
امريکايي ځواکونه په افغانستان کې خپل ماموريت ژر پای ته نه رسوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمری ۶مه، ۱۳۹۵ل):د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان چې په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان هم پاته شوی د امريکا له دفاع وزير اشټن کارټر سره د يوې ګډي خبري غونډي په مهال وويل چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ماموريت ژر پای ته نه رسيږي.
په پنټاګون کې د امريکا د پوځ لوی درستيز خبريالانو ته ويلي چې د افغانستان د جګړې د ژر پای ته رسېدو تمه نه شو کولای او له همدې امله امريکا او برتانيا د افغان ځواکونو اوږد مهاله ملاتړ اعلان کړ.
ډانفورډ په غونډه کې وويل چې موږ بايد د ۲۰۱۷ م کال تر پايه پاته شو او تر ۲۰۲۰ م کال پوري د ناټو غړي هيوادونه له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
شنونکي وايي افغان ځواکونه لا تر اوسه د خارجي ځواکونو د هوايي ملاتړ سره سره نه دي توانېدلي تر څو له لاسه وتلي سيمي بيرته تر خپل واک او کنټرول لاندي راولي.
د امريکا دفاع وزير اشټن کارټر وويل که څه هم افغان ځواکونو ته د حکومت د انتقال موده بشپړه شوې خو بيا هم افغان ځواکونه زموږ د ځواکونو مرستي ته اړتيا لري.
جنرال ډانفورډ وايي بارک اوباما هم په دې باوري دی چې د ۲۰۱۷ م کال تر پايه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د ماموريت پای ته رسېدل ناشوني دي خو د امريکا راتلونکی ولسمشر به د افغان جګړې وضعيت ته په کتو پرېکړه کوي.
د يادوني ده چې د امريکا د پوځ لوی درستيز تازه د افغان جګړې له ډګره واشنګټن ته رسېدلی.
دا سمه ده ، چه که امریکا مالی او نظامی پياوړتیا ولری دی جنګ ته به خامخا ادامه ورکړی. دوی تر اوسه نزدی شل تریلونه ډالر خرڅ کړل ، څو زره غریب امریکایان او اروپایان یی پکی قربانی کړل په لکونو معیوب او لیونیان شول ځانوزنی او نور وژنی کوی ، تر ټولو مهم یی دا چه د مظلوم بشریت سره یی بی باوری تر اخری کچی رسیدلی حتی د خپلو د زور او خوښی ایتلافی ملګری یی په یو بل باور دلاسه ورکړی او ورکوی او داسی نور او نور . نظامی برخه کی ، سره د دی چه… نور لوستل »