
غزل: عاکف مهاجر
عاکف مهاجر
اور وي که انګار وي بیا هم دربه شم
درد وي او که دار وي بیا هم دربه شم
تانه مې دا خپل سر قربان کړی دی
شپه وي که سهار وي بیا هم دربه شم
ته یې زما مینه له تا زار به شم
خیر دی که ګوزار وي بیا هم دربه شم
شور د راکټو کې زه تر تا راتلم
مرګ که ستا په لار وي بیا هم دربه شم
ای د سنګر مینې لیونی دې کړم
ستا غیږه که نار وي بیا هم دربه شم
ته راته جنت ښکارې جنت مې یې
تا کې که سنګسار وي بیا هم دربه شم
مینه د عاکف یې دسنګر خاورې
دار که هم تیار وي بیا هم دربه شم