taliban posing with wepon

په شمال کې د طالبانو د پوځي پرمختګ لاملونه

په دې وروستیو کې  دشمال زون  مربوط  د بدخشان  ولایت  د دولتي ځواکونو په خلاف  د  طالبانو  د پوځي فعالیتونو په مرکز بدل  شوی او ډیرې سیمې یې د طالبانو تر واک لاندې  راغلې دي .

په یاد ولایت کې دکران اومنجان ولسوالې هغه سیمه ده چې  دمرکز په شمول  ټوله  دطالبانو ترواک لاندې او د دولتي ځواکونو ورکې هیڅ شتون نه لیدل کیږي .  وردوج  ولسوالې ددې  ولایت بله سیمه  ده چې  دولتي ځواکونه یې یواځې په مرکز کې محاصره او نور اطراف  یې ټول دطالبانو  ترکنټرول لاندې دي.

پرون دچار شنبې په ورځ  دکابل حکومت  ولسي جرګې  دبدخشان دامنیتي وضعیت په اړه  په  رابللې غونډه کې دهغه پلاوي نظریات واوریدل کوم چې وږي دمیاشتې په ۳۰ نیټه یې یادولایت  ته  د امنیتي وضعیت  دڅیړنې په موخه استولی وه .

دپلاوي په نظر او مشاهداتو کې په بدخشان ولایت کې د طالبانو د پرمختګ دمخ نیوي لپاره هیڅ داسې تکتیک نه وه  غوره شوی چې  په کارولو دي دولتي ځواکونه دطالبانو له بریدونو په امان شي.

بدخشان ولایت هغه سیمه ده چې دطالبانو دواکمنۍ په مهال دهغوئ دحکومت له ساحې بهرپاته وه ، خو اوس چې طالبان نه د پخوا په څیر په مرکز تسلط لري  او نه هغومره امکانات  نو ولي  دبدخشان په شمول زیاتره شمالي ولایتونو په تدریجي ډول دهغوئ تر واکمنې لاندې راځې؟

د دې لامل ښکاره دی او هغه داچې دشمال ځوریدلو خلګو په تیرو ۱۲ کلونو کې د بهرنیانو ترحمایت لاندې دکرزي د حکومت او په هغوئ باندې د شمالي ټلوالې  مظالم ولیدل چې له خپلو کورونو او ملکیتونو څخه یې په جبر نورو سیمو ته په کډه کولو مجبور کړل.

بهرنیو ځواکونو او دهغوئ  داخلې ملاتړو  دشمالي ولایاتو اوسیدونکو ته له نا امني، اداري فساد ، فحشاء او نورو بدمرغیو پرته بل  هیڅ  د ښیګڼې او ترقي کار ونه کړ ، هماغه ده چې سمه ایزو اوسیدونکو هم  د دوئ له مظالمو څخه دځان ژغورنې په غرض دطالبانو حمایت ته مخه کړه او طالبانو سمدستي  تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې تر بل هرڅه له مخه دهغوئ اساسي غوښتنه  دامنیت  ټینګول  تأمین کړل .

په شمال کې د طالبانو دپرمختګ   بل عامل دشمالې ټلوالې  دغړیو ترمنځ  داخلې  اختلافات دي  چې په دې وروستیوکې  یې  دانتخاباتې  غورځوپرځو له امله لاشدت میندلی .

څو ورځې تر مخه  دسرپل ولایت دکوهستاناتو ولسوالۍ ولسوال  او په مشرانو جرګه کې ددغه ولایت پخوانی  سناتور  قومندان عبد الحی دشمال دیوه  بانفوذه  شخصیت  په توګه طالبانوته واوښت .

په شمال کې دطالبانو ولسي او پوځي  نفوذ  په تدریجي ډول په دغې سیمې کې  د بهرنیانو او دکرزي حکومت  دکمزوري لامل ګرځي  چې  دغه کار په اوسنیو حساساسو شرائطوکې  طالبانو ته  حیاتي ارزښت لري ؛ځکه هغوئ (طالبان)  چې دهیواد  په جنوب ، جنوب لویدیځ او ختیځ کې  پراخ  پوځي نفوذ لري غواړي  دبدخشان ،تخار اوکندوز له لارې خپله  دنفوذ ساحه  په حلقوي شکل   دشمال  اوجنوب لویدیځو ولایتونو ترمنځ سره ونښله وي   .

طالبان غواړي   په  ۲۰۱۴ کې  دبهرنیو ځواکونو  دپرشاتګ  په مهال  دهغوئ له ولکې وتلې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي  ترڅو په هیواد باندې دخپل سراسري  پوځي  نفوذ په وسیله   وکړای شي  د بهرنیانو له وتلو وروسته  دمتوقعه  ګډ وډۍ  په مخنیوي  کې خپل   رول  په مؤثره توګه ثابت   او هیواد  دکورنۍ جګړې له خطره وژغوري .

د نن ټکي آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د