نظــر

د کابل بريد، انتحاري و که د ايسکريم په کراچۍ کې ځای په ځای شوي بمونه؟!/ حقمل

حقمل

ايا دا انتحاري چاودنه وه كه د آيس كريم لاسي كراچيو كې ځای په ځای شوو بمونو چاودنې؟

دې پوښتنو ته د سم ځواب لپاره دا حقائق په پام كي ولرئ:

.داعش د پېښي پړہ منلې ده، خو څو خبري ښيي دا ادعاء ناسمه ده

1- دوى دا چاودنه د ابوعلي په نامه د يوه افغان له لوري گڼي، خو په پښتنو كي هيڅوك داسي نوم نه كاروي.

2- په سيمه كي درې چاودني شوې نه يوه.

3- د يوه كس باروتي واسكټ قطعاً دومره تلفات نشي رامنځته كولى.

4- عيني شاهدانو ويلي چي د آيس كريم په دريو لاسي كراچيو كي چاودني شوې نو ځكه ئې ډېر تلفات اړولي، نږدې 80 مړي او تر دوه سوه زيات ژوبل؟

. په ښارونو كي نږدې ټولي چاودني بمي چاودني دي نه انتحاري چاودني؛ خو په كابل كي كورنۍ او بهرنۍ كړۍ او مزدوري رسنۍ د خاصو موخو لپاره هغوى ته د انتحاري او ځانمرگي بريدونو نوم وركوي.

. ايران له هغو پروژو سره سخت مخالف دئ او د شنډولو لپاره ئې له هيڅ خائنانه اقدام ډډہ نه كوي چي مركزي آسيا د افغانستان له لاري له جنوب سره وصلوي او نفت، گاز او برېښنا ئې له دې لاري پاكستان او هند ته لېږدول كېږي. ايران د همدې لپاره په تېرو دېرشو كالونو كي زموږ هېواد كي د بې امنيو پر دوام پانگوني كړې، شمالي ټلوالي او شيعه ډلو ته ئې د جنگ لپاره پيسې او وسلې وركړې. ايراني حكومت افغاني شيعه په ځانگړې توگه هزاره گان په سوريه، عراق او افغانستان كي د خپلو موخو لپاره جنگوي، په سوريه كي د دغو هزاره جنگياليو شمېر نږدې 20000 ته رسېږي. تهران د روسانو له وتلو تر نن پوري دا لوبه كوي، دوى لومړى شيعه ډلي له نجيب سره كښېنولې، نجيب ته ئې بلنه وركړہ چي مشهد ته ورشي، هلته ئې د دغو ډلو مشران له نجيب سره كښېنول، او تر منځ ئې د همكاريو تړون وشو، له كبله ئې گڼ شمېر هزاره د ملېشو په ټولگيو كي تنظيم شول، په باميان او هزاره جات كي ئې د هغو مجاهدينو پر مخ لاري وتړلې چي د هېواد شمال ته ئې له دې لاري تگ راتگ كولو.

له روسانو سره د مسعود له معاهدې وروسته د پنجشير لار پر دوى وتړل شوه نو ځكه به ئې د باميانو له لاري تگ راتگ كولو. بيا ئې هغه مهال چي نجيب غوښتل استعفاء وكړي او قدرت يوه موقت حكومت ته ولېږدوي؛ ايراني استخباراتو د كي جي بي او سي آى اې په وينا او ملگرتيا د جبل السراج ائتلاف جوړ كړ، چي پايله ئې په خونړيو كورنيو جگړو كي د ايران پلو ډلو ښكېلېدل وو. د امريكا له يرغل وروسته تهران همدا ډلي له امريكا سره ملگرتيا ته چمتو كړې، په امنيتي ځواكونو كي تنظيم شول، له بليك واټر سره د دوى ډيرى هغه مليشې يو ځاى شوې چي تر دې وړاندي د نجيب مليشې وې. په سلگو پښتانه مشران او جهادي شخصيتونه د دوى په لاس ترور شول. يوازي د شجاعي په نامه يوه تن تر 120 زيات پښتانه وژلي.

همدا اوس د بغلان په ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدين، د كندز په چهار دره او دشت ارچي او په ټول شمال كي د طالب تر نامه لاندي د پښتنو خلاف جنگ روان دئ، د افغانستان روان جنگ اصلاً د پښتنو په ضد جنگ دئ، دوه مليونه پښتانه په داخل كي او درې مليونه له هېواد بهر مهاجر دي، زندانونه له دوى ډك دي. په ټولو جنگونو كي هغه ډلي پراخه برخه لري چي په ايران پوري تړلې دي. په دې جنگونو كي د دوى كرغېړن حضور په افغان ولس كي ژوره كركه او د انتقام جذبه راپارولې، اكثر افغانان په دې عقيده دي چي هزاره تر افغانستان ايران ته زيات وفامن دي، د ايران لپاره هر څه كولو ته چمتو دي، په افغانستان كي همغه څه كوي چي په سوريه او عراق كي ئې كوي.

. د جنبش روشنايي په نامه حركت هم د ايران په وينا او مالي مرستي پيل شو، غوښتل ئې له بهر د رالېږدېدونكې بريښنا مزي د باميان له لاري وغځول شي، او دا د دې لپاره چي سويچ ئې د ايران په لاس كي وي، هره شېبه ئې د قطع كولو توان ولري. د ارگ محاصره كولو گواښونه ئې وكړل، كابل چارواكي د دوى ځينو غوښتنو ته تسليم شول، باميان ته ئې 300 كيلواټ برېښنا لېږدولو ژمنه وكړہ او كار ئې عملاً پيل كړ، دا په داسي حال كي چي باميان تر ډېرو ولايتونو لږ نفوس لري، له همدې لږ نفوس ډېر ئې په هغو ښارگوټو كي استوگن شوي چي د ايران په مالي مرستو په كابل، هرات، مزار، غزني او كندهار كي جوړ شوي.

كه دې ولايت ته دومره برېښنا وركول كېږي نو نورو ته خو بايد درې او څلور برابره زياته برېښنا وركړى شي!! دومره برېښنا د باميان لپاره ستر امتياز وو، خو هغوى پرې قانع نشول، د بل لاريون پرېكړہ ئې وكړہ او سړكونو ته راووتل. د دوى گواښونو او مزيدو امتيازاتو غوښتنو لازيات حساسيتونه راوپارول. په اصل كي د دې پېښي مسئوليت يا د ايراني استخباراتو پر غاړہ دئ چي شيعه ډلي د بي امنيو او قومي تعصباتو پارولو لپاره استخداموي او يا د كابل نااهلو چارواكو پر غاړہ چي د بدمعاشانو او اوباشانو گواښونو ته تسليمېږي، د هغوى جسارت زياتوي او د غيرعادلانه امتيازاتو په وركولو سره په ولس او قومونو كي حسادت، نفرت او منفي رقابتونه راپاروي. تل بي عدالتي جگړو ته لار پرانيزي او عدالت په سوله منتج كېږي. د دهمزنگ د پېښي مسئوليت تر ډېره بريده د همدغو دواړو پر اوږو دئ.

• عجيبه دا ده چي د لاريون مشري د بهزاد په نامه يو هراتى چي د ايران د سفارت مأمور ئې گڼلى شو، د پدرام په نامه يو بدخشانى كمونست او د ولسي جرگې يو ارزگاني غړى او دوى ته ورته څېرې كوي، پدرام او ملگري ئې د روسانو د يرغل په موده كي د يو نيم مليون افغانانو او اوس د امريكايي يرغل په دوران كي د دوه نيمو لكو افغانانو په وژني كي لاس لري!! څنگه ومنو چي دوى د باميان لپاره برېښنا غواړي او موخه ئې شرارت او د قومونو جنگول نه دي؟!! .

.هغه كورنۍ او بهرنۍ كړۍ چي نه غواړي بهرني ځواكونه له افغانستان ووځي، جگړہ پاى ته ورسېږي او د افغان ولس د خوښي حكومت د اوسني امريكايي حكومت ځاى ونيسي، هغوى د بهرنيو ځواكونو د پاته كېدو لپاره بهاني او حيلې جوړوي، همدا كړۍ په داسي پېښو كي لاس لري. د شمال وروستۍ جگړي، له سيمو د دولتي ځواكونو وتل او بېرته په لويو او پراخو زمكنيو او هوايي بريدونو سره سيمو ته ننوتل؛ هغه هم د سلگونو بې گناه او مظلومو افغانانو د مرگ ژوبلي په بيع؛ او همداسي د سيمو لاس په لاس كېدل د همدې موخي لپاره استخباراتي لوبه ده.

حقمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x