شعـــــرونه

د کډوالو موضوع او پېښور ته غزل

مسرور کليوال

لکه شبنم ومه تازه مي کړلې
لکه باران ومه اوبه مي کړلې

پرون دمینې یوه حجره مي کړلې
نن د خوښیو هدیره مي کړلې

اوس چې دي غېږ کي یاره نه ښکارېږم
خبر پرې نه یمه چې څه مي کړلې

نصیب مي نه پرېږدي داستا په څنګ کي
کنه لیمه مي وې او زړه مي کړلې

خپلو به خپلو کي ته خه ګڼلې
زه چې درغلی ومه ښه مي کړلې

د خدای پامان ځي د مسرور کلیوال
اې پېښوره اې غصه مې کړلې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x