افغانستان

امريکا افغانستان ته ۸۰۰ نور پوځيان رالېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمری ۶مه، ۱۳۹۵ل):د امريکا متحده ايالتونو پرېکړه کړې، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ او د طالبانو ضد جګړو لپاره د هوايي ځواک اته سوه نور پوځيان افغانستان ته راولېږي.

امريکايي رسنۍ د پنټاګون چارواکو له قوله وايي، چې د هوايي ځواک اته سوه پوځيان به له جنګي اپاچي چورلکو سره افغانستان ته د جګړو لپاره ځي.

د هوايي ځواک يو جنرال وياني ګريګسبای ويلي، چې دغه پوځيان «ښه او په سخته روزل شوي او کولای شي، چې په هره برخه کې دښمن سره مقابله وکړي.»

امريکا په داسې وخت کې افغانستان ته د اته سوو نورو پوځيانو د رالېږلو پرېکړه کړې، چې تېره اونۍ د امريکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان کې مېشتو امريکايي او ناټو پوځيانو ته د جګړه‌ييزو عملياتو نور واک هم ورکړ او زياته يې کړه، چې د ده د واکمنۍ تر پايه به امريکايي او ناټو پوځيان په افغانستان کې په جګړه بوخت وي.

امريکايي او نړيوالو څارونکو د اوباما دا پرېکړه غندلې او دا کار يې د جګړې غځولو او د سولې د مخنيوي هڅې بللي دي.

امريکايي ليکوال او ژورنالېست ايلي ميسي وايي، چې په تېرو پنځلسو کالو د نږدې دوو لکو پټو او ښکاره نړيوالو ځواکونو په جګړو او بمباريو افغان جګړه ونه ګټل شوه او نه هم طالبان کمزوري شول، نو د څو زرو پوځيانو په مټ هم دغه جګړه نه ګټل کيږي.

د سياسي چارو کارپوه نظر محمد مطمين وايي، چې ځينې چارواکي او امريکايان په دې اند دي، چې طالبان کمزوري شوي او له همدې امله يې ځمکنيو او هوايي جګړو ته زور ورکړی.

ښاغلی مطمين زياتوي، چې طالبان کمزوري شوي نه دي، اوس هم د هېواد په ګڼو سيمو په پرمختګ روان دي.

د انجينر مطمين په وينا افغان جګړه په زور نه ګټل کېږي او دواړه لوري بايد د رښتينو خبرو له لارې د افغانستان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x