افغانستان

دفاع وزارت: تیره ورځ د ملي اردو اوه عسکر ووژل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمری ۶مه، ۱۳۹۵ل): د دفاع وزارت څخه نن ټکی اسیا ته په رسیدلي خبرپاڼه کې ویل شوي چې تیره ورځ د هیواد په مختلفو برخو کې د عملیاتو پر مهال د ملي اردو اوه تنه سرتیري ووژل شوه.

تېره ورځ هم دفاع وزارت ویلي وه چې ددوی ۱۱ تنه سرتیري د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د عملیاتو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې ملي اردو په ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، کندهار، زابل، بادغیس، جوزجان، کندز او هلمند کې عملیات تر سره کړه، چې په ترڅ کې ۵۳ تنه دولت ضد وسلوال مخالفین د دوه تنه داعشیانو په شمول ووژل شول. او زیاته کړې چې په دغو عملیاتو کې ۱۸ تنه مخالفین ټپيان او ۵ نور ژوندي ونیول شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنتي او دفاعي ځواکونو د توپچي او هوايي ځواک په واسطه د کندز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ او دشت ارچي کې ۲۳ تنه طالبان ووژل او ۳ تنه یې نور ټپيان کړه.

د یادوني وړ ده چې طالبان تل د دفاع وزارت خبرپاڼي ردوي او تبلیغات یې بولي، بل لوري ته طالبان هم د ملي اردو او پولیسو د وژلو ادعاوي کوي چې دفاع وزارت یې بې اساسه بولي.

باید وویل شي چې نن ټکی اسیا ته د قلعه زال او د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ څخه په رسیدلي خبرونه کې ویل شوي چې د ملي اردو ځواکونو له لوري پر ولسي سیمو د ډیسي توپونو ډزي کیږي چې له امله یې په سیمه کې د ځاني او مالي زیان اوښتو امکان زیات شوی.

دوه ورځي وړاندي د درقد د ولسوالۍ څخه فایر شوې هاوان مرمۍ په یوه کور کې ونښته چې له امله یې د یوې کورنۍ پنځه غړي ووژل شوه او دوه نور ټپیان شوه.

په وژل شویو کې مور، پلار، ورور او دوه خویندي شاملې وي. په سیمه کې د پيښي عیني شاهدانو نن ټکی اسیا ته وویل چې دغه هاوان په ولسوالۍ کې دننه د دولتي ځواکونو له لوري فایر شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x