نظــر

د شمال مجاهد او د جنوب ترهګر

محمد اکبر نيازی

کله چې هم په هيواد کې د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د مجاهدينو د مبارزې او جګړې خبرې کيږي نو د دې مبارزې او جګړې ټول کريډټ د شمالي ولايتونو هغو غلو او چپاولګرو ته ورکول کيږي چې د جهاد په نامه يې افغانستان لوټ او افغانان بې پته کړي دي، د پخواني شوروي اتحاد له ماتې څخه را په ديخوا چې کله هم په افغانستان کې د مېړنيو او سرښندونکو افرادو ورځې نمانځل کيږي نو داسې مالومېږي چې دا سرښندونکي او غازيآن يوازې په شمالي ولايتونو کې زېږېدلي او په جنوبي او ختيځو ولايتونو کې څوک د مجاهد او جهاد له کلمې سره بلد نه دي او نه هم په کې داسې څوک زېږېدلی چې د هېواد او ولس پر سره يې مېړانه کړې وي، کله چې د جهاد خبره کېږي نو ټول امتياز يې هغه افراد اخلي چې د خپلې واکمنۍ پرمهال يې د جهاد په نامه له خلکو ناموس واخيست، د خلکو  کورونو يې لوټ کړل، د هېواد ناموس يې پرديو خرڅ کړ، تر خپلې وسې پورې ځمکې غصب کړې، هېواد يې له خاورو سره خاورې کړ، ټول اسلامي احکام او اصول يې تر پښو لاندې کړل، اسلام يې د نورو په وړاندې يو بدرنګه دين ثابت کړ، نړيوالو ته يې اسلام د وحشت او بربريت دين په توګه وروپېژند.

د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې په جګړه کې ټولو افغانانو برخه واخيسته، ټولو خپل سرونه له هېواد او دين څخه قربان کړل، هرچا تر خپلې وسې له هېواد او ناموس څخه ساتنه وکړه خو له بده مرغه چې اوس هماغه د يوه سنګر ياران ځينې ترهګر، تروريسټان، انسان وژونکي، ناموس پلورونکي او ځينې نور بيا مجاهدين، انسان ژغورونکي او هېواد پآله او ناموس ساتونکي ګڼل کيږي چې لومړۍ برخه يې پښتانه او دويمه ډله يې تاجک او هزاره قومي دي.

اوسمهال ګورو چې مجاهد او جهاد يوازې په شمالي ولايتونو پورې تړلي او کله چې هم د جهاد د امتيآز خبره کيږي نو بيا د جهاد ټول امتيازات د شمال په لور درومي او دا هغه مجاهدين دي چې د شيطان په وړاندې جهاد فرض او د شيطان د پلار په وړاندې بيا جهاد، کفر، ترهګري، دهشت او وحشت بولي.

اوسمهال که ځير شو د سرښندنو او مېړانو په ورځو کې د پښتون ميشتو سيمو ريښتنيو مجاهدينو ته په داسې سپکه سترګه کتل کيږي چې د دې هېواد اصلي دوښمنانو  ته هم نه کتل کيږي دلته که پښتون قوم هرڅومره مېړانه کړې نو دغه مېړانه بېرته د ده لپاره سترګواښ ګرځېدلې ده دوه کسانو مسعود هم د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې جګړه وکړه او حکمتيآر هم اوس ګورو چې مسعود مجاهد او ملي قهرمان خو برعکس حکمتيار بيا په نړيواله کچه ترهګر ګڼل کيږي، د مسعود په نوم څلور لارې نومول کيږي خو برعکس حکمتيار بيا د همدې تاجک او هزاره کثيف قومونو له خوا ښکنځل کيږي، بل کلکاني چې د وخت د قانوني حکومت په وړاندې يې بغاوت وکړ خاورو ته د سپارلو لپاره ورته بيا مراسم نيول کيږي خو ملامحمد عمر بيا يو ستر ترهګر او جنازه کوونکي يې ترهګر بلل کيږي. په همدې ډول اوسني حکومتي چارواکي او پخواني تش په نوم مجاهدين چې د غلا کچه يې خپل اوج ته رسېدلې خپل د سنګر پښتانه ياران ترهګر بولي تر دې چې هغوی ته په هيواد کې د ژوند کولو ګواښ هم کوي د بيلګې په توګه څه موده وړاندې حکمتيار غوښتل ترڅو د سولې له پروسې سره يوځای شي خو په حکومت کې يو شمېر پرديپالو، متعصبو، ځان غوښو ، ايرانپالو، لاسپوڅو، بې ننګو او غلو تاجکو او هزاره قومي افرادو د نوموړي د راتګ مخه ونيوله او اجازه يې ورنه کړه ترڅو د دوی په څېر د خپل جهاد امتياز ترلاسه او د دوی د ګټو په لاره کې خنډ رامنځته نه شي.

همدا ډول دا افراد جهاد په ځانګړي قوم او ډلې پورې تړلی او ټول امتيازات يې هم دې ځانګړې ډلې او قوم ته ورکول کيږي. که وګورو نو د افغانستان د تاريخ په اوږدو کې دا هېواد تل پښتون ساتلي خو په همدې هېواد کې بيا پښتون تل وژل شوی، ځورول شوی،لوټل شوی، بې کوره شوی او په ټوله مانا ځپل شوی دی.

خورا ډېر وخت کيږي چې پښتون د پښتون او نورو په لاس ځوورل کيږي، بې ننګه پښتون د پښتون د ځورولو زمينه برابروي تاسو وګورئ په شمال کې ميشت پښتانه د نورو وحشي قومونو له لوري په داسې بې رحمانه توګه وژل کيږي چې انسان څه چې حيوان هم بايد ونه وژل شي يوازې له دې کبله چې پښتون ږيره پرېښې، پښتون جومات ته ځي، پښتون څادر ګرځوي او پښتون واسکټ اغوندي.

که له نوور راتېرو او د حامد کرزي او اوسنۍ حکومتي دورې په اړه ووايو نو بيا ددې کلونو په ترڅ کې پښتون ستره قرباني ورکړې که هغه په هر اړخ کې وي په داسې حال کې چې د پښتون د واکمنۍ پرمهال پښتون له داسې ستونزو او ناخوالو سره مخ شوی چې د نورو په حکومت کې به نه وي شوی کزری هم په نوم هغه پښتون ولسمشر وو چې  د پښتون په وژلو يې زړه نه يخېده د خپلې واکمنۍ پرمهال يې خپل ورور په داخلي او خارجي وحشيانو بې پته کړ، د نورو ټپ ساری او تل يې نورو ته محتاج کړ او د خپلې واکمنۍ پرمهال يې په بشپړه مانا له خپل حق څخه بې برخې او په ستوني ورته پښه کېښوده.

اوس ګورو د غني په حکومت کې پښتون څومره ذليل او بې واکه دی هر ورځ په بيلابيلو نومونو وژل کيږي که د تاجکانو يا هزاره ګانو د اوسېدو سيمو ته وګوور نو د ژوند له ټولو اسانتياوو څخه برخمن دي، امنيت يې ډاډمن، ښوونځی يې خلاص، روغتون يې مجهز او نور هغه څه چې په ژوند کې ورته اړتيا ليدل کيږي.

خو راځي همدا اسانتيآوې بيآ په پښتون ميشتو سيمو کې وګورئ، ترهګر دوی روزي، د ترهګر له روزونکو سره دوی اړيکې ګرمې ساتي خو بيا پړه يې بېرته په بدبخته پښتون اچوي، د پښتون ښوونځي تړي د وحشت په لور يې روانوي بېرته پرې د پښتون ښوونځي سوځوي او ورانوي خو بيا نوم هم بېرته ورته د ترهګر ورکوي په پايله کې ويل شم چې په دې هيواد کې پښتون په ټوله مانا سره ځپل کيږي، خپل حق ترې اخيستل کيږي او وژل کيږي او دا کړنې هم د نورو قومونو له لوري تر سره کيږي هغه قومونه چې مشران يې د واک په ګدۍ ناست دي خدای دې وکړي چې پښتون هم د نورو په څېر يو رښتيني لکه ارواښاد وزير محمدګل خان(رح) مشر پيداکړي ترڅو په ژوند کې نور له دې ناخوالو او غميزو څخه خلاص شي.

د يو هوسا او ارام ژوند په هيله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x