بګرام : بهرنيو ځواکونو د ملي اردو يو افسر وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمری ۶مه، ۱۳۹۵ل):د پروان ولايت د بګرام په هوايي ډګر کې مېشتو بهرنيو ځواکونو د ملي اردو يو افسر وژلی.

د ملي اردو افسر د بګرام ولسوالۍ د صوفي بابا کلي اوسېدونکی وو او هغه مهال وژل شوی کله چې نوموړي غوښتل خپل بڼ ته لاړ شي خو د خارجيانو لخوا ډزي پرې وشوې.

د ملي اردو ۲۵ کلن افسر ګل کلان په کابل کې دنده درلوده.

د بګرام ولسوال قدوسي په دې اړه چې وژل شوی کس د ملي اردو افسر دی ناخبري وښوده.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي رسنيو ته ويلي چې ياد کس د بهرنيو ځواکونو له لوري هغه مهال وژل شوی کله چې د بهرنيو ځواکونو له لوري د درېدو امر ورته وشو خو نوموړی و نه درېده.

نن سهار د پروان ولايت مقام مخې ته د وژل شوي ملي اردو افسر خپلوان او ځايي خلګ چې د ګل کلان جسد ورسره وو د اعتراض په ډول را ټول شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د