ټولنیزه برخه

پروفیسور: دوه ویشت کاله مې تدریس وکړ

 ژباړه: شاه محمد حقیار

1. هېڅکله مې حاضري نده اخیستې، ځکه ټولګی باید دومره زړه راښکونکی وي چې زده کونکې باید په خپله راشي.

2. هېڅکله مې هڅه نده کړې چې په ټولګي کې ډار او ویره حاکمه شي، ځکه ټولګی د زده کونکو دوهم کور دی.

3. هر زده کونکی چې ناوخته راغلی ما د ګډون اجازه ورکړې، ولو که د ټولګي پای ته لس دقیقې پاته وې، معنی دا چې احساس د مسؤلیت لري.

4. هېڅکله مې خبره له دوه ځلو نه ډېره نده تکرار کړې، ځکه پوهېدم چې ټول دومره ژور غوږ دي چې د بیا تکرار اړتیا نه وه.

5. هېڅکله مې پوره 90 دقیقې درس ندی ورکړی، ځکه پوهېدم چې د لایقو، منځنیو او کمزور زده کونکو حوصله فرق کوي.

6. هېڅوک مې په نغدو پېسو ندي جریمه کړي، ځکه پوهېدم چې په ټولګي کې به یتیم وي یا ناداره.

7. هېڅکله مې زده کونکي د خپلې دروازې شاته په تمه ندی پرې ایښې، ځکه پوهېدم چې د دروازې شاته ودرېدل غرور ماتوي.

8. تل مې د فردي سزا پر ځای ډلیزه سزا غوره بللې، ځکه پوهېدم چې ډلیزه یې نه هېردونکې تفریح خو فردي هغه یې بیا زړونه ماتوي.

9. تل مې تختې ته هغه شاګرد را بللې چې په یو څه پوهېده، او بیا مې ترې یواځې هغه څه پوښتل چې ده یې ځواب درلود.
که یاد مطلب درته په زړه پورې و، نو بیا یې له ملګرو سره شریک کړه، چې ټول استادان ترې باخبره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x