افغانستان

پاڅونوال قومندان یوه پيغله انجلۍ په صحرايي محکمه کې ووژل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمری ۶مه، ۱۳۹۵ل): د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې یوه پيغله انجلۍ هغه ووخت ووژل شوه کله چې د یوه هلک سره په تلیفوني اړیکو ساتلو تورنه شوه.

د پژواک خبري اژانس د خپلي یوې سرچيني په حواله لیکلي چې دغه انجلۍ د پښتونکوټ ولسوالۍ د پاڅونوال قومندان عبدالرحمن شمال له لوري په اعدام محکومه شوه .

سرچینې د خپل نوم پټ ساتلو په شرط ویلي چې وژل شوې انجلۍ د چقماق ولسوالۍ اوسېدونکې وه او د همدې سیمي د کتله کلا سیمي یوه هلک سره یې ټلیفوني اړیکي ټینګي کړي وی، چې وروسته د وسلوالو له لوري ټینګه شوه، د سیمي مشرانو ته وسپارل شوه او بیا عبدالرحمن شمال پر هغې د اعدام حکم صادر کړ او وې وژل.

عبدالرحمن شمال دغه تورونه رد کړي او ویلي چې انجلۍ واده شوې وه، خپل د ماما له لوري وژل شوې او قاتل ایران ته تښتېدلی دی.

بل لوري ته د پښتونکوټ امنیه قومندان حیات سرخابي ویلي چې دغه انجلۍ د خپل کاکا زامنو له لوري وژل شوې. او بیا د بلخ ولایت ته تښتېدلي چې دوی یې پلټنه پيل کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x