د فکري پوهنې د مؤلف مولوي عبدالهادي (مجاهد) نوی کتاب (د يرغل پر وړاندې) له چاپه راووت/ کتاب دلته کښته کړئ

نن ټکی اسیا: (د يرغل پر وړاندې) کتاب د مولوي عبدالهادي مجاهد دوهم کتاب دی چې پر افغانستان د امريکا له يرغل څخه د وروسته وخت خپلې ليکلې فکري، سياسي او څېړنيزې مقالې يې ورکې چاپ کړې دي. کتاب په ۴۰۰ صفحو کې چاپ شوی او د افغانستان او پښتونخوا په ټولو مشهورو کتابخانو کې تر لاسه کېدی شي.

مولوي عبدالهادي (مجاهد) د افغانستان پر سياسي، اجتماعي، فکري او فرهنګي وضعيت ژور نظر لري او کتابونه يې د ځوان نسل د فکري روزنې او ذهن سازۍ لپاره خورا مهم او کټور مفاهيم لري چې ځوانان  د معاصر اسلامي فکر له موضوعاتو سره اشنا کوي او د اسلام او مسلمانانو په خلاف د کفارو له توطيو او د سيسو یې خبروي.

د کتاب پر اهميت دوو پياوړو افغان ليکوالو هر يوه ليکوال او سياسي شناندي محترم مولوي عبدالرحيم (ثاقب) او ځوان مفکر او ليکوال استاذ لطف الله (خيرخوا) مهمې تبصرې هم ليکلې دي چې په هغو کې يې د مولوي مجاهد پر فکر او د هغه د کتاب پر موضوعاتو رڼا اچولې ده.

د يادولو ده چې د مولوي عبدالهادي مجاهد مخکنی کتاب (فکري پوهنه) چې په دري ژبه کې د(دانستنيهای از فکر اسلامی در جنگ فکری با غرب) په نامه څو کاله مخکې چاپ شوی وو هم په افغانستان کې په پراخ ډول نشر او استقبال شو.

مولوي مجاهد د افغانستان د تېرې يوې نيمې لسيزې د وضعيت اړه په عربي ژبه يو بل مهم کتاب (الاحتلال الأمريکي و حقيقة الصراع في أفغانستان) يعنې (په افغانستان کې د امريکا اشغال او د جګړې حقيقت) هم ليکلی چې په راتلونکي کې به چاپ شي.

د کتاب کښته کولو لپاره دلته کلیک وکړئ (حجم: ۵ ایم بي)

تبصرې (6)