ادبي لیکني

تالاشي «کيسه ګۍ»

حميدالله حيدرخیل

تالاشۍ ته راوسیدو عسکر غږ وکړ؛ که خپه کیږئ نه

راکوز شئ!

د ټکسۍ موټر دړې خلاصې شوې ټوله سپرلي ورکوزه شوه، لاسونه مې جګ کړل عسکر مې پر مټونو، لاسونو او تخرګونو لاسونه راکش کړل، جیبونو ته مې راورسید ګوتې یې پرې ټینګې کړې ویې ویل؛دا څه دي؟

ما وې موبایل دی، عسکر وویل؛ خاخا! وبښه خپه نه شې مخته لاړه شه!

زما تر شا بل ځوان باندې وار راغی، اوږده ببر ویښتان، پکول پر سر، ګلان په کې ټومبلي، شونډه یې ډډه او له څیرې یې ډار شیندل کیدو، عسکر یې په سترګو کې سترګې ونیوې او په غوسه یې ورته وویل؛ نصوار خو درڅخه منډه نه اخلي لږ کم نیسه!

ځوان ټنډه سره راټوله کړه، عسکر یې د واسکټ پر جیبونو لاسونه ومنډل له یو جیب یې وړوکی چاقو ترې راویست له بل جیبه یې دوه د نصوارو خلتې او له دریم جیب یې وړه خلته ترې راویسته، د ګوتو په سرونو کې یې ونیوه او پوزې ته يې پورته کړه پوزه یې کش کړه بیا یې وویل؛همممم چرس هم وهې؟

ځوان ځواب ورنه کړ عسکر څپېړه ورته کش کړه په دا مخ یې وواهه او بل عسکر ته یې وویل؛ سر پرې کل کړه او تشناب ته یې واچوه چې انسان شي.

له مټونو یې ونیوه دوه لتې یې په کوناټیو کې ورکړې، پکول یې مخته د تیلنګۍ په شان وتلید، په دیکو دیکو یې پوستې ته ننباسلو، لومړني عسکر، تر څنګ دریم عسکر ته په ټیټ غږ وویل؛ دا واخله زه تلاشي کوم او ته له دغو دوه سګرټ راجوړ کړه بیا به یې ګډ وپخوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x