نظــر

جمعیت اصلاح او بې مزاره شهیدان (!)

د هالنډ لویې څارنوالۍ د ۵۰۰۰ هغو کسانو نومونه خپاره کړل، چې د کمونستانو د استخباراتي ادراې (اګسا) لخوا د ۱۳۵۸- ۱۳۵۹ز کلونو تر منځ په زندانونو کې په ډلييزه او فردي توګه په شهادت رسول شوي وه.

ددغه راپور د خپریدلو وروسته زیات شمېر کورنیو زړونه تسلي شول چې د خپلو نازولو په انتظار ناستې وې، د هغوی د انتظار شیبې پای ته ورسېدې، د میلیونونو افغانانو زخمونه یو ځل بیا تازه شول، یو ځل بیا هر کور د غم و ویر په ټغر کیناست.

فکر نه کوم  چا چې ددغو شهیدانو  لیست  لیدلی وي او   له کمونستانو يې نفرت زیات شوی نه وي. هر افغان او هر مسلمان ددغه لست په لیدلو سره د کمونستي وحشیانو څخه نفرت کوي او د عاملینو د محاکمې غوښتنه يې کوي.

دا له شکه وتلې خبره ده چې  پخوانی جهاد سپېڅلې، شهیدان يې سپېڅلي، قربانۍ يې سپېڅلې او هجرت يې سپېڅلی و، ددغو شهیدانو په شهادت، قربانیو او تکلیفونو هیڅوک سترګې نشي پټولای، که ددغو شهیدانو قربانۍ نه وې،  نن کیدایشي زما او ستا له نوم سره د (وف) کلمه زیاته شوې وه،  تاجکستان، ازبکستان او نور يې ژوندي مثالونه دي. ددغو قربانیو پایلې دي چې نن زه او ته مسلمان پاتې شو، نن زه او ته خوراو  ورور  مور او  پلار  پيژنو.

اصلاحیان او بې مزاره شهیدان(!)

د ۵۰۰۰ شهیدانو د لست د خپریدلو وروسته په افغانستان کې یو ځل بیا هر سیاسي ګوند د خپلو سیاسي ګټو او موخه  د ترلاسه کولو  په خاطر د ولس سره د غم شریکۍ پیغامونه خپاره کړل، نور خو يې لا څه کوې آن ارګ هم اعلامیه خپره کړه چې بیرغ به يې نیم کوزیږي او د شهیدانو فاتحه به اخیستل کیږي… په دې ټولو کې اصلاحیان چې د جهاد، مجاهد، وسلواله مبارزه، قربانۍ، تکلیفونه، زندان او… کلمې به ترې له خولې په کرینګ هم را ونه باسې تر هر چا ډیر د دغو کورنیو سره په غم کې شریک ګڼلو او لا يې اوس هم ګڼي، په ټولنیزو شبکو کې يې له دې پرته بله خبره نه وه چې کمونستان دې محاکمه شي، کمونستانو دا بد کړي او کمونستانو دا….. سمه ده، خدای دې وکړي چې دا نر ښځي کمونستان محاکمه کړي، خدای دې وکړي چې د نجیب په څېر يې په آریانا چوک کې راځوړند کړي!  خدای دې وکړي چې زندانونو ته يې واچوي!

اصلاحیان چې لا هم  پخواني جهاد ته ځانونه ژمن بولي،  لا هم مجاهدین(!) ځانونو ته وايي، یواځې د تېر جهاد پوښتنه کوي، یواځې د تېر جهاد شهیدان وریاد دي، یواځې د تېر جهاد زندانیان وریاد دي او یواځې د تېر جهاد مهاجرین او هجرت وریاد دي.

د ۵۰۰۰ بې مزاره شهیدانو فاتحه او غایبانه جنازې دې واخیستل شي، په غم دې يې غونډې جوړې شي، کمونستانو د محاکمې غوښتنې دې وشي، لاریونونه دې کوڅه په کوڅه وشي خو؛ ددې تر څنګ  ددشت لیلې شهیدان چې همدې کمونستانو په شهادت ورسول، ژوندي يې تر خاورو لاندې کړل، څوک له تندې څوک له لوږې څوک د تنفس د بندیدو له امله په شهادت ورسېدل،  لا تر اوسه يې نه قبر مالوم دی او نه هم مزار ، ددوی  د پوښتنې هم څوک شته که نه! د دشت لیلې شهیدان  بې موره او بې پلاره وه؟

هغوی مسلمانان  که  افغانان نه وه؟  که نه؛ څه بل لامل دی چې دوی (جمعیت اصلاح)  يې جنازه څه چې نوم يې هم په خوله نه اخلي!!!!

 ددې جهاد او د پخواني جهاد فرق په څه کې دی؟، ددې جهاد او پخواني جهاد په فرضیت کې که څوک   لږ شک هم وکړي، کلمه دې دوهم ځل  ووايي، ددې جهاد شهید که څوک شهید نه بولي په ایمان دې وډار شي، جمعیت اصلاح که د پخوانیو شهیدانو جنازې کوي، لږ خو دې ددې اوسنیو هم یوه جنازه وکړي، هغه چې دپاکستان په زندانونو کې په پټه په شهادت رسول شوي، هغه چې د باګرام، پلچرخي، قندهار او نورو پټو   زندانونو کې په شهادت رسول شوي هغه چې ملي امنیت يې مړي او ژوندي ورک کړي، که جنازه نه شي کولای  کم از کم دومره خو دې وکړي چې  یو کوچنی لاریون وکړي، فاتحه يې واخلي  د  ورک شوو  اسیرانو د  برخلیک پوښتنه دې وشي،  څه شول، چا وېوړل؟

ژوندي دي که ورک؟

جمعیت اصلاح و…. الخ ځانونه ډیر تحریکیان تحریکیان ښيي ته به وایې که صفت الله قانت،  جواد، او اسلامیین  اعني مزمل اسلامي او محمدحسن اسلامي، وزین، مصباح الله  عبدالصبور، نویدي، عاطف، رحمت  زاهد او فخري  که  نه وای نو نن به د اسلام نوم چا په خوله نه وای اخیستی. ددوی هڅې که نه وای نن به دې په نوم کس نه وې لیدلی  چې  لمونځ يې کړې وای، روژه به په راڼه میدان خوړل کېدله او اسلامي شعایر به تر پښو لاندې کېدل. دا خو ددوی  ددعوت برکت دی چې کابل کې دومره مسلماني او اسلام پاتې دی.

 اصلاحیان   ځانونه په اوس وخت کې د اسلام او دعوت ټیکه داران  او د سابقه جهاد اتلان بولي.

 مسلمان باید د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بل مسلمان ورور په غم خفه شي، ځکه مسلمان د مسلمان ورور دی،په غم يې باید خفه او په خوښۍ يې خوښ شي،  خو دا پدې مانا نه چې خپل سکنی ورور هېر کړي، خپل کور هېر کړې خپل ولس هېر کړې. په سوریه کې مظاهره نه وي شوي چې اصلاح آنلاین وخته پرې راپور تیر کړی وي، په مصر کې د یسقط یسقط السیسي چیغه نه وي وهل شوي چې جمعیت اصلاح…الخ   ورسره دلته زمزمه کړې وي ، په فلسطین کې په یو یهودي سرتیري د ډبرې وار نه وي شوی چې د جمیعت اصلاح شیخان ورسره دلته د الله اکبر چیغه اوچته کړي، خو په افغانستان کې که یو مسلمان ددوی ترمخ وژل کیږي، بې پته کیږي، زنداني کیږي، شهیديږي، اسلامي شعایر ورځ تر بلې تر پښو لاندې کیږي،  دوی ورته  د مصلحت په خاطر په مړو سترګو ګوري.   د فلسطین او نورې اسلامي نړۍ د مسلمانانو سره د همدردۍ مخالفت راته ګناه ښکاري  خو دا مصلحت دې توره لوخړه شي چې له مخې یې دومره هم نشې ویلای چې افغانستان مستعمره شوی؟؟ افغانستان اشغال دی؟ جهاد فرض دی، د اشغال مقابل کې وژل شوي کسان شهیدان دي؟ دومره هم نشم کولای چې د یو شهید جنازې ته سر ورښکاره کړم؟  او که  همدې ته ناست يئ چې اوسنۍ مبارزه او جهاد بې عقلي، قربانۍ ورکول له ځان او کورنۍ  سره دښمني وګڼئ! د خدای لوري ته به ورځئ، فانتظروا نا منتظرون.

 تاسو په کومو سترګو په دولت کې  خپل ګوند راجستر کړی، د همدې دولت په ۱۰۰ کې ۵۰٪ مامورین اوس هم پخواني کمونستان دي؟ دا  دبندیانو سره چې چیرې هم  ظلم، زیاتی او شکنجه کیږي والله بالله که له کمونستانو پرته نور څوک وي،  په دې پوهېږې چې هغوی دا مظلومین ولې شکنجه کوي؟ ولې يې زوروي؟ ولې يې په شهادت رسوي؟ ؟؟؟  که ځان پوهول غواړې یوه ورځ له دغو خلاص شوو اسیرانو څخه پوښتنه وکړه، ستا پېغور ورکوي، ستا په سر وهل کیږي، کمونست د تېر جهاد بدله   اخلي؟ د هغوی هېڅ نه دي هېر هغوی اوس هم په خپل موقف ولاړ دي، هغوی اوس هم خپل موقف ته په درنده سترګه ګوري، خو ته! له خپل موقفه واوښتې ، خپل ځان ته دې سپک وکتل، مجاهد ته دې سپک وکتل …. تا خیانت وکړ، تا جفا وکړه تا به خدای هيڅکله په دې نه بښي چې موږ دعوت کوو جهاد دې نور وکړي؟

دا د آسان او پوست اسلام رانیول هر کس کولای شي، تبلیغیان نه ګورې، ډمان، نایان، کرکټیان او…. ټولو ورته مټې رابډوهلي، خو  دا لا څنګه دعوت دی چې نه مو په کې لاس ټپي شو نه په کې پښې تڼاکې شوې نه مو زندان په سترګو ولېد او نه شهادت!!! نه مو امریکا مخالفه ده نه مو د کرزي دولت؟

ای له خدایه وشرمیږئ، ستاسو انځورونه په زندان کې بندیانو ته ښودل کیږي چې دوی خو هم عالمان(!) دي، دوی خو هم  ددجهاد او قتال په مسایلو پوهيږي، له تاسو يې دوه ګزه اوږدې ګیرې پريښي، له تاسو لمونځ هم په ښه طریقه کوي، دوی د دولت سره کار کوي او تاسې جهاد کوئ، تاسو له دوی ښه پوهيږئ؟؟؟ اصلاحیانو تاسې زموږ د تندي داغ شوئ، تاسې د اور د پرتوګ مثال لرئ، که مو اغوندو سوځيږو که يې له ځانه لیرې کوو شرمګاه مو ښکاري!

د الله لوري ته به ورځئ، حساب کتاب باندې به مو یقین وي، خدای ته به څه ځواب ورکوئ، خدای به درته هم دا وايي چې : (وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا) څه ځواب به خدای ته ورکوئ؟ لږ فکر وکړئ، په دې ګریوان کې سر ښکته کړئ،  که د (دعاة لا قضاة)  په فلسفې چلیږئ، نو څنګه چې اوس غلام او محکوم ژوند کوئ، تر قیامته به همداسې وئ؟ آزادي، خوښي، حاکمیت  د توري په پورته کولو او  جهاد کې دی   نه په سیاسي مبارزو کې…

لیکوال: خالد مسلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x