نظــر

د مجاهدينو ستر سالار د خپل رب په لوري ولاړ/ حکمتيار

حکمتیار

إنا لله و إنا إليه راجعون

د مرحوم حاجي صاحب كشمير خان په وفات سره اسلامي امت په عامه توگه او ټول افغان ولس په خاصه توگه له يوه ستر اتل او عظيم مجاهد شخصيت محروم شول، له يوه داسي ستري هستۍ چي سيال ئې د هېواد په نږدې تاريخ كي نه مومو، د اسلام د عظمتونو او ارزښتونو مصمم ساتونكى او د خپل ولس د عزتونو صادق او مخلص مدافع. له تنكۍ ځواني ئې جهاد پيل كړ او تر هغه په سنگر كي پاته شو چي په ږيري كي ئې تور تار نه ليدل كېدو.

الله تعالى د هغو په شمېر ښه خبر دئ چي د ده د وفات د خبر په اورېدو سره ئې له سترگو اوښكي بهېدلې، څومره لاسونه به د دعاء لپاره لوړ شوي وي!! دومره خلكو د ده په جنازو كي برخه واخيسته او دومره د مخامخ او غيابي جنازې لمونځونه ئې اداء شول چي زموږ تاريخ ئې بېلگه نشي ښودلى، او دا ټول په داسي حال كي چي دى د رژيم او د بهرنيو ځواكونو د حضور پياوړى وسله وال مخالف وو، په پټه او په داسي حال كي د علاج لپاره پېښور ته لېږدول شوى وو چي خپلوانو ئې د احتياط له امله حتى حزب ته هم اطلاع نه وه وركړې، په مستعار نوم ئې په روغتون كي بستر كړ، له دې اټكل كولى شئ چي د حزب اسلامي مجاهدينو په څنگه سختو شرائطو كي خپل جهاد جاري ساتلى!! حتى د علاج لپاره نه په داخل كي په خپل نامه روغتون ته تلى شي او نه په بهر كي!! كه د كورنۍ غړي ئې اړ شوي نه وى نو نه به ئې د علاج لپاره بهر ته وړي وو او نه به ئې جسد د جلال آباد له لاري خپلي درې شيگل ته انتقال كړى وو. غوښتل ئې له وفات وروسته د ده جسد په پټه او پرته له دې چي څوك خبر شي شيگل ته انتقال كړي، خو ښايي كابل مېشت كنريان خبر شوي او هغوى موضوع افشاء كړې او په دې توگه ئې خبره د جلال آباد او كابل چارواكو ته رسېدلې، او دا هم د ده د وصيت خلاف وو او هم د حزب د غوښتني خلاف. سره له دې په دغه ورځ په لسگونو زرو خلكو په جلال آباد، اسعد آباد او شيگل كي د جنازې په لمونځونو كي برخه واخيسته او دا په داسي حال كي چي د وفات خبر ئې د وفات په ورځ خپور شوى او د جنازې دا لمونځونه ئې په همدغه ورځ او ډېر نور سبا اداء شوي.

خدايه ټولي دغه دعاگاني قبولي كړې، خدايه په خپلواك او سرلوړي افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره د ده آرمانونه ترسره كړې. د رسول الله صلى الله عليه و سلم د لومړيو ملگرو په صف كي ئې ونيسې، مقام ئې تر ټولو د غوره عمل له مخي وټاكې، موږ ته ئې نعم البدل راكړې.

يقيناً چي د دې ستر او نوميالي اتل په وفات سره د شيگل په ښكلې درې او د الله تعالى د لاري د مخلصو مجاهدينو په يوه پاخه سنگر كي هغه ځلانده لمر پرېوت چي ټول هېواد ته ئې كلونه كلونه ځلا بخښلې وه.

آيا خبر يئ چي د ده څومره همسنگران شهيدان شوي؟ هغه همسنگران چي ده روزلي وو؛ د ده تر څنگ او د ده تر مشرۍ لاندي د الله تعالى په لار كي جنگېدلي وو، له دوو سترو سترو يرغلگرو او د دوى له غلامانو سره ئې ډغري وهلې وې، په تېرو څلورو لسيزو كي ئې د هر كورني او بهرني يرغلگر په وړاندي له خپل سنگر په مېړانه دفاع كړې وه، د ده له همدغو مجاهدينو يوازي په كنر كي تر 1200 زيات د ده تر وفات وړاندي په شهادت رسېدلي.

په تنكۍ ځوانۍ كي له حزب اسلامي سره يو ځاى شو، د مرگ تر نېټې په همدې سنگر كي پاته شو، په كنر كي وسله واله مبارزه د ده له كور پيل شوه، او دا هغه شپه چي د اردو يوه ټولگي د ده پر كور بريد وكړ، وسله والو پر هغو ډزي پيل كړې چي بهر ويده ول، ځيني ئې شهيدان او ځيني ئې ژوبل كړل، يو بريدگر ناڅاپي د ده خوني ته ورننوت، ده ته ئې د لاس لوړولو او تسليمېدو امر وكړ، ده هم لاسونه لوړ كړل، عسكر ورنږدې شو او ده بريد پرې وكړ، تر دې وړاندي چي كلشنكوف ترې واخلي؛ عسكر پر ماشې گوته كښېكاږله، اتومات ډزي وشوې، خونه له لوخړو ډكه شوه، كليشنكوف ئې ترلاسه كړ او له خوني ووت، او له همدې نېټې ئې په عملي توگه وسله وال جهاد پيل كړ، په حقيقت كي دى له همدې نېټې وروسته ژوندي شهيد وو، كه څه هم نږدې اته دېرش كاله نور ژوندى پاته شو. دا ځكه چي پيامبر عليه السلام فرمايلي: مرابط كه په خپل مرگ هم ومري شهيد دئ، كشمير خان اته ديرش كلونه په سنگر كي ناست مرابط وو.

نه كمونستان وتوانېدل د ده دره اشغال كړي، نه روسي ځواكونه، نه طالبان او نه امريكايي ځواكونه، ټولو خپل زور آزمويلي، د ده پر اصلي مورچلي (شيگل) ئې بريدونه كړي، له يوې او بلي خوا ئې پلي جنگيالي او ځواكونه راوړاندي كړي؛ امريكايي كوماندو ځواكونه پر لوړو كوز شوي، په فضاء كي ئې ډرون جهازونه او سپوږمكۍ چورلېدلې، خو هر يو ئې تش لاس او ټيټ سر وتلى. خداى خبر چي په دې څلورو لسيزو كي د كابل مختلفو حكومتونو، روسانو، امريكايانو، د ده ناپوه او بې ايمانه رقيبانو به د ده د وژلو لپاره څومره هڅي او څومره مصارف كړي وي، خو ونه توانېدل د الله تعالى پرېكړہ او د ده د مرگ نېټه بدله كړي!!

امريكايانو په وار وار له ده سره د ليدلو غوښتنه وكړہ؛ خو ده هر ځل د رد ځواب وركړى. د امريكا په ضد جهاد په دوران كي د ده ونډہ له دې معلومولى شئ چي اسامه بن لادن، ايمن الظواهري، د اسامه دوه زامن او دوه ملگري ئې او زه د ده په خواكي او په همدې درې كي اوږده موده پاته شوي يو.

د روس پلو كمونستانو په ضد جهاد كي د ده ستره ونډہ له دې اټكولى شئ چي د حفيط الله امين د اقتدار په وخت كي د اسمار مجهز غونډ د ده مجاهدينو ته تسليم شو، گڼ شمېر وسلې او ډېر زيات مهمات، شاوخوا 3300 كلشنكوف، اتيا RPG-7 راكټونه، دوه هيليكوپتري او نور وسائل او كافي مهمات ئې مجاهدينو ته وسپارل، او دا ټول تر هغه وړاندي چي كابل خبر شي او پر غونډ بم وروني پيل كړي؛ د شيگل درې ته انتقال شول. دا لومړۍ ورځ وه چي مجاهدينو كليشنكوف او راكټ په خپلو سترگو ليدل او په لاس كي ئې نيول؛ تر دې وړاندي دوى په زړو غير اتومات او شلخي ټوپكو جهاد كولو. خو آيا پوهېږئ له دې وسلو سره څه وشول: دا نه يوازي د كنر پر مجاهدينو ووېشل شوې بلكي د افغانستان گوټ گوټ ته انتقال شوې. له همدې شيگل د مجاهدينو 98 كسيز ټولگى شمال ته ولاړ، په اندراب كي مستقر شول او له همدې ځاى ئې په ټول شمال كي جهاد پيل كړ، تر نن پوري د دغه لومړني ټولگي تر نوي زيات شهيدان شوي. هملته په نهرين كي د دولت يوه فرقه مجاهدينو ته تسليم شوه او په زرگونو ميله وسله ئې مجاهدينو ته وسپارله.

حاجي صاحب د زرگونو مجاهدينو د جهادونو په ثواب كي برخه لري، ده روزلي، ده په وسلو سمبال كړي او د هېواد گوټ گوټ ته ئې لېږلي.

د هېواد او اسلام د دې ریښتیني مدافع، صادق، صابر، حلیم، مدبر، مجاهد شخصیت او د مجاهدینو د سر تاج؛ اصلي نوم فضل الرحمن رحمت يار وو، خو په خپل جهادي نوم (كشمير خان) دومره مشهور شو چي اصلي نوم ئې له خلكو هېر شو. د ده په قدر او ارزښت مؤمنان او د الله تعالى د لاري مجاهدين ښه پوهیږی، د زرگونو مؤمنانو اوښلنو سترگو، دعاگانو او لمونځونو د ده معنوي ارزښت او د افغان ولس مينه او درناوى له خپلو اتلو ننگياليو سره جوت كړ. خدايه! د ده تش ځاى راته ډك كړہ، د هغو آرمانونه ترسره كړہ چي ستا د صالح بندگانو پر مرگ ئې له سترگو اوښكي بهېږي. آمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ظمیر

د الله د لاری ټولو سر لوړو مجادینو ته تسلیت وایم واقعا کشمیرخان مجاهد مرابط وه او د هغه نا ځوانه او نیمه لاری حزبیانو په شان نه وه چی د ځپل جهادی عزت یی د شهرنو او وزیراکربخان به مجلله کورنو وپرولو او دنیا معمولی خوند په بدل کی یی د اځرت ستر او تلپاتی نعمات خرض کړل همدا کشمیرخان زمونګ د شهیدانو او قربانیو اصلی وارث وه رب ده د د شهیدانو سر لشکر تری جور کری او داسی حال کی الله ته وړاندی شی چی الله تری راضی وی او دا له الله راضی شی ما له… نور لوستل »

افغان

ظمیر صاحب السلام علیکم ! که د کشمیر خان به اړه ستاسی شاهدی سمه وی او تاسی هم هغه اوصاف ولری چه شاهدی مو د منلو وی ،مونږ هم کشمیر صاحب او هم ځانو ته د بخښلو دعا کوو . تاسی لیکلی (چه هغه د هغو حزبیانو له ډلی نه وو …) . دی ځينی پوشتنی وزیږولی ، حزبیان له هغه وخته له اسلامی سپیڅلی ماهیت سره مخه ښه وکړه چه د انګریزانو سره یی د غلامی سوړ جنګ تړون لاسلیک کړو له هغه وروسته ( حکمتیار د سوړ جنګ او مسعود قهرمان جنګ سرد ) جوړ شول یعنی همدغه… نور لوستل »

غوربندی

يغمدالله في جنات النعيم د حكمتيار صاحب بورته ليكنه مي شهادت كي تر نظر تیره كره دوه نقطي بكي د مكث ور دي. يوه نقطه كي مي حكمتيار صاحب باندي زره وسوزيد او به بله نقطه كي مي به مرحوم كشميرخان رحمه الله زره وسوزيده حكمتيار صيب د خبلي خوشباوري له مخي ليكلي جي كشمير خان د علاج لپاره د سفر به مهال د حزب اسلامي له اطلاع برته به بل نوم راغلي أو بیرته تللي وو له وفات وروسته يي د وفات د خبر نشر دده د وصيت خلاف وو،، ،،، حكمتيار صيب ته مي زكه زره بد شو… نور لوستل »

ظمیر

افغان صیب چی کله هم د بیانزی په نوم لیکنی کوی رب دی ما او تا دواره هدایت کری کشمیر خان رحمه الله اوس ځبل الله ته ورغی حساب به هغه کوی چی مجاهد وه که د سوړ جنګ اتل هغ اوس هغه کریم رب سره دی چی د ډیرو پری باور نشته دیر خلک خپل تنظیم خپل رب بولی یوازی خپل تنطیم او ډله ځبل د هدایت او جنت ته د رسیدو لار بولی په هر حال ځه دی موضوع کی نور بحث نکوم که کشمیر خان الله ته منلی شخص وی نو که شپه ورځ ورته بد ووایی… نور لوستل »

اافغان

ظمیر صاحب السلام علیکم ! خوشاله یم چه د ظمیر په نوم تبصرو کی د مناقشو یا مفاهمو درناوی کوی یعنی داسی کلمی نه کاروی چه مقابل جانب وچولی پری تریو او خوابدی شی مګر دا چه په نالیدلو خلکو د شک او تردید دروازی وازی پریږدی دغه ستونزه لری ، مونږ سره هم ستاسی په اړه دغه شک وو چه کله د ساحل او کله د ظمیر په نوم لیکنی کوی ولی د ظمیر په نوم لکینو ته مو زه د ساحل په ځای لیکنو ته ترجیح ورکوم ، ستاسی شک چه زه هم افغان او هم بیانزی یم… نور لوستل »

ظمیر

قدر من افغان صیب ما درته وویل نو ر د شهید کشمیرخان په هکله درسره بحث نکوم الله ته یی حواله کوم هغه به فیصله کوی إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۖ يَقُصُّ الْحَقَّ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الْفَاصِلِينَ پاتی شوه د ساحل خبر ما کله هم د ساحل تایید ندی کری ساحل حزبی دی زه یی پیزنم هغه د حزب فعال غری دی او د حزب هر کړنه تاییدوی آن انتخابات او نور به هر حال زه ظمیر یم او الحمد لله ژوندی ضمیر لرم زه د امارت رسمی غړی یم خو بنده د چا نه یم بغیر له الله نه… نور لوستل »

ظمیر

پورتنی لیکنه می دیره ژر او عاجله ولیکله او په سفر روان وم نو املایی غلطی او ادبی غلطی معافی غوارم

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x