر)راوبلل، هغوئ ټولو زما په خلاف  نړیوال ایتلاف جوړکړ،او زما په ضديې یوه بې رحمه جګړه پیل کړه. ددښمن لښکرې،وسلې اوجنګي وسا‌ئل دومره ډير ول چې زما پلويانو دسختو جګړو او بېساريو قربانيو په ورکولو بيا هم ديرغل مخه ونه نيولای شوه،دسختوجګړو او دزرګونو کلکريو تر قربانیدلو وروسته  زه بيا له خپلو څو محدودو پلويانو سره  هماغو غرونو ته وختم  چې څوکاله دمخه ورڅخه راکښته شوې وم .يو څه پلويان مې خائنان او غداران وختل،هغوئ چې يو وخت يې ځانونه زما دپلويانو مشران او رهبران ګڼل، خو دامتخان په ورځ په ډيرې بېشرمۍ ددښمن په صف کې ودريدل .
دنورو ژبوپه هکله به درته ووایم چې  زه په عربي،چیچنیایې،کشمیري،ازبکستاني،اودقوقاز په ځینونورو ژبو هم پوهیږم،خو ترټولو زیاته مې عربي ژبه خوښه ده،هغه چې ما له محمدصلی الله علیه وسلم،ابوبکر الصديق، عمربن الخطاب،خالد بن الوليد او نورواصحابانو رضي الله عنهم څخه  زده کړې وه،او لاتر اوسه عربان ورباندې خبري کوي.په عربۍ کې مې بیا دفلسطین،عراق،يمن او دسوريې دخلکو لهجې ډیرې  خوښې  دي. خو دخليج او مصر دهېوادونو لهجې هېڅ خوند نه راکوي،ځکه چې هغوئ عربي بيخي ډيره خرابه کړې ده،او انګریزي ټکي يې ډیر ورکې ګډ کړي دي .

غازي : تا خو د نړۍ  ډیر ولسونه او قومونه لیدلي او ورسره پاتې شوې یې، او ډیرو ولسونو ستا تر بیرغ  لاندې د سر لوړۍ ژوند تېر کړی دی،که دا راته  ووایې چې ته څنګه حاصلیدای شې؟ او یا په بل عبارت ستا او د ولسونو تر منځ په کومو شرایطو د یو والي او يو له بل څخه د دفاع ستراتيژیک تړون را منځته کیږي ؟

آزادي : دادې  ډیره ښه پوښتنه وکړه،ځکه چې له مسلمانو ولسونو څخه اوس زمالاره  ورکه شوې ده،او له ماسره دتعامل طریقه ورنه هیره شوې ده. زما دراتلو لاره  یوه  وي خو دوئ پربله زما دراتلو انتظارباسي .پدې هکله باید درته ووایم چې لومړۍ خبره خوداده چې زه چاته په خپله نه ورځم ،زه هغه وخت ورځم چې دوئ مې وغواړي، اوهغه ملت ته خو له سره ورځم نه  چې تر ما یې غلامي خوښه وي .
دویمه خبره داده چې زه هغه وخت یوه ملت ته ورځم چې په زرګونو اولکونو ځوانان  یې له تورو  او ټوپکو سره دجهاد اوقربانۍ په څپاندو ولولو زما دراتلو پرلارې  په استقبال راته ولاړوي ،او ديته  تيار وي  چې  دهغو خلکو سرونه ورغوڅ کړي چې دوئ ته مې له ورتللو ايساروي  .
اودریمه خبره داده چې ولسونو ته په یوه شرط ورځم،اوهغه  داچې زما دساتني اوپالني  په لارکې به له ټولو مادي ګټو تیریږي. زه باید ورته تر ټولومادي مصلحتونو ګرانه او محترمه واوسم .هغه خلک چې ترما ورته خپل ځانونه،مالونه او دنیا ګرانه وي هغوئ کله هم مانشي ساتلای،اوکیدای شي چي په ډیره ارزانه بیه مې خرڅه کړي،او يامې لاس تړلې دښمن  ته  وروسپاري. اوکه  په لنډو یې درته ووایم  نو هغه داچې :زما دحاصلولو وسیله هم جهاد اوقرباني ده،او دساتلو ضامن مې هم جهاداوقرباني ده.اوهر هغه ولس چې دجهاد او قربانۍعزم او روحيه نه لري ، زه له هغه سره هيڅ تړون  اوتعامل نه کووم .

غازي : ځیني خلک خو کوښښ کوي چې تا د جمهوریت، ډیموکراسۍ، انتخاباتو، فرهنګي مبارزې، دعوت او دېته ورته  وسیلو له لارې حاصله کړي،که دا راته ووایې چې ته لدې لارو هم  راځې؟

آزادي  : لکه مخکې مې چې درته  وویل زما دحاصلولو یوازینۍ لار  جهاداوقرباني ده اوبس.البته دغه نورې ټولې لارې څوکۍ،منصب،شهرت،تنظیم جوړولو اوسیاسي مصالحو ته درسیدولاري دي،خوهیڅکله  له دغو لارو ما نشي حاصلولای . دغه لارې  ټولې دځان او خلکو دتېرايستلو لارې دي، بلکې داټولې هغه لارې دي چې غلو،ټګانو، په مسلمانانو کې دغرب ملګرو،سست عنصره اوخېټه ورو ددين په نامه تجارت کوونکو او دامريکايي اسلام پلويانو خپلو اهدافو او خوندونو ته  درسيدلو لپاره جوړې کړې دي .  
غازي صیب !ددې لاروپه هکله به زه خپلې څوترخې  تجربې درته  تيرې کړم،کیدای شي له هغوڅخه  ددغوو لارو  دافادیت څومره والی درته معلوم شي. زه به خپل دسترګولیدلی حال درته ووایمواو هغه داچې: پدې نږدې ماضي کې یوځل دشمالي افریقا دیوهیواد(الجزایر)خلکو زه دانتخاباتواو ډیموکراسۍ له لارې وردعوت کړم،په ډيره مینه،اخلاص او ولولو  په ملیونونو خلک زما استقبال ته راوتلي وو،زماد راتګ یې په لسګونو کلونو انتظار ایستلی وو، په سلګونو ملیونه پیسې یې هم زما دراتلو لپاره مصرف کړي وې. ښځې، نارینه، ځوانان او زاړه  ټول زما د راتلو پر لاره داستقبال لپاره راته ولاړ  ول ، خو افسوس چې دغه ټول خلک په تشو لاسونو او له وسلې پرته  هسې دبوتانو په شکل ولاړول.
څنګه چې زه له خپلو ملګرو (عزت ،افتخار، خوشحالۍاو سرولړۍ ) سره ددوئ داستقباليې قطارونو ته په وررسیدوشوم،ناڅاپهیوقیامت جوړشو،له هرې خوا وسله وال سړي چې خبري یې دوطن دخلکوپه ژبه کولې خو دریشۍ اونشانونه یې پردې ټومبلي ول،له موږ راتاوشول،دا په ملیونونو خلک یې ټول یوه خوا اوبله خوا سره ترغه په ترغه کړل،څوک یې ووژل،اوڅوک یې وتړل،ځینې یې ترپښولاندې له خارو سره خاورې کړل،او ځينې يې لاس تړلي زندانونو ته بوتلل. يوازې یو څو تنه ترې په تيښته  خلاص شول .
غازي صيب! ډير بدحالت وو،هره خواچیغې اوکوکارې  پورته کیدې،نارینه له خپلوښځو ورک شول،او ښځې له خپلوسړیو او اولادونو، مسلحو غدۍ والو زما داستقبالیې لپاره ټولې ښايسته کړل شوې او رنګينې دروازې ونړولې،بیرغونو ته یې اور وراچاوه.هیچا ورته  څه نشو ویلای،ځکه چې له خلکوسره وسله او ددفاع  هيڅ وسیله نه وه،که به چا دڅه ويلو جرأت کړ نو سمدستي به یې سترګې ور وتړلې او په ډبولو او ښکنځلو  به یې نامعلوم لوري ته روان کړ. دريشۍ والا ټوپکوالو  زما استقبال ته دراوتليو خلکو مشران  دبغاوت په جرم په زندانونوکې واچول،اوکشران یې لکه یتیمان دبل درته محتاج اوحیران کړل .
غازي صيب! که دغه خلک مسلح وای،او دمقاومت توان یې لرلی، نوهیڅکله به هغو څو لنډغرو دغه قیامت ورباندې نه وای جوړکړی .

غازي : ښه! نو تا ته بیا څه درپیښ شول ؟

آزادي :مامخکې هم درته وویل چې ما څوک وژلی نشي،هماغلته مې فوراً خپل شکل بدل کړ،اوغرونو ته مې مخه کړه، څه موده وروسته بیا دترکیې خلکو د)نجم الدين اربکان( په مشرۍ دعوت راکړ،ما ورڅخه ددفاع اومقاومت دوسائلو پو ښتنه وکړه ،هغوئ  راته وویل چې اوس دې شیانوته ضرورت نشته،موږ اوس دشلم قرن په پای کې اوسیږو،او د اروپایانوګاونډیان یو،له هغوئ مو ددیموکراسۍ،عدالت، اوتمدن اصول اواخلاق زده کړي دي،دلته نور دوسلې استعمال اوجګړې ته ضرورت نشته،او زموږ پوځيان هم نور هغه د(کمال ايتاترک) او (عصمت اينونو) لنډغر بې دينه بدمعاشان نه دي، زموږ ډير احترام کوي،او تا ته هم ډير ډير په درنښت ګوري .

غازي صیب !دتخیل په دنیاکې یې له الفاظو داسې رنګین جنت راته جوړ کړ چې تابه فکر کاوه چې دکوم ريښتيني واقعیت حکايت درته کوي.ماچې دهغوئ دامنظمې او خوږې خبرې واوريدې نو يقين  مې راغی چې دوئ لکه چې رښتيا هم په دعوت باندې ترکيه فتح کړې ده.

خوغازي صيب ! کله  چې ورغلم هماغه دالجزایر ناورین  بیا تکرارشو، او دوئ راته په شرمو وشرمیدل. اوداچې وروسته يې بيا ماته دغړولو سترګې نه درلودې،نولاړل  په اروپا ورننوتل،او دادی اوس د (ناټو ) په صف  کې دمسلمانانو په خلاف ولاړ دي .

غازي صيب! زه نه پوهیږم چې ددې زمانې خلک ولې زماپه اصولوځان نه پوه کوي او د ورتګ بلنې راکوي ؟!

ددرېیم ځل لپاره دمصر خلک په څه خبره دخپل بوډا فرعون (حسني مبارک) په خلاف راپورته شول،څه  واضحه دعوی او آجنډا یې معلومه نه وه،خو ښځې او نارينه ټول سړکونو ته راوتلي ول،چا به ګډاوې کولې او سندرې به یې ويلې،چا به ګډوډ شعارونه پورته کول،چا به الله اکبر او نور اذکار او تسبيحات زمزمه کول،چابه ډیموکراسي ډيموکراسي چيغې وهلې،خو چې دلمانځه وخت به راورسيد نوکوم (ږيره خريلی پتلون پوش) به یې مخکې کړ اوټول به ښځې اونر په چوکونو اوسړکونو کې ورپسې ودريدل.عجيبه حالت وو،هيڅ نه معلوميده چې دوئ اسلامي حکومت غوښت ،او که يې ډيموکراسي غوښته،ټولو به (آزادي آزادي)  ډيره ويله، خو معلومه نه وه چې له (چا) او (څه شي) آزاديدل غواړي؟

دمصريانو پدې ګډوله پاڅون کې يو ډول خلک راپورته شول چې ځانونه يې (نړيوال اسلامي حرکت) بلل، دې خلکو په همدې غوغا کې زما په نامه د(آزادۍ او عدالت) ګوندجوړ کړ،دوئ هم داسلام او اسلامي حکومت خبره چندان په زغرده نه کوله،خو د(ډيموکراسۍ) او (قانوني دولت) چيغې به یې په واز کومي وهلې. غازي صيب !دې خلکو زه مصر ته وردعوت کړم، ما هم چې ددوئ مسلسلې مظاهرې، ګرمې ولولې او دآزادۍ په نامه ګوند ولید نو ورغلم،خو داچې دالجزائر او ترکیې ترخې تجربې مې په ياد وې، نود(نړيوال اسلامي حرکت) له مشرانو مې دجهاد دتياري او ددفاع دوسائلو په هکله وپوښتل،هغوئ راته وويل : داخبرې مه کوه چې خلک به دطالب او القاعدې ټاپه راباندې ووهي،او بیابه مو دغرب هېوادونه او نړیوالې مؤسسې او بانکونه تأييد نه کوي. ما چې هرڅو ورته وويل چې ماته دا بېرحمه پردي پالونکي جنرالان او بېدينه سیکولر اوغرب پلوي سياستمداران رامعلوم دي،هغوئ مې له تاسې سره نه پریږدي،خودوئ به هرځل دوسلې له ضرورته انکار او په ډيموکراسۍ ټينګار کاوه،او ويل به يې چې موږ به دمنبر،راډيو،تلويزون او فرهنګي مبارزې له لارې دفرعون له ملګرو جنرالانو داسې مجاهدين جوړ کړو چې هم به مصر آزاد وساتي،اوهم به فلسطين آزاد کړي، اوهم به دوئ زموږ د(ډيموکراتيک اسلامي حکومت) داسې مجاهدين شي چې دافغانستان،عراق، سوريې او صومال له (سخت دريزو ترهکرو) به ډير غوره وي.

غازي صيب! ما که هرڅو ورته وويل چې دفرعونانو پوځونه چې دغرب ابليسانو روزلي دي ټول سره يو دي، او زما او داسلام دښمنان دي،خو دوئ به راته ويل داخبرې مه کوه چې پدې خبرو زموږ (ملي وحدت) ته صدمه رسيږي.

حقيقت داوو چې دوئ به خپله هم دفرعون له پاتې شونو جنرالانو ويريدل،خو ماته به یې په درواغو اطمينان راکاوه،بالآخره يوه ورځ هماغه فرعوني جنرالان چې دوئ داسلام او وطن سپاهيان بلل په همدوئ پسې راپورته شول،ددوئ مشران يې ټول په زندانونوکې واچول،اوکشران یې ورته دسړکونو پرسر او په مسجدونو کې په زرګونو ووژل، او بيا يې  دهغوئ مړو ته اور  هم ورواچاوه.

دې غوليدليو هم ځان تيرويست، او هم يې زه تير ويستم. اوس مې نو پوخ تصميم نيولی چې نوربه نه ددغه ډول خلکو په دعوو او ويناوو باور کووم،او نه به هم کله ددوئ وطنونو ته سر ورښکاره کړم. دوئ خو هسې هم دزولنو او زندانونو معتادان دي،خو زه يې په شرمونو وشرمولم.     

غازي : محترمې ازادۍ !موږ خو ډیر ځلې له خلکو دا هم اورو چې په غرب کي ډیره آزادي ده ، او حتی چې غربي مشران ځانونه د آزادۍ اتلان بولي، او هر وخت دا دعوه هم کوي چې هغوئ به دنړۍ نورو ولسونو ته هم آزادي وربښي، خو پدې نه پوهیږو چې ته اوس رښتیا هم په غرب کې له غربیانو سره یې؟ او که د هغوئ په مقابل کې د ولاړو مظلومو ولسونو په طرف کې یې؟ که په دې هکله لوستونکو ته یو څه وضاحت وکړې ؟

آزادي :غازي صیب !داپوښتنه دې رښتیاهم ډیره مهمه ده،ځکه چې نن ورځ خو دغرب میډیا تقریبا دټولونړیوالوذهنونه تسخیرکړي دي،او چې هرڅه وغواړي هغه ته درښتیا اوحقیقت بڼه ورکوي،اوپه دومره پراخه پیمانه یې تبلیغوي چې له چاسره یې دتکذیب اراده هم پاته نشي. غربي میډیا داخبره رښتیاهم دډیرو خلکو ترغوږو رسولې ده چې په غرب کي ډیره آزادي ده،خو مسلمانان بایدپوه شي چې هغه زه (آزادي )نه بلکې یوه بله ازادي ده،هغه له دین او ديندارۍ څخه آزادي ده،هغه له اخلاقو اومعنوي ارزښتونو څخه آزادي ده،هغه له شرف اوحیاء څخه آزادي ده،هغه له انساني ترحم اوعاطفې څخه آزادي ده،هغه له اصولو قوانینو،عادلو تړونونو اومیثاقونو څخه ازادي ده.هلته لور له پلارڅخه ازاده ده،ښځه له خپل خاوندڅخه ازاده ده،فحشاء. اخلاقي فساد،همجنس بازي اوقمارله محاسبې اوپوښتني څخه آزاد دي.هلته انسان ته مطلقه آزادي ورکړل شوې چې په هرډول چې غواړي له انسانیت څخه  ووځي  وتلی شي ،اوهېڅوک یې دانسانیت په ضوابطوکې بند نشي ساتلی،او ان تردې چې هلته دا آزادي هم شته چې دبرطانیې د ولیعهد میرمن دې له بل چاسره دخپلو جنسي اړیکوخبرې دملت په واړندې په تلویزیون کې هم وکړي. تردې ورتېره دا آزادي هم شته چې نارینه دې له بل نارینه سره واده وکړي، اوقانون دې دهغوئ دحقوقو دفاع اوساتنه وکړي،او دمسيحي کليسا (پادري) دې څه اعتراض هم پرې ونه لري،ځکه چې هغه په خپله ډير هغه واړه ماشومان دخپل هوس ښکار کړي وي چې کورنيو يې دديني زده کړې او دبرکت دحاصلولو لپاره (مقدسې کليسا!!!؟) ته ورليږلي وي.

او داخبره چې هغوئ غوواړي نورو ولسونو ته آزادي وروبښي،داهسې يوه ددرواغو دعوی ده،ځکه چې همدغو غربيانو یووخت تقریباً دنړۍ دنیمواوسیدونکو(ریښتني )آزدي سلب کړې وه،دهغوئ هیوادونه یې استعمارکړي ول،اودخلکو هرڅه یې دخپل ځان ګرځولي وو. خو کله  چې ولسونو دخپلې تورې په زور هغوئ تیښتې ته اړکړل، او له خپلوهیوادونو یې وشړل، نو بیا یې دولسونو دبیا غلام ګرځولو لپاره داډنډورې وغږولې چې موږ نور ولسونه ازادوو.

دهغوئ دازادۍ بښلومثالونه خوتاسې خپله په خپل هیواد افغانستان اوهم په عراق کې  ولیدل چې څومره خلک یې دژوند له قيده آزادکړل؟ څومره یې بې کوره کړل؟څومره میندې یې بورې کړې؟څومره ماشومان یې یتیمان کړل؟هغوئ په حقیقت کې هیوادونه له خپلو اصلي اوسیدونکو آزادوي،دهغوئ له ملي حاکمیت څخه یې  آزادوي،او بیایې یا عملا په خپله اداره کوي،او یایې خپلو روزل شويو غلامانو ته ورسپاري.نو زما او دغربي آزادۍ ترمنځ باید فرق وپيژنئ ،زه دسعات سرچینه یم ،اوهغه دبدبختۍ کنده .

غازي : تاسو مخکې وویل چې ډیر وخت له افغانانو سره پاتې شوې یاست، له افغانانو سره ستاسو د تجربې حاصل څه شی دی ؟

آزادي :اکثره افغانان ډیر میړني خلک دي، خو په افسوس بايد ووايم چې پرما مین دي،خوقدرمې نشي کولای،کورته مې رابولي،خو پاللی مې نشي،زما لپاره له ډیرو شیانو تیریږي،خوله مشرۍ اوزعامت نه خپلو منځونوکې يو بل ته نه تیریږي.دراتلوانتظارمې ډیرکوي،خوچې  ورته ورشم نو بیاراځیني په نورو شیانومشغول شي.

 اوپه افغانانوکې ځیني داسې خلک هم شته چې ته به وایې ددوئ  خټه دغلامۍ په اوبو لمده شوې ده.که انګریز راشي هم دوئ  به یې غلامان وي،که روسان راشي هم دوئ به یې غلامان وي،که امریکایان راشي هم دوئ به یې غلامان وي. دغه ډول خلک  په افغانانوکې لږ دي،خو ډیر زرنګ اوچالاکه خلک دي،له هرې  زمانې سره ځان برابروي،کله د(مقاومت سنګرداران) شي،اوکله بیا د(دډیموکراسۍ قهرمانان ). خو داخلک  بیا ډیر ژر له منځه ځي .
یوکار چې افغانان په مجموعي  ډول ورکې تر نورو ولسونو غښتلي دي،هغه دادی چې زما دحاصولو  په لاره کې له قربانۍ اوسرښندنې نه ستړي کیږي،هرنسل یې تر هغه پخواني نسله دلویو حماسو زیږونکی او دبدلونونو راوړونکی  وي .

غازي : ستا په اړه مې يوه بله تاريخي پوښتنه په ذهن کې وه چې ما ويل په خپله به يې تاڅخه کووم،او هغه داچې ځينې (سيکولر) افغانان دعوی کوي چې هغه مخکې ځل افغانستان ته  ته (امان الله خان) راوستلې وې،او ستا دراوستلو افتخار هم دهغه په نصيب شوی وو،تا خو به هغه وخت هرڅه په خپلو سترګو ليدلي وي، که دا راته ووايې دا خبره څومره حقيقت لري؟

آزادي :داخبره سپين درواغ دي،دامان الله خان چې خپل ذهن او فکر دغرب دافکارو او نظرياتو له غلامۍ څخه آزاد نه وو نو زه به یې څنګه افغانستان ته وروستلم؟ حقيقت داوو چې زه ملي غازيانو او دانګريز په خلاف راپورته شويو مجاهدینو وروغوښتلم، خوکله چې ورغلم دامان الله خان راسره ورانه شوه،ځکه هغه غوښتل افغانستان دغرب پرلاره روان کړي ،خو ما او غازیانو ورسره نه منله،نو يې له خپل خسر (محمودطرزي) چې په افغانستان کې دسيکولريزم پلار ګڼلی کيږي، او په شام او ترکيه کې دترکيې له (سيکولرانو) او دشام له (عربي مسيحي نشنلستانو) دسيکولريزم او نشنلزم مرض ورنقل شوی وو سره يې  زما دله منځه وړلو مشوره وکړه، امان الله خان او طرزی دواړه دشاهي کورنۍ له ډيرو ښځو سره پدې نيت اروپا ته ولاړل چې پر اروپايانو مې دخرڅولو لپاره له هغوئ سره خبرې وکړي،هلته يې تقريبا اوه مستې مياشتې تيرې کړې، خپله (نيم لنډغره) ښځه يې چې دمحمود طرزي لور وه هم د اروپا پاچایانو ته پدې مقصد وروښوده چې هغوئ پدې قانع کړي چې  دی نور هغه افغان ندی چې خپله ښځه له خلکو په پرده کې ساتي ،او دښځو دپردې دساتلو پخاطر داروپايانو په خلاف جنګيږي .
غازي صيب! کله چې امان الله خان داروپا له اوه مياشتينۍ مستې دورې وطن ته ستون شو، نو سمدستي يې زما او زما دپلويانو په خلاف دپغمان په طاق ظفر کې دجنګ اعلان وکړ،زما ملګري یې بنديان کړل، او زما طرف ته بلونکي عالمان يې په ډيرو بدو نومونو ياد کړل،او ان تردې چې هغوئ یې دانګريزانو ملګري وبلل،پداسې حال کې چې دانګريز له کوره دی تازه راستون شوی وو او دهغوئ قوانين يط له ځانه سره افغانستان ته دعملي کولو لپاره راوړي ول.نو دا هسې د(سيکولرانو) لخوا دهغه دکرغیړن تاريخ دښايسته کولو  هڅه ده چې په سپین سترګۍ يې ترسره کوي .همدا اوس تاسې نه ګورئ چې دده دفکر او تګلارې پلويان ټول له اشغالګرو امريکايانو ،انګرېزانو او نورو درغليو کفارو سره ولاړ دي.او نه ګورئ چې دامان الله خان عکسونه همدا اوس ددانګرېزانو او امريکايانو په لاس دجوړې ادارې پر دفترونو لګېدلي، که دمجاهدينو اوغازيانو پر سنګرونو؟

غازي : ښه نو بيا ستا او دامان الله خان په جګړه کې څوک بريالي شول؟

آزادي : هغه ماتې وخوړه،ما او زما ملګرو هغه ته داسې ګوزار ورکړ چې په يوه ګوزار مو ايټاليا ته ورساوه،چې بيا یې کله هم افغانستان ونه لید،او له هماغه ګوزاره  يې د(پاپ) دکلي ترڅنګ سا وخته.

غازي : په افغانستان کې ستا په نامه پورې دتړلي يو بل څه پوښتنه هم درڅخه کووم، او هغه د (آزادۍراډيو) ده،که دا راته ووايې چې دا ستا او که د بل چا راډيو ده؟

آزادي :دا راډیو په ما پورې هيڅ اړه نه لري، دا نه د آزادۍ راډيو ده،او نه هم خلکو ته دآزادۍ تلقين ورکوي، بلکې دا دامریکا راډيو ده چې دامریکا دکانګرس لخوا تمویل او اداره کيږي . ددغې راډيو اصلي نوم د(فري يورپ ريډيو) يعنې دآزادې اروپا راډیو ده، يعنې دا دهغې آزادۍ راډيو ده چې په اروپا کې وجود لري،او دهغې آزادۍ په هکله خو مې مخکې درته وويل چې څه ډول آزادي ده .دغه راډیو په اسلامی نړۍ کې دغربي نظریاتو او مفاهيمو دخپرولو په مقصد دعراق او عربي نړۍلپاره د(العراق الحر) د ايران لپاره (راديوفردا) دپاکستان لپاره د(مشال راډيو) او دافغانستان او تاجکستان لپاره د(آزادۍراډيو) په نامه خپرونې کوي،او تر ټولوغلام صفته خلک يې ورکې راټول کړي دي.دا په حقيقت کې د(غلامۍ) راډيو ده ،خو نوم يې ورباندې  د(آزادۍ) راډيو ايښی دی، ددې مثال داسې دی لکه د(بدلمنې) ښځې چې نوم (عابده) وي.

غازي :دا راته ووياست چې بيا به افغانستان ته راځې او که نه؟

آزادي :ولې نه، افغانستان ته به ان شاء الله حتماً درځم،که دبل چاپخاطر نه وي نو دفدايانو پخاطر خو هرومرو درځم، خو بياهم يو دوه شرطونه لرم ،او هغه داچې:
۱ــ له درغلو يرغلګرو او دهغوئ لخوا له جوړې شوې ادارې سره به هيڅ ډول جوړجاړی نه کوئ، بلکه په جهاد به يې له منځه وړئ.
۲ــ په خپل وطن کې به (سيکولرو) او (نشنلستانو) ته دهيڅ ډول فعاليت اجازه نه ورکوئ، او نه به يې مشران په وطن کې پريږدئ، ځکه چې دوئ له ماسره سخته دښمني لري، او تل زما په خلاف له کفارو سره شريکې توطيې جوړوي.

غازي :ښه ، نو افغانستان ته به کله راځې؟

ازادي:په دې ورځوکې خو ماته ډیر بلنلیکونه له بیلابیلو هیوادونو لکه له افغانستان،عراق، سوريې ،فلسطین ،چیچنیا،ارتیریا، سوماليا،کشمیر،ازبکستان ،دفلپاین له مندناو او نورو هېوادونو څخه رارسیدلي دي،ما هم خپل دورتللوشرطونه دې ټولو ته بیان کړي،وبه ګورو چې دکوم هیواد خلک زما شرائط تر نورو دمخه پرځای کوي،هرچا چې زما شرائط مخکې پوره کړل،نو لومړی به هم هغوئ ته ورځم،اوبیا ورپسې نوروته .خو مخکې له مخکي له هیچاسره وعده نه کووم،ځکه چې نور دخلکوپه تشو وعدو نه غولیږم،ترڅویې چې زماشرطونه په عملي ډول  پوره کړي نه وي ،او زما دښمنان يې له منځه وړي نه وي،دهیچا وطن ته نه ورځم .

غازي :که دوروستۍ پوښتنې په ځواب کې دا راته ووایاست چې نور خبریالان، او  ژورنالیستان چې غواړي له تاسو سره تماس ونیسي، نوڅنګه کولای شي له تاسو سره رابطه وکړي، ځکه له ماسره ډیر نور مسلمان ژورنالیستان هم ول چې تاسو سره یې لیدل غوښتل ، خو ځیني په  ښارونو  او ځیني نور را څخه د لارې  په کږلیچونو کې پاتې  شول ؟

آزادي :نن سبا خو زه  داسلامي نړۍ په غرونو او ځنګلونوکې اوسم ،خو کله کله خپلو پلويانو ته په ښارونو کې هم سر ورښکاره کووم، تر ټولو اسانه دتماس لار زما سټيلایټ ټلیفون دی چې په هروخت کي له ماسره د(ابجد)په حساب په لاندې شمارو تماس نیول کیدای شي،زماټلیفون هروخت خلاص وي، که په یوځل رابطه ټینګه نشوه  نو بیابیا همدغه نمرې ډایل کړئ ځکه چې همدا زما يوازينۍ نمرې دي. خو يوه خبره په پام کې ونيسه ،اوهغه داچې زه يوازې له رښتينيو (آزادو) خبريالانو سره غږيږم،او دهغو خبريالانو پوښتنو ته هيڅ ځواب نه وايم چې دپرديو لخوا په کار ګومارل شوي وي، او دهغوئ لپاره کار کوي .
دنمرو د ډایل کولو ترتیب دادی چې هره مجموعه عددونه  به بیلابیل هر عدد له ښۍ خوا ډایل کړئ .
نمرې دادي :
(۵-۴-۱۰-۱۰۰-۷۰) (۴-۱-۵-۳) (۲۰۰-۲-۹۰) (۴۰۰-۴-۱-۵-۳۰۰).

 غازي : ستاسو له څرګندونو  ډیره ډیره مننه، هیله ده چې یو ځل بیا زموږ هیواد ته راشې، اوموږ  دې  په ښاديو ښاد کړې .

آزادي :غازی صيب ستاسې له راتګ څخه هم ډیره مننه چې په اوسنیوخطرناکو حالاتوکې مو ځان ماته راورساوه، او زما پیغام مو دنړۍ مسلمانانوته ورساوه .

لیکوال: شپونکی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x