نظــر

کابل د شهیدانو ښار/ معين احمد خروټی

معین احمد (خروټی)

په افغانستان باندې د امریکایانو تر یرغل او د ښاغلي کرزي تر لنډ مهالې ، منځمهالې او اوږد مهالې ادارې جوړیدو وروسته د کابل ښار ځیني معلوم څلور لارې د ځینو معلوموشهیدانو !!! په نوم ونومول شول.

د کابل ښار په زړه کې د روغتیا وزارت څلور لاری د شمالي ټلوالې د فقید مشر احمد شاه مسعود په نوم، له څلورم مکروریان سره نیږدي د ټانګ تیل څلور لاری د شهید !!! عبدالحق په نوم ، او د فوائد عامه څلورلاری د شهید!!! عبدالقدیر په نوم ونومول شول.

همداراز په کابل ښار کې د ښونې او روزنې په نوم پوهنتون د شهید استاد برهان الدین رباني او ځیني واټونه هم د حکومت د شهیدانو په نوم مسمی کړای شول.

که څه هم چې د نوموړو تغیراتو او مسمیاتو په اړه دولتي فرمانونه صادر او له رسنیو ابلاغ شول ، خو کابل ښاریان اوس هم یاد ځایونه په خپلو اصلي نومونو یادوي او په دولتي هغو باندې ځان هم نه خبروي.

د ښاغلي اشرف غني د ملي یووالي حکومت په راتلو سره هم دې لړۍ دوام پیدا کړ او تیره دوشنبه يي د دهمزنګ تر خونړۍ پیښې وروسته د دهمزنګ څلور لاری د شهیدانو څلور لاري په نوم ونوماوه.

شهید یوه سپيڅلې او غوره کلمه ده او د هغې ترویج او په نوم يې د تعلیمي مراکزو ، څلور لارو او نورو ځایونو یادونه ښه کار دی، خو کاشکي چې د دې کار لپاره حکومت نوي ځایونه تأسیس کړي او بیايې د خپلو شهیدانو په نوم نومولي وای.

ځکه اوسني جوړ شوی ځایونه هریو خپل تاریخ او د نومول کیدو سابقه لري ، هغه که هرڅومره د دولت لخوا په بل نوم نومول کیږي خلګ يي لکه د پیښور د باچاخان چوک بیرته په خپل اصلي نوم (د چرګانو چوک) بولي.

ښاغلی استاد سیاف هم د تنظیمې نشې پرمهال د کابل د پل خشتي تاریخي مسجد د پاکستان د پوځي مشر شهید!!! ضیاء الحق په نوم ونوماوه ، خو اوس ښايي خپله دی هم له دغې نومونې څخه د خجالت تر پورلاندې راشي.

همداراز په کابل کې د تنظیمي انډوخر په مهال د کابل تایمني واټ د خُمیني په نوم د بدلیدو هڅې وشوې خو کابلیان بیا هم تایمني ته په خُمیني ترجیح ورکوي.

اصلي خبره مو د کابل ښار په اړه وه چې څلور لاري یې ټول د ژوندیو په ځای د شهیدانو !!! په نوم ونومول شول.

اوس نو که د ښاغلي اشرف غني په حکومت کې نور دولتي معتبرین وژل کیږي د نومونو لپاره يې له ارګ او سپیدارماڼۍ پرته نور ځایونه نه دې پاته چې د هغوی په نوم يې ونوموي.

دریغه چې حکومتي چارواکو د خپلې واکمنۍ پرمهال د کابل ښار په مختلفو سیمو کې نوي تعلیمي، روغتیايي او د ټولنیزو خدماتو لپاره رفاهي مراکز جوړ کړي او بیايې هغه د خپلو شهیدانو په نوم نومولي وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x