
د تورخم له لاري ۵۳۴ کورنۍ افغانستان ته راګرځېدلي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمری ۶مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت د کډوالو او را ستنېدونکو چارو ریاست په خپل یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د تیري سې شنبې په ورځ ۵۳۴ کورنۍ د پاکستان څخه په خپله خوښه افغانستان ته را ستنې شوي دي.
د دغه ریاست مسؤول غلام حیدر فقیرزی ویلي چې یادي ټولي کورنۍ د تورخم له لاري بیرته خپل هیواد ته را ستنې شوې.
نوموړي زیاته کړې چې له یادو کډوالو څخه ۳۴۷ کورنیو چې د غړو شمېر یې ۲۰۸۷ کسه کېدل، د پاکستان قانوني اسناد یې نه لرل ، او ۱۸۷ کورنیو چې د غړو شمېر یې ۹۷۹ تنه وو، په پاکستان کې د مهاجرت قانوني اسناد لرل.
هغه کډوال چې قانوني اسناد لري د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې (UNHCR) په مرسته ورته د ۳۸۰ ډالرو څخه بیا تر ۴۲۰ ډالرو پوري نقدي پیسې ورکول کیږي او همداسي د ځینو نورو موسسو له لوري د بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو، بړستنو او اشپزخانې د سامان الاتو مرسته کیږي.
فقیرزي ویلي چې د هغو کورنیو څخه چې قانوني اسناد یې نه لرل، ۱۲۶ کورنۍ یې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ته معرفي کړي، تر څو ورسره مالي او عیني مرسته وکړي.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې د امنیتي چارواکو له لوري د افغانانو سره ناوړه چلند زیات شوی چې له امله یې زیاتره کورنۍ ددغه هیواد پرېښودو او خپل هیواد ته د بیا ستنېدو لپاره زړه ښه کوي.
پاکستان د روان کال ۲۰۱۶ تر پایه پوري هغو کډوالو ته کارډونه تمدید کړي چې په دغه هیواد کې د قانوني اوسیدو اسناد لري.