شعـــــرونه

غزل: فتحان حنفي

فتحان حنفي

درځم ترتا خوږه اشنا نن د ازغو په څوکو
ستا په لټون کې یم روان د جګو غرو په څوکو

دا ستا هجران یم سوځولی نن مې یون کړی ده
یم درروان پروا مې نشته د لمبو په څوکو

هجر دې سخت دی رانه ورکه یاره کوم پلو یې
ډیر مې کتلی یې د خړو مقبرو په څوکو

نه دي د ژوند نه دي د بند راته احوال راغلی
له ډېره فکره یم روان د اندیښنو په څوکو

کاش چې خبر شم چې ژوندی یې زما خوږه اشنا
زه به درځم ستا تر دیدار د څو شېبو په څوکو

ستا وه دیدن ته مې زړه داسې تږی تږی ده چې
دیدار دې غواړم خیر که وي د شکنجو په څوکو

که شوم خبر چې رانه تللی یې ابد ته ګرانه
زه هم درځم د زنکدن سختو څپو په څوکو

درته اشنا چې نن اظهار کوم (فتحان)د میني
څرګندوم خپل محبت د ښو شعرو په څوکو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x