نړۍ

جرمني: یوه بریدګر د ډاکټر تر وژلو وروسته ځان وژلی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمری ۵مه، ۱۳۹۵ل): د جرمني پولیسو ویلي چې یوه وسلوال بریدګر د پلازمیني په جنوب لویدیځ سیمه کې د پوهنتون په یوه روغتون کې ډاکټر وژلی او بیا یې ځان هم وژلی دی.

پولیسو ویلي چې په دې پيښه کې تورن کس د کوم تروریستي ډلي سره اړیکه نه لرله.

د بیلد په نامه جرمني ورځپاڼي ویلي چې د پوهنتون په یوه روغتون کې د ډزو له امله یو ډاکټر وژل شوی او بریدګر هم خپل ځان باندي ډزي کړي او وژل شوی دی.

بل خوا نن په فرنسا کې د اسلامي دولت «داعش» ډلي دوه بریدګرو د چړو په واسطه په یوه کلیسا کې پادري او زیارت کوونکي یرغمل نیولې وه چې وروسته د پادري په وژل کېدو او یوه کس په ټپي کېدو پيښه پای ته ورسیده.

ویل کیږي چې داعش هغه ښارګوټي کې برید کړی چېري چې دفرنسې ولسمشر فرانسو هولاند زیږېدلی دی.

د یادوني وړ ده چې څو ورځي وړاندي په جرمني کې یوه افغاني د چړې او تبر په واسطه د اورګاډي پر سورلیو برید وکړ او لږ تر لږه یې ۵ تنه ټپیان کړه، وروسته یوه ایراني ۱۸ کلن ځوان د یوه سوداګریز مرکز مخته د ځان په شمول ۱۰ تنه ووژل شوه او یو شمېر یې نور ټپیان کړه.

په وروستۍ پيښه کې چې دوه ورځي وړاندي ر امنځته شوه، یوه سوري کډوال په ساطول باندي یوه ښځه ووژله او یو کس یې بل ټپي کړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x