د قلم ارزښت بايد تر خپل ذهني عياشى قربان نه کړو!

مسلمانانو علماوو په قلم باندې فخر کړی ، او داسي کارونه يې د قلم په ذریعه تر سره کړي چي د توري په ذریعه يې  هم نسوای تر سره کولای، د تاریخ په اوږدو کې خپلواکو قلمونو د بشریت د سوکالی لپاره ستر ستر بدلونونه رامنځ ته کړی دي، د ډېرو لېرو فاصلو څخه يې د طاغوت سرکشه حرکتونه راپرزولي دي، هغه حرکتونه چي دالله تعالی اوبشریت دښمن حرکتونه دي،

او انسانیت يې تر جبر لاندې کړېدلی، هغه کار چي د تورې په زور نه دى تر سره سوى د قلم په مهارت او اثر تر سره سوی.

خو له بده مرغه چي اوس  زموږ ځني ليکوالان، شاعران او د ادب خاوندان  د قلم درنښت تر  خپل زهني او جسمي خواهشاتو قربانه وي دوې يوازي او يوازي قلم وخپل هدف ته درسېدو يو وسيله ګڼي، چي د قلم په بېځايه استعمال سره خپل ځان د شهرت لوړ پوړ ته ورسوي او په ټولنه کي ځان مطرح کي .

په ننني عصر کي موږ  دخپلو ادب پالو که هغه شاعران ، ليکوالون او که د بلي ژبي څخه وپښتوته ژباړونکي وي چي کتاب يې د دوو  وڅکو ارزښت هم نه لري په سلګونو بېلګي لرو ، که هغه په هنري لحاظ وي او که په اخلاقي لحاظ  .

خو که د اسلام له نظره ورته وکتل سي بايد چي د همدې کتاب ليکوال يا ژباړن په  عمري  بند محکوم سي، داځکه چي فسق او فساد خپرول په  ځوانانو، ماشومانو او ښځو کی بد اخلاق  را منځ ته کول او اسلامي ارزښت تونه تر پښو لاندي کول  هغه څه دي چي داسلامي اوصولو سره سخت په ټکر کي دي کونکي ته  یې اسلام دسختي سزا دورکولو امر کړيدى، دا چي زموږ خبره د قلم پر استعمال ده نو راځو خپلي اره موخي ته چي زموږ  اديبانو خپل قلم په هغه ډول استعمال کړى چي څه ډول د قلم ارزښت دي او که يې د خپلو ذهني او جسمي خواهشاتو تا بع  ګرځولى دى .

لمړى: دا چي شعر ويل تر يو حده پوري د علم او ژبي په فطرت کي داخل دي او پر خلکو تر خبرو ډېر ژر اثر کونکې وسيله ده او  په دوو کرښوکي په زياته پېمانه خبري کېدلاى سي .

لکه په دغه دوو بيتونوکي :    

که ه ســــره ګډه کړې د لمر سپوږمۍ او ستوري رڼا

ده باندي   زياته    د قـــــــران د يــــوه توري  رڼا

دا هغه څه دي چي موږ يې مطلب په کتابونو کتابونو خبرو کي هم نه سو بيانولاى خو شاعر توانېدلى چي په څو جملو کي خپل هدف ته ځان ورسوي او هغه څه چي دى غواړي  څر ګند يې کړي .

خو له بده مرغه زموږ او سني شاعران بيا داسي نه دي چي د خيال نيلى يې دومره لوړو څوکوته  پورته سي چي نوي مفاهيم ايجادکړي چي دټولني د زخم لپاره ټکور سي او د خلکو د اړ تيا وړ هغه څه را منځ ته کړي چي پوهنيزه او تعليمي بڼه ولري ، او يا د ټولني د اخلاقي او ذهني پياوړ تيا لپاره کا ر وکړي خو برعکس دى د خپل ګاونډي ولور ته د غلچکي ديدن لپاره په مر چل کي ناست چي کله به يې د تندي خالونه وشمېري  چي بيا يې دى صفت د خپل قلم په مټ د کا غذ پر مخ انځور کي ،  يا دى ورسره پټ   د ميني مزى و غځوي، او يا داچي دخپلي جنسي غرېزې د سړولو لپاره  دي  د قلم په ژبه ورته ووايي :

نيمه شپه توره تياره ده دکلا وشاته راسه

دې ول څه کې ماول ټکى، ټکى، ټکى …

او يا دا چي :

زه د خوشحال لمسى بېخاره وايم

ما ښکلول چي داسي سره ده نجلۍ

په دا ډول شعرونو او خبروکي نه يوازي دا چي د قلم ار  زښت تر پښولاندي سوى دى ، بلکي دا خبري داسلام او پښتني دود سره هم زښت زياتي په ټکر کي دي .

ايا په دغه ډول خبرو او شعرونو کي تر ذهني عياشى  پرته بل څه سته ؟

چي د اسلامي او پښتني ارزښتونو ترڅنګ د قلم ارزښت هم تر خپل ذهني عياشي قرباني سوى دئ، چي دوى ورته وايي هنر او ادب که هنر او ادب همداوي چي دغه محترمو و خپلي ټولني ته وړاندي کړى دى نو دا هنر او ادب  به زموږ د راتلونکي لپاره ډيري بدي اخلاکي ستونزي وزېږوي او د يو وبا په څېر به ډېر ژر د دغه وژونکي ناروغي سره زموږ ټولنه ﻻس او ګريوان سي چي خلاصيت به ترې يو معجزه وي.

د یوه شاعر لپاره قلم د سلطان او حکمران حیثیت لري، نو پکار ده چې د قلم په سلطنت او حکمرانى کې د قلم څښتن د عدل او انصاف څخه کار واخلی ، او انسان د جاهلت او تیاروله نړۍ څخه د علم نور او رڼا( عالم) ته ورسوي . قلم حقیقتونه ثبتوي او علمونه او فکرونه د تاریخ په اوږدو کې له یوه نسل نه بل نسل ته نقلوي ، که قلم نه وي نو د تیرو شویو نسلونو تاریخ به تر موږ نه وای رارسېدلی، که قلم نه وای نو د اسلام سپیڅلی ارشادات او لارښوني به تر موږ نه وای را رسېدلي، که قلم نه وای نو د رسول الله صلی علیه وسلم سیرت او سپېڅلي اقوال به تر موږ نه وای را رسېدلي .

دوهم:  د شعر ويلو په ډول د ادب دوهم ضروري صنف نثر دى.

نثر کله د وا قعه بيانولو لپاره استعمالېږي او کله بيا د فرضي کردارو  او  واقعو لپاره  استعمالېږي چي په ننني عصر کي ډيري څانګي لري لکه : ناول، قصه، افسانه، طنز او داسي نور … څه، چي ليکوالان يې د پښتو ژبي د بډايني او ولس ته د خدمت تر نامه ﻻندي وړاندي  کوي ،  چي په مټ يې پښتو ژبه د نړيوالو په کتار کي ودروي او تر څنګ به يې وټو لني  ته يو بوختيا هم پېدا کړې وي.

دا کتابو نه د يو معيار له مخي نه چا پېږي، بلکي د هر چاچي زړه وغوښتل هغه خپل کتاب چاپوي.

له بده مراغه چي نن ورځ زموږټولنه دمبتذلوکتابونو دستر ګواښ سره مخامخ ده چي زياتره يې د علمي او تعليمي مسايلو پرځاى  فتنى او فساد ته په خپله غېږه کي ځاى ور کړى دى او د پرديو هيوادونو اوفرهنګونو په فکري پرمرچلو باندي اوښتي دي او هر مياشت په لسګونوکتابونه زموږ  د ځوانانو د فکر او مغز و د تسخيره ولو لپاره له چاپه راوزي، چي ښه بيلګه يې اوسني ناولونه، لنډي قصي او د ميني ليکونه دي،  چي د يو څو  خرڅ سوو فرهنګپالو لخوا ژباړل يا ليکل کيږي، چي ښه بيلګه يې په کندهار کي ديو ژباړن لخوا چي ځان د ټولني يو ادراک غړى هم معرفي کوي د څو پر له پسي کتابونو لړي ده چي له چاپه راوزي تر څو د ټولني په خاصه توګه د ځوانانو د اخلاقو دتسخير لپاره کار ترې واخيستل سي .

هو ګرانو لوستونکو! اوس تاسي قضاوت وکړي چي دغه سي موضوعات په قلم ليکل د قلم د اهمیت سره ستره جفانده .  دا چي قلم د بشریت د ژوندانه په هر ډګر کې د بشریت لارښود پاته سوی دی، قلم معلم دی، قلم ډاکتر دی، قلم خطیب دی او قلم لوی امانت دی چې الله انسان ته د هدایت لپاره ورکړی دی، او مسلمانانو ته  چي د  خپل لوی پروردګار څخه وېرېږي مناسبه نه ده چي د کوچنیانو په څیرورباندې لوبي وکړي ، او ورباندې د بهتان ، سپکي ، د ګنهکارۍ، بداخلاقۍ، د فساد او فسق کلیمي ولیکي، یا په ناوړه ځایونو کې د استهزا اود بداخلاقۍ خبري ولیکي.

د کور نه نیولی تر مکتب او ټولني پوری ټول باید خپلو اولادونو ته د قلم اهمیت په اسلام کې بیان کړي . پکاره ده چي د دې امانت احترام وساتل سي دا د انسان د هدایت لپاره استعمال سي نه د ګمراهۍ او تباهۍ لپاره، په قلم باندې لیکنه موجب ګرځي چي انسان په ټولنه کې ځانګړی منزلت ولري، نو کوم مقام چي قلم انسان ته په ټولنه کي ورکوی باید پدې مقام کي چي په هر ډګر کې وي قدر وسي .

محمد نبي ، سلطاني



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.