شعـــــرونه

نعتیه غزل: عبدالرحمن محمود

عبدالرحمن محمود

چي تر ځان او تر جهان راباندې ګران دى
د زړه سر مې په هر آن راباندې ګران دى

زما د ژوند د رحۍ قطب دى نګين دى
د عالم څخه پنهان راباندې ګران دی

هم مې قند او هم مې عسل هم شٙکٙر دى
دا ياقوت مې د کنعان راباندې ګران دى

و دربار ته ېي ليلام زما هست ونيست دى
دا جمال د ګلستان را باندې ګران دى

په طينت مي له ازله أخښل سوى
دغه در د خپل جانان راباندې ګران دى

له بيلتونه ئي پناه ده خدايه غواړم
رانصيب خپل ارمغان راباندې ګران دى

زه محمود ئي په عقبا کي همراه غواړم
خلګو دا مې خپل ايمان راباندې ګران دى

عبدالرحمن محمود

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x