نظــر

افغانستان د نړيوالو جاسوسانو په درلودلو لومړی مقام وګاټه !

د افغانستان په اړه د مشهورو نړيوالو څېړنيزو، نظامي اوملکي بنسټونو لخوا پرلپسې څېړنو، ارزونو او هيواد ته په بېلابېلو برخو کي دمختلفو مقامونو ورکول دا حقيقت په ډاګه کوي چي افغانستان په نړۍ کي د نړيوالو جاسوسانو په درلودلو لومړی مقام خپل کړيدی.

تاسو شاهد ياست چي د تېر کال په جريان کي بېلابېلو نړيوالو بنسټونو د افغانستان په مختلفو مسائلو کي د خپلو څېړنو نتايج د راپورنو په بڼه خپاره کړي او لا لګيا دي خپروي يې؛

کله افغانستان په نړۍ کي د لومړۍ درجه فاسد نظام په درلودلو سره په لومړي مقام نازوي، کله يې د بنديانو په تعذيب کي لومړی درجه بولي، کله يې قضايي سيسټم د نړۍ په کچه تر ټولو له درغليو ډک، د ميلونونو ډالروپه   بډو اخېستلو او نا اهلتوب توصيفوي ، کله يې تعليمي نظام دنړۍ د هغو هيوادونو د تعليمي نظامونو سره په قطار کي دروي چي په زياتو بډو ورکولو سره خلک تعليمي ادارو ته لاره پيدا کوي او بالآخره په خپل يوه څېړنيز راپور کي افغانستان د بوډاګانو لپاره په نړۍ کي تر ټولو بد هيواد معرفي کوي.
پداسي حال کي چي د نړيوالو څېړنيزو ادارو خپاره سوي راپورونه بېلابېل څېړنيز فکتورونه او مشخص موقعيتونه لري خو له خپرو شويو راپورونو سره تړاو لرونکي خلک هيڅ نه پوهېږي چي دا څېړني کله ، د چا لخوا او له چا څخه د نظرپوښتني پربنسټ اماده شويدي.
د افغانستان د اوسني رژيم په ګڼو ادارو کي د پراخ فساد دشتون په اړه د يادو شويو ادارو څېړني او ارزوني کېداي شي پدې ډول توجيه شي چي په زرګونو ښکاره جاسوسان د بهرنيو مشاورينو په بڼه نژدې په هره دولتي اداره کي شتون لري او د چارواکو ورځنۍ چاري په خورا مهارت څاري خو د يو شمېر نورو څېړونو په اړه دا رنګه توجيه کول غلطه ده .
د مثال په توګه : کله  چي د برتانيا د ساوت هيمپټن پوهنتون له لوري په چمتو شوي راپور کي افغانستان د بوډاګانو لپاره دنړۍ ترټولو بد هيواد معرفي کېږي ؛ سړي ته دا سوال پيدا کېږي چي دوي څرنګه په افغانستان غوندي هيواد کي دا رنګه څېړنه ترسره کړې پداسي حال کي چي زه پوره يقين لرم د افغانستان ۹۹ فيصده خلکو به ددغه انګريزي پوهنتون نوم هم نه  وي اورېدلی دا خو لا پرېږه ده چي له دوي څخه دي د خپل وطن له بوډاګانو سره د خلکو د چلند په اړه پوښتني شويوي.
د نړيوالو ادارو د څېړنو پربنسټ له خپرو شويو راپورونو څخه دا خبره په اسانۍ سره معلومېږي چي نړيوالو جاسوسي شبکو د افغانستان په هره برخه کي خپل جاسوسان ګمارلي او په بېلابېلو نومونو، ادارو او بنسټونو خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي، له ارګ، وزارتونو او نورو دولتي ادارو رانېولې تر خيريه مؤسسو، د بشري حقوقو، د ښځودحقوقو ، مدني ټولنو او آن په مطبوعاتي ادارو کي يې هم خپل جاسوسان نصب کړي او هرڅه له نژدې څاري.
د پورته څېړني پربنسټ موږ هم حق لرو دا ووايو چي افغانستان په نړۍ کي د نړيوالو جاسوسانو په درولودلو لومړی مقام لري.

قاري محمد يونس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x