شعـــــرونه

غزل: محمد نعيم ستومان

محمد نعيم ستومان

څه زر راپېښ شوې! څومره زر پرېوتې
لکه لمر راغلې لکه لمر پرېوتې

بختور خاله! د هغې په ټنډه
دا خو له ستورو نه هم بر پرېوتې

زما نیم ژواندیه نیمه خوا ارمانه
زما سایه شوې په هر در پرېوتې

پښتنې بیا پکې سرتورې شولې
خدایه! څه ټکې په خیبر پرېوتې

بیابه وي کوم زلمی په وینو لژند
څه سرې مرمئ پاس په سنګر پرېوتې

ستومانه! تنده به دې ماته شي پرې
که یې د شونډو په کؤثر پرېوتې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x