ادبي لیکني

(ښوونکی ته) په تخته یی ولیکل

بابو جان اکا هغه وخت خپل کوچیانی ژوند ته شا کړه کله یی چی اوښ ورته مړ شو .

بابو جان اکا خو به تل له خپلو او خپلوانو سره د کډو په کاروان کی له یوی سیمی نه بلی سیمی ته په اوښ کډه بار تګ او راتګ کاوه .

کله چی بابو جان اکا ته یی اوښ مړ شو نور یی له خپلو او خپلوانو سره د کډو په کاروان کی د کډی کیدو توان له لاسه ورکړ نو یی ځکه کلی ته را مخه کړه .

بابو جان اکا له ډیری ناچاری کلیوالی ژوند ته غاړه کیښودله .

کلیوالو بابو جان اکا ته په کلی کی د استوګنی شرایط برابر او یوه کوټه یی ورته ورکړه ، ترڅو په کلی کی د یوه کلیوال په توګه استوګنه او ژوند ولری .
بابو جان اکا خو د کلیوالو میلمه یادیده کلیوالو له زړه نه د بابو جان اکا سره په کلیوالی ژوند کی مرسته کوله .
بابو جان اکا خپل نوی کلیوالی ژوند ته حیران و په تورو کوټو کی ژوند خو بابو جان اکا ته د بندیانو ژوند بریښیده کوچیانو به په تورو کوټو کی ژوند، ژوند نه باله ، د کوچیانو په سپینو خیمو کی د سپینی سپوږمی تر وږمو لاندی ژوند هغه ژوند باله چی په ګومان یی کلیوال ترینه بی برخی دی .

خو بابو جان اکا ژوند ته دده د اوښ مرګ بدلون ورکړل .

همغه و چی بابو جان اکا کلی ته را مخه کړه له خپلو او خپلوانو سره یی د کډی کیدو توان له لاسه ورکړ ، بابو جان اکا د اوښ له مرګه وروسته کلیوالی ژوند ته اړ شو .

بابو جان اکا به تل د ژمی سړی ورځی او شپی واوری او بارانونه پښتل ، د لاندې وچی غوښی ، ګرمی تاوخانی د شپی په جوماتونو کی د ځوانانو او ځلمیانو تر منځ به یی د لنډو او لنډو نقلونو او کیسو پښتنی کولی .

د کلیوالو تر مینځ به یی د مینی او محبت شپی او ورځی پښتلی ، بابو جان اکا به تل هغه څه له ځانه سره انځورول چی په خپل کوچیانی ژوند کی یی له نورو د کلیوالی ژوند په هکله اوریدلی و .

کلیوالو هم له بابو جان اکا سره د ګډ کلیوالی ژوند په تمه بابو جان اکا ته ډیره پاملرنه درلودله ، د کلیوالی ژوند ښیګڼی به یی تل بابو جان اکا ته ځرګندولی ، د کلیوالی ژوند او رواجونه په هکله مدرسو او جوماتو کی د ژوند لپاره زده کړه او تعلیمی پروګرامونو په بیانولو سره کلیوالو غوښتل چی بابو جان اکا هم د دوی په ځیر له کوچیانی ژوند نه مخ را واړوی او د کلیوال په توګه نوی ژوند پیل کړی .

بابو جان اکا خو هغه وخت له کلیوالی ژوند سره مینه پیدا کړه چی له کلیوالو نه یی د کلیوالی ژوند ښیګڼی اوریدلی ، نو ځکه بابو جان اکا وپیله چی د نورو کلیوالو په شان خپل اولادونه به تعلیم او زده کړه کی له نورو کلیوالی ماشومانو سره وګوری .

د ژمی په شپو کی د کلیوالو نه د لنډو لنډو نقلونو او کیسو بابو جان اکا له خپل کوچیانی ژوند نه جلا کلیوالی ژوند سره وتاړه .

بابو جان اکا به کلی کی ځانته د استوګنی د کوټو په جوړولو پیل وکړ .

بابو جان اکا خو په دی هیله چی نور کلیوال شی ، خپله کوچی لور یی په کلی کی د کلی ځوان داکټر ته کوژده کړه .

هغه به تل د کلی له ځوان داکټر سره ناست ، داکټر به یی لیدل چی ټوله ورځ او شپه به یی په سلګونو سلګونو ناداره کلیوالی ناروغان تداوی ، لازمی سپارښتنی به یی ورته کولی .

هغه ناروغان چی عصبی ستونزی درلودلی ، د تسکین لپاره به یی منطقی صلاح او مشوری ورکولی .

بابو جان اکا هم د ځوان طبیب د مشورو په وجه له ډیرو ناروغیو ځخه په درمان شو ، خو کله چی بابو جان اکا طبیب ته د خپلو سترګو ستونزی بیان کړی طبیب سم دلاسه بابو جان اکا ته د عینکو په جوړه ولو سرشو .

د بابو جان اکا سترګو ته یی رڼا ورکړه ، بابو جان اکا ډیر څه ولیدل ، هغه کوچنی دنیا چی ده به یادوله د طبیب په مرسته ډیره لویه دنیا ولیدله ، ژوند ته یی نوی تمه پیدا شوه.

بابو جان اکا خپل زوی ښوونځی ته شامل کړل بابو جان اکا به تل خپل ماشوم ترلاس نیولی ښوونځی ته بوتلل،

ترڅو د نورو ماشومانو په شان لیک او لوست زده کړی دا دنیا لکه څرنګه چی ده هغه شان وګوری طبیب شی او په خپلو ګوتو به کاغذ باندی دردیدلی خلګوته درمان ولیکی د ژوند او ژوندانه په لار کی هغه شان وځلیږی چی په دی دنیا کی د انسان سره ښایی ، لیک او لوست وکړی خپلو خلګوته د خدمت جوګه شی .

کله چی بابو جان اکا په ښوونځی کی خپل ماشوم ولید چی د ښوونکی په لارښوونه یی د خپل لاله هانده پلار تر مخ په تخته ولیکل :

ټول جهان یو توره صحرا وه
تا تری جوړ کړو ګلستان
اوس هم ډیرو پاغچو کښی
خاندی ستا د باغ ګلونه

بابو جان اکا دواړه لاسونه په دعا کړل ، خلګوته یی د روښانه ژوند هیله وکړه د وطن خدمت لپاره یی د خپل زوی د لویو لویو بریاوو په تمه د ښوونکی د خدمت په بدل کی ښوونکی ته سر په تعظیم شو ، په دی او هغه دنیا کی ښوونکو ته د سرولوړی هیله وکړه .

د عبدالروف (تاسنګ) لیکنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x