شعـــــرونه

غزل: هلال مهاجر

هلال مهاجر

هغه ته یې چې دې جوړ د ځان غلام کړم
هغه زه یم چې دې قدر احترام کړم

هغه ته یې چې د کبر په اس ګرځې
هغه زه یم چې مدام درته سلام کړم

هغه ته یې چې دې ټول نظرپه ځان وي
هغه زه یم چې دې پلونو ته هم پام کړم

هغه ته یې چې دنیا ته دې ځان سپین کړ
هغه زه یم چې دې هرچاته بدنام کړم

هغه ته یې چې دې وویستم له یاده
هغه زه یم چې دې ياد سهار ماښام کړم

هغه ته یې چې هلال درڅخه  هیردی
هغه زه یم وظیفه چې ستا د نام کړم
………….
هلال .مهاجر
1437.10.22

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x