شعـــــرونه

غزل: عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

هم دې رقیبان هم دې جانان مني
اوس خو دې طالبه ټول جهان مني

تا هر امپراطور په کنډو کړی دی
نن دې نړۍ وال ځواک د ایمان مني

مات دې کړو ریښتیا د کلیسا ناقوس
خود به حق منبر غږ د آذان مني

ای د وخت موسی څومره اعجاز لرې
زکه دې د عصر فرعونیان مني

ته زموږ امام د غزاګانو یې
ټول ملت دې امر هر فرمان مني

لمره تورې شپې دې ترۍ تم کړلې
ډک له سپینو ستورو دې اسمان مني

وصل دې منزل ته لوی کاروان کړلو
یې ملي څاروان تا هر څاروان مني

تور داغ تا ناټوته په تندي کېښود
ستا اتلولي ټول اتلان مني

وایم (عرفاني) چې غرور و نکړې
هر څوک غازي په هر میدان مني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x