ورزش

کرکیټ: افغانستان د پنځوس اوریزه نړیوال جام ته لاره وموندله

نن ټکی آسیا: نن د افغانستان او کینیا تر منځ د کرکیټ دوهمه پنځوس اوریزه لوبه تر سره شول چي د افغانستان په بریا تمامه شول، او په دې توګه افغانستان وتوانید چي د پنځوس اوریزه نړیوال جام ته لاره ومومي.

د کرکیټ پنځوس اوریزه نړیوال جام د کرکیټ په نړۍ کي تر ټولو لوی او مهمي سیالۍ دي، چي په څلورو کلونو کي یو ځل تر سره کیږي، او راتلونکو نړیوال جام به په اسټرالیا او نیوزي لینډ کي په کال 2015 تر سره کیږي.

ددې تر مخه افغانستان کینیا ته په لومړی لوبه کي هم لویه ماتې ورکړې وه، او نن یی یو ځل بیا په ۷ وکټونو ماتي ورکړه.

د نن په لوبه کي لومړی بیټنګ کینیا وکړ، او یوازي ۹۳ منډي جوړي کړې، او افغانستان دغه هدف په یو ویشتم اور کي په ډیره اسانۍ سره تر لاسه کړ، او درې لوبغاړې یې وسوځېدل.

د افغانستان له خوا څخه محمد نبي 46 منډي جوړې کړې، نوروز منګل 19، حشمت الله 13، اصغر ستانکزي 9 او شهزاد یوه منډه جوړه کړه.

په بالرانو کي نن یو ځل بیا ټول وځلیدل، او په خاصه توګه حمزه هوتک نن درې وکټونه واخیستل، محمد نبي، کریم صادق، او حامد حسن ټولو دوه دوه وکټونه واخیستل، او د افغانستان لپاره یې د یو اسانه هدف تر لاسه کولو کي مهم رول ولوباوه.

د نړیوال جام لپاره د سیالي کونکو هیوادونو په کتار کي افغانستان د ۱۹ نقطو په اخیستلو سره د ایرلینډ (۲۴ نقطې)  وروسته دوهم هیواد سو چي نړیوال جام ته یې لاره وموندله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x