دیني، سیرت او تاریخ

اسلام د عدل دین دی که د مساوات ؟؟؟

( لیکنه باید ترپای ولوستل شی )
ځینی معاصر لیکوالان ، مبلغین ، اسلامی بلوندویان اوپوهان دخپلو لیکنو یادخپلو بیانونو ، تحریرونو اوتقریرونو پرمهال چی کله داسلام دمحاسنو یادونه کوی په ځانګړی ډول کله چی په اسلامی ټولنه کی د مسلمان اوکافر، دنر او ښځی دحقوقو او احکامو بحث اوڅیړنه کوی نو داخبره کوی چی اسلام دمساوات دین دی ، له دی امله چی د نورو دینونو او مذاهبو په وړاندی داسلام ځانګړتیا او کمال ثابت کړی ،

نوځینویی په دی اړه بیا له ډیرافراط اوځینویی له تفریطه کاراخستی دی ، اکثریی ډیرزیارباسی ترڅو داثابته کړی چی اسلام همیشه دنراوښځی ترمنځ کوم توپیرنه دی کړی اوپه دی هکله زښت زیات تکلفاتونه کاراخلی ،
خودی مسالی ته که دشرع په منظاراوګرو نو راته به جوته شی چی پرته له شکه په اسلام کی دهرچاحقوق ساتل شوی اوهرچا ته اسلام په خپل چاپیریال کی خپل حقوق ورکړی ، اوهیچاسره یی دخپلو حقوقو په هکله له ظلم نه کارنه دی اخستی ، ان تردی چی کافروته یی هم خپل حقوق ورکړی ،
نوداداسلام دعدل تاقاضا ده نه دمساوات ، که څوک تعبیرداسی کوی :او وای چی اسلام هرچاته حقوق ورکړی په دی اساس اسلام دمساوات دین دی ، نودابه دهغه خپل تعبیروی مقصدیی صحیح دی ولی تعبیریی خطادی ، اوکه څوک ددوی ترمنځ په مطلق مساوات قائل وی ، نوبیا داتعبیرهم خطادی ځکه داسی نه ده چی اسلام د مسلمان اوکافر ، نراوښځی ترمینځ توپیر نه دی ساتلی ، اوددوی ترمنځ یی مطلق مساوات ساتلی ، ځکه څوک چی داسلام په هکله بشپړمعلومات لری نوهغوی په دی ښه پوهیږی چی اسلام هیڅکله هم ددوی ترمنځ دمساوات یادونه نه ده کړی بلکه ددوی ترمنځ یی دعدم مساوات یادونه کړی ، لکه الله تعالی په دی هکله داسی فرمای : ( أَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِينَ كَالْمُجْرِمِينَ ) ( أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّار ) له دی ایاتونه نه په ډاګه معلومیږی چی مسلم اوغیرمسلم ، مومن اوغیرمومن ، متقی اوغیرمتقی سره نه دی برابر.
داسمه ده چی نراوښځه داسلام پروړاندی یوشان مکلفیت لری ، اوهم به اخرت کی به یوشان جزا ورکول کیږی ، خوولی
ددوی ترمنځ مطلق مساوات بلکل نشته لکه ځینو معاصرولیکوالانو چی په دی هکله لیکنی کړی اودمطلق مساوات مدعیان دی لکه دځینو لیکوالانو یادونه په دی هکله اړینه بولم :
دبیلګی په توګه دکتور فواد عبدالمنعم په خپل کتاب : ( مبداالمساواة فی الاسلام ) کی وای : دکفاروحقوق دمسلمانانو په څیردی ، اوپه کفاروهومره مکلفیتونه دی کوم چی پرمسلمانانو دی ، بل ځای بیا د رق ( غلامۍ ) تصوریی داسلامی نړۍ له مینځه ویستلی دی ، سره له دی چی نوموړی دکتورصیب په خپله اقرارکوی چی پخوانیو فقهاو دا ټکی چی ( اسلام دمساوات دین دی ) نه دی ذکرکړی .
ځکه اسلامی کتابونوکی تعبیرداسی شوی چی اسلام دعدل دین دی ، همدا شان دکتورعبدالمنعم برکه په خپل کتاب ( الإسلام والمساواة بين المسلمين وغير المسلمين ) کی تردی بکواس کړی چی ذمی کافروته په اسلامی دولت کی دحکومت لوړی چوکی ان تروزارت ورکول کیدای شی ، اوبیا بل ځای وای : دکفارو شهادت اوګواهی دمسلمانانو په شان ده ، په قصاص اودیت کی هم کفاردمسلمانانو په شان دی ،

په دی هکله ددی وخت نامتو عالم شیخ ابن عثیمین رحمه الله په شرح العقيدة الواسطية ” ( 1 / 180-181 ) : کی ډیر جالب بحث کړی دهغی ژباړه درته نقل کوم

نومړی ستر عالم فرمای : ( ځنی خلک دعدل پرځای دمساوات اصطلاح کاره وی اوداخطاده ، ځکه مساوات ددوه شیانو ترمنځ دبرابرۍ په معنی دی ، چی حکمت دهغوی ترمنځ دتوپیرغوښتنه کوی ، ددی ظالم دعوت له کبله چی برابرۍ ته یی ورکوی وای : دنراوښځی ترمنځ څه فرق اوتوپیر دی ؟ دنارینه واوزنانه و ترمنځ یی برابری راوستله ، ان تردی چی کمیونستانووویله چی دحاکم اومحکوم څه توپیر دی ؟ داممکنه نه ده چی د یو تن پربل واک وی ان تردی چی د پلاراوبچی ترمنځ هم دپلارپربچی واک اوسلطه نه شته ،
اوکه مونږ ووایو چی اسلام دعدل دین دی ، اوعدل دیته وای چی هرچا ته خپل حق ورکړی ، نوبیا دامشکل ختمیږی اوخبره هم سمیږی ، له دی امله قران عظیم الشان کی هیڅکله هم دانه دی راغلی چی ( إن الله یأ مرکم بالتسویه ) الله پرمساوات اوبرابرۍ امرکوی ، بلکه داسی راغلی ( ان الله یامرکم بالعدل ) الله پرعدل امرکوی بل ځای فرمای : ( وإذاحکمتم بین الناس أن تحکموا بالعدل ) كله چی دخلکو ترمنځ فیصله کوئ نو پرانصاف اوعدل یی وکړئ ، اوداپراسلام دروغ دی چی اسلام دمساوات دین دی بلکه اسلام دعدل دین دی ، څوک چی اسلام ښه پیژنی نو هغه داخبره نه کوی چی اسلام دمساوات دین دی ، دا اصطلاح اوقاعده ځکه غلطه د ه چی قرانی نصوص اکثردمساوات پرنفی واردی دی ، الله تعالی په دی هکله داسی فرمایلی : { قل هل يستوي الذين يعلمون والذين لا يعلمون } ، ووایه ایا هغه خلک چی پوهیږی اوهغه خلک چی نه پوهیږی سره برابردی ؟ { قل هل يستوي الأعمى والبصير أم هل تستوي الظلمات والنور } ، ووایه ایا ړوند او بینا او تیاری اورڼا سره برابری دی ؟ یعنی ددوی ترمنځ مساوات اوبرابری شته ؟ نه بلکل نشته { لا يستوي منكم من أنفق من قبل الفتح وقاتل أولئك أعظم درجة من الذين أنفقوا من بعد وقاتلوا } ، { لا يستوي القاعدون من المؤمنين غير أولي الضرر والمجاهدون في سبيل الله بأموالهم وأنفسهم } ، په مومنانو کی بی ضرره ( بی عذره ) کسان چی دجها د نه ناست وی اوهغه خلک چی دالله په لاره کی جها د کوی په خپلو مالونو اونفسونو سره نه دی برابر ، په قران کی هیڅکله هم داسی یوحرف نه دی راغلی چی پرمساوات امر کوی ، بلکه پرعدل امرکوی ، دمثال په توګه که زه پریو سړی دعلم یا مال یا تقوا یا نو ر احساناتو له کبله غوره والی ولرم نوبیا دهغه سره پرمساوات هیڅکله هم نه راضی کیږم ، دشیخ ابن عثیمین د کلام پای .
……………………………………………………………………………………

هغه شرعی احکام اومسألی چی دنراوښځی ترمنځ په کی توپیرښودل شوی :

……………………………………………………………………………………
لومړی :

د میراث مسأله داولاد په سلسله کی یونارینه ددوښځوبرابربرخه اخلی ، اودخاوند اوښځی ترمنځ هم په میراث کی توپیر شته ، الله تعالی په دی هکله داسی فرمای : ( يُوصِيكُمُ اللهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ)، وقال تعالى : (وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم) .

دوهم :

دشهادت مسأله په قصاص ، حدودو کی لکه دشرابو ، رهزنی ، قتل درد ت له کبله په دی کی دښځی شهادت اوګواهی نه قبلیږی ، هم داډول هغه مسألی چی عادتا پری خلک خبریږی لکه د نسب ، طلاق ، رجعت ، خلع ، نکاح ، وصیت اوتوکیل په مالی مسلو کی په دی ټولو کی ددوه نارینه و ګواهی ضروری ده ،
همدا رازپه مالی معاملاتو کی لکه : خرڅلاو ،قرض ، اجاره ، ګاڼه ، ودیعه ، اقرار ، غصب اووقف په دی ټولو کی د دوه سړو یا یو سړی اودوه ښځو ګواهی قبلیږی،
په دی هکله الله تعالی داسی فرمای : (وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِن رِّجَالِكُمْ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاءِ) .
پاتی شوه داخبره چی دشځی ګواهی په مستقل ډول په کومو ځایونوکی قبلیږ ی ، نوپه هغومسلو کی دښځو ګواهی قبلیږی چی عادتا ښځی پری خبریږی ، لکه هغه عیوب چی دزنانه ودجامو لاندی وی په هغوکی بیا فقط ددوه و زنانوشهادت قبلیږی ، لکه بکارت ثیوبت وغیره شو،
همدارازد رضاعت مسله شوله په دی کی دیو ښځی چی عادله وی ګواهی قبلیږی، لکه نبی علیه السلام فرمایلی : ( كَيْفَ وَقَد زَعَمَتْ أنها قد أرْضَعَتْكُما )
همدرازدمیاشت په لیدلو کی دیوعادل مسلمان نارینه اودیوی مسلمانی ښځی ګواهی برابره ده ،

دریم :

دعقیقی مسأله په عقیقه کی مسنونه داده چی دهلک په عقیقه کی دوه ګډان اودجینۍ په عقیقه کی یو ګډ حلال شی ،

څلورم :

دجهاد بالنفس مسأ له په ښځه باندی بالنفس جهاد نه دی فرض بلکه جهاد بالمال به کوی

«فعن عائشة رضي الله عنها أنها قالت: يا رسول الله هل على النساء جهادٌ؟ قال: نعم عليهن جهادٌ لا قتال فيه: الحَج والعُمرة» .
پنځم :

دعورت مسأله دنارینه عورت دنامه نه ترزنګونوپوری دی اودښځی ټول بدن عورت دی ، همداشان په لباس کی نارینه به پرتوګردګیټونه نه خکته کوی اوښځه به ټول بدن پټوی ،

شپږم :

دماشوم د تشوبولو دوینځلو مسأله هغه هلک چی ددوه کالونه یی عمرکم وی نو دهغه تش بول په دی پاکیږی چی فقط اوبه ورته وشیندی او دجینۍ بول خوپه وینځلو سره پاکیږی ،

اووم :

دسفرمسأله په اسلام کی ښځی ته په یواځی سر دسفرکولو اجازه نشته ترڅو چی خاوند یا محرم ورسره نه وی اګرکه دحج سفروی
اونارینه باندی خودا پابندی نشته ، رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی فرمایلی دی : «لا تُسافر امرأةٌ إلا مع ذِي مَحْرَم ٍولا يَدْخُلُ عليها رَجَلٌ إلا ومَعَها مَحْرَم».

اتم :

ښځه په دی کی دنارینه ځانګړتیا لری چی کله موروی نو دپلارپه نسبت یی اسلام ډیرقدراوعزت کولو امرکړی دالله نبی په دی هکله داسی فرمای :
فعن أبي هُريرة رضي الله عنه قال:«جاء رَجَلٌ إلى رسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم فقال: مَنْ أَحَقُّ الناسِ بِحُسْنِ صَحابَتي؟ قال أُمُّكْ. قال: ثُم مَن؟ قال: أمك. قال ثم من؟ قال: أمك. قال ثم من؟ قال: أبوك» . وعن المُغِيرة بن شُعْبة رضي الله عنه عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «إنَّ اللهَ حَرَّمَ عليكُم عُقوقَ الأمهات ووأْدَ البنات»
یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم خوات راغی تپوس یی ترینه کړچی څوک ډیرلایق دی چی خیرښیګړه او ښه ورسره وکړم ؟ نو دالله نبی علیه السلام ورته په جواب کی وویل : ستامور، یعنی موردی داحسان کولو اوقدرکولو ډیره لایقه ده بیا ترینه دری ځله پوښتنه کوی چی بیا څوک ؟ دالله رسول ورته دری ځله ځواب ورکوی چی موردی ، په څلورم ځل ورته وای پلاردی
دمغیره بن شعبه رضی الله عنه نه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل الله پرتاسو دمیندو نافرمانی او دژوندو لوڼو خښول حرام کړی ،

نهم :

بل دښځو ځانګړتیا په دی کی ده چی کله لوروی نودلوڼودتربیت په هکله دالله رسول زیات ټیګارکړی دځامنو په پرتله ، په دی اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی فرمای : « من كان له ثلاثُ بناتٍ، فَصَبَر علَيهنَّ، وأَطْعَمَهنَّ وسقاهُنَّ وكساهُنَّ من جِدَتِه، كُنَّ له حِجابًا مِنَ النارِ يَومَ القِيامةِ » دچاچی دری لوڼه وی او صبرپری وکړی اودخپل وسع مطابق ورته خوراک ، څښاک ، اوجامه ورکړی نو دقیامت پرورځ به ددی پلارلپاره داورپه وړاندی پرده وی ،

لسم :

دلعان مسأله ده دلعان په صورت کی فقط خاوند کولای شی چی څلورګواهۍ ( قسمه ) وکړی اوخپله ښځه له ځانه جداکړی ، الله داسی فرمای : ( وَالَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ يَكُن لَّهُمْ شُهَدَاءُ إِلاَّ أَنْفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ بِاللهِ إِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ ) .

یوولسم :

د نکاح دولایت مسأله ده دنکاح ولایت فقط نارینه لری نه ښځه نارینه کولای شی چی ښځه چاته په نکاح ورکړی خو ښځه نه شی کولای چی خپله ځانه یا بله ښځه په نکاح چا ته ورکړی ، دالله رسول داسی فرمای : :« لا تُزِوِّج المرأةُ المرأةَ، ولا تُزَوِّج المرأةُ نَفْسها ».

دولسم :

دنکاح او واده مسأله ده یونارینه کولای شی چی څلور ښځی وکړی ، خو یوه ښځه نه شی کولای چی څلور مړونه وکړی

دیارلسم :

ولایت عامه اودحاکمیت موضوع ده : نارینه حاکم جوړیدلای شی خوچی په عامو مسلمانانو پاچاهی وکړی خو ښځه پرمسلمانانو حاکمه نه شی جوړیدلای ، دالله رسول صلی الله علیه وسلم داسی فرمای : «لَنْ يُفْلِحَ قَوْمٌ وَلَّوا أمْرَهُمُ امْرأةً». هغه قوم به هیڅکله هم کامیاب نه شی چی ښځی ته د چاروواګی وسپاری ،

څوارلسم :

دسروزرو اوریښمو استعمال ښځه یی استعمالولای شی خوولی نارینه یی نه شی استعمالولای دالله نبی داسی فرمای : « حُرِّمَ لِباسُ الحريرِ والذَّهَبِ على ذُكُورِ أُمَّتِي وأُحِلَّ لإِناثِهِم » .دوریښموجامی زمادامت پرنارینه و حرام دی اوښځینه و ته حلال دی ،

پنځلسم :

عطرلګول نارینه کولای شی چه عطراستعمال کړی خو ښځی ته اجازه نشته دالله رسول داسی فرمای : « أيُّما امرأةٍ استَعْطَرَت ثم خرجت، فَمَرَّت على قَومٍ لِيجِدوا رِيْحَها فهي زانيةٌ، وكلُّ عَينٍ زانية » .

شپاړسم :

غم اوګدول خاوند په دی نه دی مکلف چی د ښځی په مړینه څلورمیاشتی اولس ورځی غم وکړی خو ولی ښځه په دی مکلف ده چی دخاوند په مړینه به څلورمیاشتی اولس ورځی غم کوی اوله کوره به نه اوځی ،

اوولسم :

جنازی نه وروسته تلل نارینه ولپاره مستحبه ده چی دجنازی ترشا لاړشی ولی ښځو ته اجازت نشته

اتلسم :

غوږونه سوری کول د نارینه ولپاره جایزنه دی ، ولی ښځولپاره جایزدی ښځی کولایشی چی غوږونه سوری کړی چی والۍ اومندرۍ په کی واچوی .

نولسم :

سرخریل نارینه و لپاره جایزدی خو دښځو لپاره نه دی جایز

شلم :
د مهر مسأله ده د ښځولپاره مهرشته خودنارینه ولپاره نشته

نورهم ډیرداسی موضوعات اومسألی شته چی اسلام د نراوښځی ترمنځ پکی توپير کړی ، ولی ؟؟؟؟ ځکه داداسلام دعدل اوانصاف تقاضا ده چی ددواړوترمنځ یی فرق کړی اومساوات یی نه دی کړی ، ځکه که په دی مسألو کی که مساوات وشی نو بیا په یو جانب ظلم کیږی اواسلام دظلم زښت زیا ت مخالف دی ، مساوات په ډیرووختونو کی دظلم سبب ګرزی ، اوعدل اوانصاف داوی چی په هرچا دهغه دفیزکی توپیرونو سره سم دهغه دوسع مناسب مکلفیت واچول شی اوخپل خپل حق ورته پوره ورکړل شی ،ځکه لکه څنګه چی په چاواجبات اچول کیږی نو هماغسی حقوق یی هم باید په بشبړ ډول ورکول شی ،

اوس راځو دی خبری ته چی کوم ځای کی دنارینه اوښځینه وترمنځ مساوات دعدل

تقاضا وی اوپه مساوت کی عدل اوانصاف تحقق مومی نو بیا اسلام په هغه ډګرکی مساوات کړی ، اوکومو ځاینوکی چی دمساوات له کبله ظلم راځی نو اسلام بیا مساوات نه دی کړی بلکه هلته یی دهرچامناسب مکلفیت اوحق ورکړی دی ،
دمساوات بیلګی :

لکه د انسانی کرامت په میدان کی ، همدارازپه ثواب اوعقاب کی ، په اصلی تکلیف کی ، او په عباداتو کی لکه اودس ،غسل ، لمونځ ، روژه ، زکاة ، حج او صدقه وغیر‍ددی وجه نه رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو صحیح حدیث کی فرمایلی ( النساء شقائقُ الرجال ) ښځی هم دنارینه وپه څیردی په اخلاقو ، مزاجونو او احکاموکی . مګرپه هغو کی نه دی کوم چی په یو بل پوری خاص دی ،
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x