
د مونیخ په پیښه کې یوه افغان ۲۰۰ کسان وژغورل
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمری ۶مه، ۱۳۹۵ل): د جرمني خبري ویب پاڼو خبر ورکړی چې د مونیخ په پيښه کې یوه افغان ځوان د سوداګریز مرکز په زیرخانه کې ۲۰۰ کسانو ته پناه ورکړه.
په دغه پيښه کې چې د تیري جمعې په ورځ د مونیخ په ښار کې را منځته شوه، یوه ایراني الاصله جرمني ځوان پر خلکو ډزي وکړي چې له امله یې نهه کسان ووژل شول او بیا یې پر ځان هم ډزي وکړي اووژل شو.
د امیر نجف زاده په نامه شل کلن افغان ځوان په هغه سوداګریز مرکز کې د چوکېدار په حیث دنده تر سره کوله، د کوم مخته چې ډزي وشوې او یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.
د جرمني رسنۍ د نجف زاده له خولې وايي چې تر ډزو وروسته سوداګریز مرکز ته ۲۰۰ وارخطا کسان را ننوتل چې ده سمدستي د مرکز لاندي برخي ته انتقال کړه.
نوموړي ویلي چې په یادو کسانو کې ۳ ماشومان هم وه چې خپل مور پلار یې ورک کړي وه.
د امیر نجف زاده په اړه ویل کیږي چې ۳ کاله تر مخه جرمني ته تللی، اوس مهال هلته د امنیت ساتني په برخه کې په یوه خصوصي شرکت کې کار کوي.
جرمني رسنۍ دغه افغان ځوان د یو اتل په حیث معرفي کوي او ددغه کار په ستایني یې نه مړیږي.
بل خوا نوموړي ویلي چې د یو کډوال په حیث د جرمني احسانمند دی، ځکه تیار دی چې خپل ژوند او هرڅه تر دغه هیواد قربان کړي.