“د يرغل پر وړاندې” کتاب يوه ځانګړې مبارزه

لطف الله خیرخوا، لیکوال

لطف الله خيرخوا

موږ د قضيې او دښمن په پېژندلو کې تل ستونزه لرلې. همدا د دې لامل ګرځېدلی چې موږ ډېر ځلې د دښمنانو د ير غلونو د واقع کېدلو په مخنيوي کې پاتې راغلي يو. او د ير غل له واقع کېدلو او د هغه په خلاف د اوږدو مقاومتونو له رامنځته کېدلو وروسته مو چې هر ځل دښمن په پوځي لحاظ مات کړی بيا هم تقريبا هر ځل موږ د هغه د فکري او سياسي دسيسو پر وړانې ماتې خوړلې. د دې ټولو تکراري پېښو لامل يو دی، او هغه دا چې موږ په خپله قضيه په تمامه معنا هېڅکله نه يو پوه شوي.

د سوبې لومړی شرط دا دی، چې په مبارزه کې انسان په خپل فکر، کړنلارې، هدف او دښمن پوه شي. هله به مناسبه رويه او د لومړيتوبونو انتخاب رامنځته کيږي او کرار به د هدف خوا ته درومي. همدا پوهه مبارز انسان پر حالاتو، شرايطو او ظروفو حاکم ساتي او د خپل انتخاب حق ورکوي. که دا پوهه نه وه، نو حالات، شرايط او ظروف به ځان مسلطوي، بيا نو مبارز ته بويه، چې څه ډول رويه کاروي او څه ډول د حالاتو مقابله کوي؟

د”د پرغل پر وړاندې”کتاب د فکري مبارزې شهکاره نمونه ده او يو داسې کوښښ دی چې د روان يرغل په اړه دې بشپړ پوهاوی رامنځته شي. موږ کاش د استاد مجاهد په څېر شخصيتونه ډېر لرلی، چې تر شوني بريده ډېر پوهاوی رامنځته شوی وی، خو دا چې نه شته، ځای يې دا نيسي، چې د دې کتاب مفاهيم په ژوره مطالعه کړو، عقل او زړه ته يې وسپارو او تر نورو يې ورسوو.

په کتاب کې ډېرې خبرې د پام وړ دي، چې څو خبرې ترې زه د نمونې په توګه راوباسم :

د يرغل ماهيت :

د غرب او سيمې د استعماري او نيمه استعماري زورواکانو د مغالطو په پايله کې زموږ ډېر خلک د دې جګړې په ماهيت نه پوهيږي. څوک وايي دا مازې اقتصادي جګړه ده. څوک وايي دا د څو هېوادونو د نيابتي جګړو ميدان دی. څوک وايي ټول کار د امريکا دی او د خپلې سلطې د دوام لپاره يې ځان ته مصنوعي مقاومت پيدا کړی چې تر شونې بريده يې دلته قيام اوږد شي. اصل هدف يې چين او روسيه ده…

دغو خلکو کې شعوري خلک هم شته، چې د موضوع عمق ته رسيږي، مګر په لوی لاس د هغو خلکو د بې لارې کولو کوښښ کوي چې نه پوهيږي او يا د نورو په تقليد ځان يوې نتيجې ته رسوي. دغه شعوري ډله د دې کتاب د محتوی له نظره څو جنايات کوي او لارويان يې ورسره د هغو مرتکبين دي:

اول دا چې دوئ د دښمن عقيدوي او فکري هويت پټوي، او په دې کار پر هغه حکم باندې هم خاورې اړوي چې اسلامي شريعت يې ورته ټاکي.

دوهم دا چې د دې دښمن پر وړاندې د جهاد حکم کې شکونه پيدا کوي، ځکه چې دوئ د دښمن اصلي څېره پټه کړې او خلکو ته داسې ښيي چې ګوندې دا هغه صليبيان نه دي چې اسلام يې په اړه دا او هغه حکم کوي.

درېيم جنايت يې دا دی، چې د دې خاورې مسلمان ملت له خپل رزمي تاريخ او اصيل فرهنګه شکوي. دې مسلمانانو چې هر مهال بهرنی دښمن په ځغاسته او مات مات له خپل کوره وېستلی، اوس يې په دې تېرباسي چې ګوندې دا جګړه درباندې بل چا تپلې. هغوی نه غواړي افغانستان ارام شي، پرمختګ وکړي او…

دا کتاب خپل خلک بېرته خپل تاريخ او ثقافت ته ورګرځوي، چې ګورئ دا تپونکي په هغه وخت کې نه ول چې تاسو دا ډول جګړې ګټلې. د دې تپونکو نوم لا نه و، چې تاسو ځان څه چې لا نور ملتونه هم ګټل!

څلورم جنايت دا کوي، چې د دې مسلمانانو پر حافظه ملنډې وهي. دې مسلمانانو په نږدې تېر کې غزاګانې وګټلې، دښمنان يې مات کړل، مګر دوئ يې رزمي تاريخ اوس داسې تفسيروي چې ګوندې تاسې خو هېڅکله له دښمن سره جګړه نه ده کړې، او دا اوس مو چې څه روان کړي دي دا د ناپوهۍ له امله دي. دا دېرش کاله دا ولس بې علمه پاتې شوی، او دېته ورته نورې خبرې. دوئ کوښښ کوي چې د کفر د سلطې په دوران کې د شکلي ښوونې په ترويج دې له مسلمانانو هوتکي، ابدالي، غزنوي او د تېر جهاد پېرونه هېر کړي. دا ملت د يوه غبي او مټاک منځي ملت په توګه مخاطب کړي!!

پنځم جنايت يې دا دی چې د دې مسلمان ملت افتخارات او سرښندنې په ډېر مهارت بل چا ته منسوبوي. دغه خلک، چې د افغان دوستۍ په جامه کې د افغانانو اصلي دښمنان دي نه غواړي دا ملت خپل تاريخي تسلسل وساتي، نه غواړي دا ملت د خپل ثقافت اصول په ژوندي ډول مراعات کړي، ويې پالي او د عمل په ميدان کې يې ترجمه کړي.

دا کتاب د روانې جګړې اصل ماهيت روښانوي، او له هغو څېرو پرده پورته کوي، چې دا جګړه بدله ښيي او پورتنې ياد شوي جنايتونه ترسره کوي.

د يرغل کيفيت :

په کتاب کې به ځای ځای تاسې ته “بله جګړه، فکري جګړه، د مفاهيمو جګړه، خاموشه جګړه” يا دې ته ورته ترکيبونه مخې ته درځي. استاد کوښښ کړی چې د جګړې کيفيت روښانه کړي او خپلو خلکو ته وښيي چې دا جګړه دومره په ساده کيفيت کې نه ده څه ډول يې ځينې خلک تعبيروي، بلکې دا يو هر اړخيز يرغل دی او په يو وار زموږ تنه او روحيه دواړه له منځه وړي.

دا جګړه، چې څومره مساحتي وسعت لري او ټوله اسلامي نړۍ يې لاندې کړې او هر ځای کې يې مسلمان په شکنجه کې نيولی، همدومره يې معنوي اړخونه هم ګڼ دي. همدومره تکتيکي تعدد لري. او هر اړخ او هر تکتيک يې ځانګړې توجه، دفاع او مقاومت غواړي.

دا کيفيت چې په دې کتاب کې په څه ډول روښانه شوی ښيي چې دا جګړه د تجزيې قابله نه ده. او د هغې په خلاف هم په حکم او هم د حکم په تعميل کې منظم او هراړخيز ستراتېژيک مقاومت ته ضرورت لري.

د کتاب محتوی په دې ډېر دلايل لري چې دا جګړه په مجموع کې د يوه فکر او يوې عقيدې له لوري اداره کېږي. په دې جګړه کې د دښمنانو تشکيلاتي توپير نه د هغوئ د ارزښتونو او اهدافو تغيير دی، او نه ورباندې دليل دی. د کتاب د دلايلو ساده خلاصه دا ده چې د دې جګړې د مقابل لوري مدير د هغه د ټولې ادارې مدير دی، نو ولې ورسره په رويه او حکم کې توپير پيدا کړی شي؟

هغه خلک، چې په همدې ډول ادارو کې کار کوي او ځان په تشکيلاتي توپير کې له جنايته پاک ګڼي، دا کتاب يې سر خلاصوي، چې څنګه پر يوه ښکاره وضعي فکر او فلسفي اصل خړوبه اداره په خپلو تشکيلاتو کې د خپل اساس اغېز ردولی شي؟

تاسې به کتاب کې ولولئ، چې غرب دلته په فکري برخه کې څه راوړي؟ همدغه فکر په ټوله اداره حاکم دی که نه؟ څه ډول خلک په کې استعماليږي؟ کومې لارې انتخابيږي؟ او دا هر څه بيا د کومو اهدافو لپاره کارېږي؟ که په ټوله اداره کې داسې کوم تشکيل وي، چې دې اهدافو ته کار نه کوي نو بيا خو سمه ده، او که نه نو د ځان د تېر ايستو هېڅ اړتيا نه شته.

د دښمن کلتوري هويت

يو څوک يوازې په جغرافوي انتساب نه پېژندل کيږي، چې فلانی کومه محدوده کې زېږېدلی او ژبه يې څه ده؟ که عبارت مې غلط نه وي نو دا يوه شکلي پېژندنه ده. اصل پېژندنه دا ده، چې د هغه تاريخي ژور ته کوز شې، د هغه فکري رجحان او ميلان راوسپړې، د هغه د خوځښتونو تر شا هڅاند فرهنګ مطالعه کړې، چې د دې فرهنګ او نظريي سرچينې کومې دي؟ نو ايله به دې د دښمن د پېژندو لار ميندلي وي.

که دښمن په دې وپېژنو، چې هغه په خپله په تزويري ډول د ځان په اړه څه وايي؟ ملګري يې د هغه په اړه څه وايي؟ خادمان او مزدوران يې په اړه څه وايي؟ نو دا يوازې هغې لومې ته ځان وربرابرول دي چې دښمن د همداسې غافلو خلکو لپاره ايښې او همدا ډول نا بلدي ورکې رانيسي!

بيا هم مهمه دا ده چې د دښمن له عقيدې زېږېدلی فرهنګ مطالعه شي او وشنل شي، ځکه چې د يوې معلومې قضيې په اړه د هغه د تمايلاتو فکري او فرهنګي ارزونه تر نورو ټولو لارو چارو د هغه هويت ښه روښانوي.

دا کتاب په همدې بنسټ په روانه قضيه کې د مسلمانانو د دښمن اصل هويت څرګندوي. د فکر سرچينې يې درښيي. د هغه د کار مېتود ته دې دروي. دکار وسايل يې در په ګوته کوي، د هغه د کار چورليزونه برسېروي، د ترکيز نقاط يې مخې ته درږدي، تر ټولو مهم دا چې د دښمن کار او زيار په داسې بڼه درته ږدي چې د خپل غفلت انتها ته دې پام واوړي!

تاسې به په کتاب کې ولولئ چې د روانو جرياناتو ستره بهانه «ديموکراسي» څه شی دی؟ په دې کې به هغو نکتو ته ستاسې پام واوړي چې دا ديموکراسي څه ډول د «اسلام» بديل ګڼل کيږي؟ شريعت په کومو دلايلو له ژونده ويستل کيږي؟

پدې مطالعه به مو د هغو خلکو په اړه هم ذهن خلاص شي چې ولې هغوی د اعتدال او سولې په نوم د دښمن رضاکار لښکريان دي. هغه منځلاري چې هر حرکت، منډه او هڅه يې يوازې او يوازې دښمن حاکميت ته مشروعيت ورکوي.

د کتاب په اړه دې څوک دا فکر نه کوي، چې ولې ليکوال د يو علمي څېړونکي په څېر بې طرفه نه دی. دا بې ځايه فکر دی، ځکه چې يو خو کتاب په يوه موضوع نه څرخي، بلکې د څوارلسو کلونو د بېلابېلو جرياناتو په اړه د مقالو ټولګه ده. دوهم دا چې ليکوال د قضيې سړی دی او ليکوال د ميليونونو مسلمانانو تر منځ يو هغه مسلمان دی چې روانو جرياناتو د ژوند پر داسې سختو مورګو درولی چې ممکن کوم رفاه پلوی يې  يوازې په کيسه لوستو زاره چاودی شي.

ليکوال د هغه علمي منافق په څېر نه دی چې عقيده يې يوه وي، خو ليکي او وايي بل څه. دی چې څه وايي د يوه مؤمن په څېر پر هغه معتقد هم دی. ليکي يې، اوروي يې، بل ته يې رسوي او د يوه بلا همت په زور د منزل په لو ردرومي.

لطف الله خيرخوا

#### د کتاب کښته کولو لپاره دلته کلیک وکړئ